وروستي پرلیکه شوي

ارواښاد شرفیار منګل

ملګرو !
ما ځان سره فیصله کړی وه چه زه به د شهیدانو او مړه شوی خلکو انځورونه په خپل فس بوک کی نه شریکوم .
ځکه داسی ورځ خو ډیره کمه وی چه زمونږ د زړه ټوټی په وینو نه وی لمبیدلی په مسافری کی خو هسی هم د سړی زړه نری وی اکثر وخت خو د اوښکو د لاسه څه لیکلی هم نه شو
((ما خو توبه وکړه که زړه هم راسره مل شی
عشق دی چه همیش می په توبه باندی یرغل شی ))
شرفیار منګل :
ښکلی ځوانی ښایسته بریتونه ، او په ښایسته سپینو غاښونو یی هر وخت خندا خپاره وه کله به یی چه ښکلی غرنی سندری زمزمه کولی میدان او مخفل به اتڼی رنګ واخیست ښکلا او خوشحالی به حاکمه شوه .
بلی شرفیار داسی هنر مند نه وه چه مفته یی هنر ته مخه کړی وی هغه د ډیرو سختو لارو هنر ته مخه کړی وه ، هغه د عربو په سختو ګرمیو کی هم کالونه سخت کارونه کړی وه ،
څنګه یی ولیکم هغه یو پښتون هنر مند ؤ ، پښتو ژبه او پښتون هنر مند خدای همداسی غریب پیدا کړی دی .
د پښتنو لیکولانو او شاعرانو خو ګیله ځکه نه کوم هغوی په خپله غریبی شر میږی ځکه په خپل سندرغاړی د څه لیکلو جرئټ هم نه کوی . په دومره موافق سندرغاړی چه ما غوندی خلک څه لیکی دا خو د تعجب خبره ده او ځان لږ ګنهګار احساسوم خو د هغه اروښاد مونږ قرضدار یو د هغه د هنر مو قرضدار یو د هغه د مینی مونږ قرضدار یو هغه په مونږ حق لری چه دعا ورته وکړو او په ښه نوم یی یاد کړو .
رښتیا خبره ده مونږ هره ورځ داسی ښایسته ګلان د لاسه ورکوو چه مونږ باید هر ساعت په چیغو چیغو وژاړو .
هسی هم زمونږ په باغچه کی اغزی زیات او ګلان کم دی که مونږ دا یونیم ګل هم ونه شو ساتلی اخیر به پاغچه کی یوازی اغزی پاته وی .
په ټوله لویه پکتیا مونږ د ګوتو په شمار هنرمندان لرو چه د خلکو په شنډو د څو ثانیو دپاره خندا راولی .
شرفیارهغه نوم ؤ، چه د غم ځپلو خلکو په شنډو یی خندا راوستله مینه یی خپاروله او ډیر مینه ناک انسان ؤ .
هغه د ټول افغانستان دپاره سندری ویلی د هغه سندرو کی بدخشان ، کندهار ،پنجشر ،خوست ، مزارشریف او ښایسته لغمان ستایل شوی دی او د هیواد ښکلاګانی یی ننداری ته وړاندی کړی دی هغه د وطن په خاطر ډیری سندری ویلی دی
هغه دومره مینه وطنوالو ته ور کړی ده چه زما په شان خلک یی د لیکلو انداز نه شی بیانولی ، مرګ حق دی هر څوک به مری خو د مړی په ژوندیو خق دی چه دعا ورته وکړی هغه لاړ مونږ یی قرضدار پاته شو ،
مونږ ته یی مینه راکړه ، مونږ ته یی خوشحالی راکړه ، مونږ هم ورته د زړه داخلاصه دعاکوو او دلوی او بحښونکی خدای تعالی څخه ورته دجنت الفردوس غوښتونکی یو .
لوی خدای پاک د یی جنت الفردوس نصیب کړی کورنی دوستانو او مینه والو ته یی د زړه صبر غواړو .
الله د رحم پری وکړی (امین)
نجیب