د مینی کلی (پریمنګر)
د پریمنګر (د مینی ) کلی
په خوست کی متون ته د ګلو باغ وایی یو وخت دا ټوټه ځمکه داسی خاصیل خیزه وه چه متل به یی کول چه په متون کی لیونی سپی هم مړیږی . دلته به شولی ، جوار او غنم می او د میواجاتو وخت کی توتان مندتی (زردالو) مڼی الوچی ملټی سنتری …
په د ښکلی ځمکه کی یو لوی کلی چه د مینی کلی یا پریمنګر یی بلل هم موجود وه . دا کلی د خپل وخت د ښایست یو نښانه وه د ټولو څخه یی په زړه پوری ده وه چه دلته خوستی هندوان او سیکان اوسیدل دغه کلا یو بله ځانګړه هم درلوده په خپل وخت کی دا ښکلی کلا د علم او تمدن مرکز هم ؤ .
تقزیبآ د خوست ټول سوداګریز راکړه ورکړ له همدی کلی تنظیم کیدل ، په همدی کلی کی یوه سړی د مارانو دامونه هم کول بیا وروسته درملتونونه هم له د کلی د ځوانانو له خوا مرواج شول ، په یونانی دواګانو کی خو یی خاص ځای درلوده .
د خوست هندوانو د نورو خوستیانو سره په لباس او کړو وړو کی فرق نه درلوده یوازی سیکانو خپل ډول لونګی پر سرولی .
هندوانو او مسلمانانو په یوه ښونځی کی درسونه ویل یوازی د قران کریم په درس کی دوی معاف وه .
خلکو ورته دیر احترام درلوده په د کلی کی داسی مشران اوسیدل چه یوازی په مینه پوهیدل هغه وخت بانکونه نه وه همدا کلی دخوستوالو بانک ؤ ، د مړه ژوندی پیسی به له دوی سر کیښودی ، دخلکو ټولی پیسی له دوی سره وی همدوی د اعتماد خلک وه .
مونږ ډیر نږدی ارتباط درلوده د دوی کتابچی به هر وخت ډکی وی چه خلکو ته یی قرضونه ورکول او خلکو هم ورسره غداری نه کوله په خپل وخت یی قرضونه خلاصول ،
د خوستیانو په اصطلاح د مړه او ژوندی کار وبار له همدوی سره وه ،
د نورو ډیرو افغانانو په شان شرایط داسی جوړ شول چه د خپل کلی کډه وکړی . زما یو همصنفی ویچارسنګ چه اوس زما په شان په بلجیم کی مسافر دی د ځوانی د وختونو هغه ښکلی کیسی داسی په مینه کوی ته به وایی اوس هم ځوانان یو او په ښونځی کی شیطانی کوو .
هغه هم تحصیلات وکړل ماستری یی واخیسته خو شرایطو زما په شان پرادیو وطنونو ته مسافر کړ .
ځوانی او ښکلی خوست د هیچا د یاده نه وځی .
په دنیا کی ډیر نعمتونه شته ډیری خوږی میوی شته خو زمونږ د ځوانی د وخت د متون توتان چه پاس به په ونه کی وختی او وروسته به د پی (تروی ) هم پسی وڅښلی هغه نیشه او خوب به د نړی په هیڅ ځای کی پیدا نه شی .
رښتیا خبره ده مونږ هم تعیر کړی دی او موسمونو هم تغیر کړی دی خو زمونږ احساس او مینه په زړونو کی همداسی پاته ده . خوست دیر ښکلی شوی دی خو د مینی احساس کمرنګه ښکاری ، خبر می د مینی د کلی په باره کی کوله د همدی کلی په مخ کی یوه ویاله وه چه هره ورځ به شنه داوبو ډکه بهیده چه دا ویاله د خوست د ښار په مرکز تیره شوی ده چه د خالصی ویاله یی بلله ،هغه ویاله هم زمونږ د زړونو په شان وچه او څاڅکی اوبه نه پکی بهیږی .
د مینی کلی خلکو هم له د ویالی څخه میښی غواوی او شفتلی غنم او نوری ترکاری اوبه کولی .
لاندی له همد ویالی څخه میلمه کوت باغ او وزیر باغ هم پڼه کیده . تیر کال چه له دی لاری تیریدم د سترګو می اوښکی راغلی پخوانی یادونه می تازه شول
اوس د مینی کلی د مینی په ځای د زړه وینی خوری او هغه ښکلی ښکلی خلک یی په ټوله نړی کی سرګردانه فریادونه کوی بلی د هغوی په زړونو کی تر اوسه مینه ژوندی دی ، خدای مهربان دی داسی وخت به راشی چه د مینی په کلی کی به بیا مینه زرغونه شی
نجیب الله نجیب
