وروستي پرلیکه شوي

خپل ماشوم سم وروزی !

ډيرو ګرانو دوستانو سلامونه او ښې هيلي مي ومنی !
تر هر څه لومړی تاسو ته د پښتو د نړۍ والي ورځي مبارکي وايم او هيله من يم چي موږ او تاسي هر يو خپلي خوږې پښتوژبي ته تر خپله وسه خدمت او چوپړ وکړو . زما د نظره پښتو ژبي ته تر ټولو ښه چوپړ دادئ چي پښتانه روښانفکران د خپلي ژبي د بډايني په موخه د نورو ژبو څخه پښتو ژبي ته ډير کتابونه و ژباړي، تر څو پښتو ژبه هم د نورو ژبو سره سيالي وکولای سي . ما هم ددغه اصل په پيروی سره يو داسي کتاب ژباړلی دئ چي په پښتو ژبه کي ډيره اړتيا ورته وه، يعني د ماشومانو د روزني په باره کي يو ښه او هراړخيز کتاب . ما دماشومانو د روزني په باره څو کتابونه ولوستل او تر ټولو دغه کتاب ښه راته مالوم سو، ځکه مي نو ژباړلو ته ئې ملا وتړل او دادئ د سږکال د پښتو ژبي د نړۍ والي ورځي په درشل کي د چاپه را ووتی .
دغه کتاب ۳۴۴ مخه لري او په زرو ټوکو کي چاپ سوی دئ، خو ماته تر اوسه فقط لس ټوکه را رسېدلی دئ او کوښښ کوم چي په نژدې وختونو کي نور ډير هم ترلاسه کړم، تراوسه ئې په راوړلو کي يو څه ستونزي لرم .
خو زه غواړم ټولو افغانانو ته د دغه کتاب د رسولو په موخه د فيس بوک دلاري هم هره ورځ ددغه کتاب يوه کوچنۍ برخه خپره کړم . نو په راتلونکو ورځو کي زما د فيسبوک دلاري ددغه کتاب د يوې وړې برخي خپرولو ته سترګي په لار واوسئ .
د اوس دپاره ئې پښتو نړۍ والي ورځي ته د ډالۍ په توګه يو انځور در سره شريکوم .
هيله من يم د کتاب د خپرېدو په وخت کي خپل نظرونه را سره شريک کړئ او که کومي تيروتني او نيمګرتياوي مو تر سترګو سوې، نو راته په ګوته ئې کړئ تر څو په بل ځل چاپ کي ئې سمي کړم .
يو ځل بيا ټولو دوستانو ته د پښتو د نړۍ والي ورځي مبارکي وايم
( انجنیر زکریا پوپل )