د قدرمن ګل شا میر معلم صاحب ښکلی شعر
دوستان مې وایي:
دوستان مې وایي، چـــې: مرګــــونه به هــم نه یادوې
پر موږ تحمـــیل، پـــردي جنګــــونه به هـــم نه یادوې
غریب سړی یې، بایســــکل په ډېر احتیــــاط چــــلوه!
دونیــــا دوزخ ده، جنتــــونه بــــه هـــــم نــه یـــادوې
مظلوم انسان یــــې، د قلــــم ژبه کنتــــرول وســــاته!
د ظالــــــمانـــــو ډېــــر ظلمــــونه به، هـــــم نه یادوې
نړۍ خوړوونکي ښــاماران، هـــم دلــــته ډېر راغلـــــي
د ښــامارانــــو، کـــِردارونه بــــه هـــــم، نــــه یـــادوې
نړیوال جنــګ، په نوي شــــکل، شـــروع شـــــوی دلته
ښــــکاره، څــرګـــند، حقیـقــتـــونه به هــــم نه یادوې
ملت کُمـــا کـــې، ولســـونه هــــم، ژونــــدي مـــه بوله
مدهوش ملــت، مـــړه ولســـونه به هــــم نـــه یــادوې
دا مړ ملت، د اسرافیــــل په شپیلــــــۍ نه ويښیــــږي
دا بـــې احســــاســــه، ملتــــونــــه به هـــم نه یـادوې
دا نن ســـبا، پـــه ګناهـــونو عــــادت شـــــوي خــــلک
د ګنــــــاهــــونـــو، غــــذابـــونه بــــه هــــم نه یـادوې
اوس قیامت او د محشر ورځ، هــم څوګ نه پیــژنـــي
سوال او ځـــواب، قـــیامــــتونه به هــــم نه یــــادوې
له مرګه وروسته ژندون هم، خلکو هېر کـړی دی اوس
د خـــــدای د حشــــر میــــدانونه بـــه هـــم، نه یادوې
دوزخیان، ټول د دې دونیــا په جنتــــو کـــې اوســـي
دوی تــه جـــوړ شــوي، دوزخـــونه به هــــم نه یادوې
دونیـــــا ودانه ده، پـــــه تکــــو شنــــو ډالــــرو باندې
چـور او تالان، دا رشــــوتونه به هـــــــم نــه یــــادوې
د سقـــاویانو پاچــــاهــــي ده، پشــــتانه نه غـــــواړي
د پښتنــــــو، تېر تاریـــــخــــونه بـــه هـــــم نه یادوې
د افغانیت او اسلامـــیت، یــــوازې نــــوم پاتـــــې دی
پښتو، غیـرت، روژې، لمـــونځـــونه، به هـــم نه یادوې
عالمــــان هـــــم، د قــــرآن سمــــه ترجمــــه نه کـــوي
بس حــــــدیثـــــونه، آیاتـــــونه به هــــــم نه یـــادوې
د سهامي شـــرکــت نظام کـــې، ټــول ټاکنــې کیـــږي
اهـــــل او وړ، شخصیــــتونه بـــــه هـــــم نـــه یـادوې
نظام پردی دی، موږ او تاسې پکې څــــوګ نـــه لــــرو
تیار ډک شوي، صندوقونه بـــه هـــــم نـــــه یـــــادوې
ګټوونکي واړه وکیلان، ډېــر له پخـــــوا معلـــــوم دي
د یـــــونامــا دا پـټ رازونه به هــــم، نــــــه یـــــادوې
هیواد یې ځانته کــړ، د مرســــتې په پلمــــه راغلــــي
د ښکیلاکګرو، هیـوادونــــه بــــه هــــم نــــه یــــادوې
په پټو زېرمو، معدنــونــــو، اوس جګــــــړه ده دلتــــه
دا پټې زېرمـــې، معـــدنـــونه بـــه هــــم نـــه یـــادوې
پیغمبـران او امتیــــان یــــې، واړه خــــدای ته پرېږده
پر دوی راغلــي، کـــــتابــــونـه بـــه هــــم نه یــــادوې
د افغـــانانـــو بـــه، نصیــــب کـــــې اختــــرونه نه وي
خوشحالې ورځـــې، اختـــرونـــه به هــــم نه یـــادوې
د افغانانو ســـره مرستــــې؛ شــــر، فســـاد، وخــــوړې
خارج کې جمع ډالر، بانکــــونه بــــه هـــم نــــه یادوې
د شر، فساد، مشرانو خرڅ یــو؛ په پـــردیــــو بانــــدې
د تور پنجاب جوړ، تــور بانـــډدونه به هــــم نه یادوې
پــردو روزلـــي مفســدین، رابانــــدې وتپـــــل شــــول
اوس واک پردی دی، خپل واکونه به هــــم نه یـــادوې
د پنجابیانــو نوکــــران، ټــــول واکــــداران دي دلتـــه
د تور پنجاب، تور تــور لاســـونه به هــــم نه یـــادوې
تور پنحابیان، د شرق او غرب سره، په ګېـم لګـــیا دي
د پنجابیانو، تــور ګېمــــونه بــــه هــــم نــــه یـــادوې
د ډیورنډ پر کرښــــه، نــــوی جــــوړ جـــاړی روان دی
ددې نظــــام، خــــیانتــــونه بـــه هــــم، نــــه یـــادوې
پر لاډرانو، تـور پنجــــاب، ډېــــره خــــواري کـــړي ده
د هېــڅ لاډر، جنــــایتـــونه بــــه هــــم نــــه یــــادوې
د تور پنجاب نه، تور غویان او تور تور خــرونه راغلل
دا تور غویـان او تـور تـور خـــرونه به هــم، نه یادوې
په تور پنجاب کې، پاتې سپي، پشـې هـم، واړه راځـي
د آی.اېس.آی. پټ پلانـــــونه بـــه هــــم نــــه یـــادوې
پـردۍ لښــــکرې، مجـــــاهــــدو، شعـــوري راوستــــې
د دوی لښکرې او پوځــــونه بـــه هــــم نــــه یــــادوې
د تور جهاد، تور تنظیمونه، تور پنجاب کــې جــوړ دي
د تور جهاد، تــور تنظیـــمونه بـــه هــــم نـــه یـــادوې
چپي ګوندونو هـم، له چیـــن او روس اوبـــه څښلـــې
چپـي ملحــد، ګـــمراه ګــــوندونه به هــــم نه یـــادوې
له دې هیــواده، لابراتـــوار د آمریــــکا جــــوړ شــــوی
د شپې بریدونه، شبخــونونه بـــه هــــم نـــه یــــادوې
افغــانستــــان کــــې، ډول ډول اسلحــــې آزمــــایـــي
عصـري جـــازونه، مــــور بمــــونه به هـــم نه یـــادوې
ځکه راځــي، ناڅــــاپه بــرید کــــوي، کــــورونو باندې
خــلـــک ویده، د شپـې بریـــدونه به هـــم نه یـــادوې
رښتیا به وایي، د رښتیـاوو وخت تېر شــوی دی اوس
د خپل آمـــر، ښــــکاره عیبــــونه به هــــم نه یـــادوې
بس کړه”معلمه”! بوډا شـوی یـــې، اوس نه پوهــــېږې
د خپلواکۍ، خپـــلواک خــــوبونــــه به هـــم نه یادوې
تشکر!
