وروستي پرلیکه شوي

استاد ګل زمان

استاد ګل زمان
استاد ، شاعر ، کمپوزیتور ، سندرغاړی ، ښکلی اواز او مینه ناک انسان په باره کی لیکل هم زیاته خوصیله غواړی همداشان به کافی اندازه پوهی او معلوماتو ته ضرورت وی .
د خوست په ښکلی ولایت کی ډیر داسی خلک تیر شوی دی چه د هیواد ته یی زیات خدمتونه کړی دی . اکثریت یی یا د خلکو د یاده وتلی دی او یا یی په ارتباط څه نه دی لیکلی شوی .
زه غواړم د استاد په باره خپل نظر ولیکم د هغه هنر او کمال د هیچا څخه پټ نه دی د هغه ژوند او هنر دومره روښان دی چه افغانستان او پښتونخوا کی خو داسی خلک نشته چه ګلزمان استاد د ونه پیږنی .
شپته کاله یی په خپل ښکلی اواز خپل مینوال خوشحاله ساتلی دی او دومره زیاتی سندری یی ویلی دی چه مجموعه سندری د زرو څخه اوړیدلی دی ، ښه می په یاد شی پنځوس کاله مخکی د ( غونډی منډی ) او (بی بی مرجانی) سندری د ټولی پښتونخوا او افغانستان د خلکو د خولو سندری وی .
یو شی باید ولیکم هغه دا چه زمونږ پښتانه د بل هرشی څخه زیات د شعر او نظم سره مینه لری ، شعر ،نظم ،داستان او غزل چه د موسقی سره یو ځای شی شعر روح واخلی او ژوندی شی او د خلکو تر غوږو پوری ورسیږی .
استاد ګل زمان د خپل وخت د مشهورو شاعرانو ښکلی شعرونه او غزل تر مونږه را رسولی دی او داسی کمپوزونه یی ورته جوړ کړی دی چه هر پښتون او اوریدونکی تر خوند اخلی .
زما ښه په یاد دی چه احمدظاهر ته یی کمپوز جوړ کړ د احمدظاهر سندره دومره مشهوره شوه چه بیا وروسته امریکایی مشهوری سندرغاړی شاکیری هم زمزمه کړی .
په کابل کی می ښه په یادشی چه بلغاریایی هنرمندانو د استاد ګلزمان کمپوز شوی سندری د کابل په ملی تلویزیون کی ویلی وی . په د ورځو کی د تاجکستان مشهورو هنرمندانو د هغه کمپوز شوی سندری ویلی دی .
د افغانستان په اوسنیو مشهورو هنرمندانو کی اکثریت د استاد د کمپوزونو څخه استفاده کړی ده او یا یی د استاد سندری ویلی دی . بلی هغه وخت کی داسی شرایط ؤ چه استاد به زیات سیواد نه وی حاصیل کړی خو خدای پاک ورکړی استعداد یی دهنر په برخه ښه کارولی دی . دومره زیات کار یی خپلی ژبی ته کړی دی چه که کومی بلی ژبی دپاره چا دومره کار کړی وه نه پوهیږم چه څومره قدر او عزت به یی شوی وای ، خو مونږ د خپلی ژبی او خپلو استعدادونو په قدر هغه وخت پوهه شو چه نور زمونږ په منځ کی نه وی .
داسی استعدادونه هره ورځ نه پیدا کیږی په پیړیو کی یوځل داسی خلک په ټولنه کی پیدا شی او ټولنه یی قدر وکړی او ګټه تری پورته کړی .
ګوری طلایی مدال ګټل د هر چا په نصیب کی نه وی استاد د نړی دمشهوری کلتوری ټولنی څخه طلایی مډال اخیستی دی .
استاد ګل زمان د الله ژوندی لری تر اوسه ژوندی دی یا باید ووایم چه ژوندی تاریخ دی که څوک خپل تاریخ په خپله ونه لیکی بیا به یی بل څوک ورته لیکی .
مونږ د افغانستان د اسلامی دولت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه هیله کوو چه استاد سره کومک وکړی او یا بل عبارت خپل حق یی ورکړی ،
استاد تر اوسه خپل کور هم نه لری کور د هر انسان حق دی او دولت باید ورته کوراو د ژوند نور شرایط اماده کړی .
همدا شان د ټولو پښتنو څخه می هیله ده چه خپل هنرمند د یاده ونه باسی
بلی شته خلک چه کله د پښتو هنرمند په باره کی خبره وکړی شعوری یا غیری شعوری د جنت او دوزخ په کیسو سر شی او په عمل کی هر ورځ شعر وایی نظم لیکی داستان وایی او سندری اوری که څوک یی راسره نه منی یتوب وګوری چه هر وخت دپښتنو هنرمندانو په ضید لیکنی کوی که ویی نه ګوری بیا خو لیکل هم نشی پری کولی . مقصد هم یی ګوری خوند تری اخلی او هم یی په ضید خبری کوی .داسی دوه مخو کسانو ته منافقین وایی چه د جهنم په ټیټه کنده کی به یی ځای وی . راځی چه د خپلو دینی عالمانو ، دخپلو استادانو ، خپلو مسلکی خلکو خپلو هنر مندانو قدر او عزت وکړو نړی په ګلانو ښایسته وی ښکلا د ترقی او پرمختګ اولین ګام دی . داستاد هنر د چا د توصیف محتاج نه دی مونږ ورته اوږد خوشحاله او نیکمرغه ژوند غواړو .
نجیب