وروستي پرلیکه شوي

د جهاد او کفر فتوا څوګ ورکولائ شي؟

د جهاد او کفر فتوا څوګ ورکولائ شي؟

د مصر د الازهر پوهنتون ستر مفتي ويلي چې د جهاد فتوا دولت او د کفر فتوا يواځې محکمې ورکولى شي.

د مصر د الازهر پوهنتون ستر مفتي په دې فتوا کې راغلي وو چې د جهاد فتوا يواځې دولتونه ورکولى شي، اشخاص او ډلې د دې فتوا ورکولو حق نه لري. ډاکتر ابراهيم ويلي چې په اسلام کې سخت دريځي، ترهګري او مسلمان ته د کافر ويلو په اړه سخت ممانعت راغلى دى.هغه زياته کړه چې داعش له اسلام څخه لرې او ناخبره ډله ده او د ځوانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي.

د مصر د الازهر پوهنتون دغه ستر مفتي ويلي: “يواځې تکړه ديني عالمان د اسلامي احکامو په اړه د فتوا ورکولو واک لري، هغه علماء چې څو کتابونه يې لوستى وي، دا حق نه لري.”

ډاکټر ابراهيم وايي، د هغو وسله والو او ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه په کار ده چې مشرتابه يې دولتونه نه مني.

کاپي ( پژواک د وري ۲ کال ۹۷)

په درنښت: