وروستي پرلیکه شوي

دعامه پوهاوی څه ته وایی

په هالنډ کې دغرغښت ټولنې اودهغې کلتوری
بنسټ دعامه پوهاوي ترعنوان لاندې یو سمینار ترتیب کړیدۍ او زه اړینه بولم چه ددې سمینار دموضوع په هکله یو څه معلومات تاسو سره شریک کړم چه عامه پوهاوۍ یعنې څه؟
عامه پوهاوي څه ته وایی؟
عامه پوهاوي ، یعنی خلکو ته دخبرتیا ورکول. دا یو منظم شوی عمل دۍ چی د عامه پوهاوي په بنسټ همغږي کیږي. یا عامه پوهاوي د زده کړو د فعالیتونو یو ډول دی چی خلک مدني او ټولنیزو موخو ته رسوي. داسی دلته ویلای شو چی عامه پوهاوي د یو ډول اړیکو جوړول او مدني پوهاوي ورکول دي. د عامه پوهاوي په هر پروګرام کې ، د عامه پوهاوي د برخې ښوونکي، اطلاعات او پوهاوي په مختلفو ډولونو سره خلکو ته وړاندې کوي. کیدای شی د عامه پوهاوي د پروګرام د پاره موضوعات مختلف واوسی. د ساري په توګه ننۍ دعامه پوهاوۍ سمینار چه په هالنډ کې دغرغښت ټولنې له خوا ترتیب شوی دۍ په اروپا میشته افغانانوته پوهاوی ورکوی چی څنګه افغانی ارزښتونه وساتو اوڅنګه په اروپاکې خپل ژوند وټاکواوڅنګه کولای شو چه داروپایی قوانینو په چوګاټ کې خپل راتلونکۍتنظیم کړۍ. اودغه دعامه پوهاوی سمینار تاسو اروپا میشتو افغانانوته داپوهاوۍ درکوی چه د هیواد په سیاسی او ټولنیزو بهیرونو کې په مسوولیت سره ګډون وکړي. په همدې ډول نور موضوعات لکه دیوه ازادتفکر لید لوري خلاقیت خیالی اوبی بنسټو افکار ته دوخت اوزمان دغوښتنومطابق ځواب پیداکول مدرنې تکنالوژۍ سره ځان عیارول اوداسې نور ددې سمینار دعامه پوهاوی موضوګانې ګڼل کیږی.
. پدې ټولو موضوعاتو بخث کول عامه پوهاوي دۍ.
. دغه دعامه پوهاوی پر وګرامونه معمولا په دسمینارونو اویاهم کنفرانسونوله لارې تنظیم کیږی ددې لپاره چه ښه عامه پوهاوۍ وشی باید ښه ویناکونکی غوره شی. ویناکونکی باید دویناکولو میتودونه په پام کې ونیسی.
مهمه ده چه دعامه پوهاوي له پاره غونډې په یو کاري چوکاټ کې سره همغږي کړی شی اوویناکوونکي دوینا مشخص معیارونه په نظر کې ونیسي.

وینا کول څه ته وایی او څنګه باید تر سره شي؟
دعامه پوهاوی په غونډو کې دګډونکونکو ترکیب ډیر مهم دۍ لدې امله باید زیار وایستل شی چه دعامه پوهاوی په غونډوکې دخلکو دمختلفو کتګوریو څخه خلک راوبلل شی.
دعامه پوهاوی په غونډو کې دویناوالو په انتخاب کې هم ډیر دقت وشی.
وینا کول ، د یوې موضوع بیان او توضیح دی چی وینا کونکی یی په پوهه او ژوره تیاری سره ، د ګډونوالو د مختلفو کتیګوریو په نظر کې نیولو سره تر سره کوي. ویناوال باید د هغې موضوع په هکله چی وینا کوي باید پوهاوی او پوره تیاري ولري. ویناوال باید پام وکړي چی یو شمیر خلک راغلی دی تر څو دده خبرو ته غوږ ونیسی او یو څه زده کړي.
وینا کوونکۍ باید په مسولیت وینا وکړی. تر څو ګډون کونکی دده دوینا څخه ګټه پورته کړی .کنه دویناکونکی شخصیت ته ډېر زیان ډیر رسیږی .
وینا کول ، که څه هم د اطلاعاتو او پوهاوي په لیږد کې د زده کړو نورو لارو په شان خپله اغیزمنتیا لري خو د ځینو نورو لارو د ډولونو په نسبت یی اغیزمنتیا کمه ده. خو بیا هم په ټوله نړی کې اوس هم ددی میتود څخه په ډیره اندازه کار اخیستل کیږی. ویناوال باید پام وکړي چی دده وینا کول کوم تشریفاتی کار نه دی ، بلکې یوه زده کړه ده.
ویناوال باید په بشپړه پوهه او مسوولیت سره د وینا کولو د پاره راشي. ورین تندی ولری او صمیمی واوسی تر څو ګډون کونکی وکولی شی په ذهنی او عاطفی توګه د ده سره اړیکی پیدا کړي او دده خبرو ته ډیره پاملرنه وکړي. د ویناوال ژبه او غږ په خپله ډیر اهمیت لري. ویناوال باید ترهغه چی کولی شی باید په هغه ژبه خبرې وکړي چې د ګډون کونکو د پاره د پام او پوهې وړ واوسي. د تمثیل ، لنډو نکلونو ، متلونو څخه د ویناکولو په ترځ کی د کار په اخیستلو سره کولی شی ګډون کونکو ته ستاسو د پیام په رسولو کې ډیر ګټور واوسي.
ویناوال باید د خپل غږ د لوړوالی او ټیټوالی د پاره پام وکړي ! یعنی نه دومره لوړې خبرې وکړی چی د ګډون والو د ستړیا سبب شی اویا نه دومره ټیټې خبرې وکړي چی ګډونوال دده د وینا په وړاندې بې پامه پاتې شي.
په درنښت نور قاسم