وروستي پرلیکه شوي

په هالنډ کی د افغان جرګی خبرتیا

بسم الله ارحمن الرحيم

په هالنډ کي افغان جرګه

د ۲۰۱۶ زيږديز کال د می مياشتي د پښتو ژبي د نړيوالي ورځي د لمانځي د غونډي د پرېکړي پر بنسټ په هالند کي افغان کلتوري او فرهنګي ټولني چي خپلي ټاکلي موخي او تشکيلات لري، و پتيله چي په اروپاکي دي دافغانستان دملي ګټو د ساتلو او د افغان کلتور اودود دساتلو اوهغه ته د ودي، پياوړتيا ورکولوپه خاصه توګه مورنۍ ژبو ته د ودي په موخه يو ګډ بنسټ جوړ او هغه دي په هالنډ کي د افغان جرګې په نوم ونومول شي .

په هالنډ کي افغان جرګه يو مستقل او دسياست څخه فارغ سازمان دی او خپل ټول کړه وړه د هالنډ د شاهي دولت د قوانينو په چوکاټ کي تنظيميوي .

په هالنډ کي دافغان جرګې په راس کي د انسجام ( يا کاري ) کميټه لري . دا کميټه د دريو نه تر پنځو کسانو پوري غړي لري .

دافغان جرګې د انسجام کميټه دافغان جرګې په عمومي غونډه کي چي د افغان جرګې با صلاحيته ارګان دی، ددوو کلنو دپاره د رڼو او شفافو رايو دلاري ټاکل کېږي . البته د رايو اندازه ۵۰ سلنه + يوه رايه د فورمول د مخي ترسره کېږي .

د انسجام ( کاري ) کميټې فعاليت د دموکراسۍ پر اصولو ( ډله ايزي مشرتابه او فردي مسؤليت ) باندي ولاړ دی .

عمومي غونډه د انسجام ( کاري ) کميتې د درو غړو په موافقه راغوښتل کېږي .

د انسجام ( کاري ) کميټې جوړښت :

۱ – مشر

۲ – مرستيال

۳ – منشي

۴ – د خارجي او کلتوري اړيکو مسؤل

۵ – مالي مسؤل

په هالنډ کي دافغان جرګې دندي او اهداف

لمړۍ ماده : افغان جرګه په خپلو کړو وړو کی د اسلام مقدس دين ټولو ارشادات مراعت کوي او هغو ته جدي درناوی لري .

دوهمه ماده : دملي دوديزو اوتاريخي ورځو لمانځل .

دريمه ماده : دمورنۍ ژبي دزده کړي په موخه دماشومانو دپاره د ژبي د زده کړي د کورسونو جوړول .

څلورمه ماده : خپلي مورنۍ ژبي د لا ودي په موخه د کتابونو دليکلو او ژباړلو د پاره د ليکوالان او ژباړونکو د کميسيون جوړول .

پنځمه ماده : په هالنډ کي دافغان ميشتو او مهاجرو د ستونزو د ليري کولو په موخه د هالنډي مقاماتو او دافغانستان د سياسي نماينده ګۍ سره اړيکه جوړول .

شپږمه ماده : د افراطيت، ترهګرۍ، سخت درځۍ اوتروريزم پر ضد مبارزه کول .

اوومه ماده : په هالنډ او نورو اروپايي هيوادونو کي د افغان کلتوري او فرهنګي ټولنو، ملي او مدني فعالينو او شخصيتونو راټولول او د هغوی کړوړو ته سمت ورکول .

اتمه ماده : په ګران وطن افغانستان کي د حالاتو سره سم د غبرګون ښوول .

نهمه ماده : د افغان جنګ ځپلي ولس، په ځانګړي توګه د پښتنو سيمو ته د هالنډي شرکتونو او موسسو د مادي مرستو راټولول او هغوی ته لېږل .

لسمه ماده : د لوی افغان ( لر او بر پښتون ) د حرکتونو او خوځښتونو د پاره د معنوي مرستو را جلبول .

د افغان ن جرګې مالي بنسټ يا پانګه

د افغان جرګې مالي بنسټ د لاندي سرچينو ( مدارکو ) څخه جوړېږي :

۱- د ټولنو د مادي ونډو څخه .

۲ – د ملي سوداګرو او لوړ عايد لرونکو غړو د ونډي څخه .

۳ – د هالنډ دولت د مالي مرستو ( سبسايډيو ) څخه .

د غړيتوب شرطونه

په هالنډ کي افغان جرګه د غرغښت ټولني، افغان کلتوري ټولني، لوی ننګرهار ټولني، داريانا سوداګريز شرکت، ملي شخصيتونو او مدني فعالانو څخه په داوطلبانه ډول جوړه سوېده .

په هالنډ کي نوري کلتوري او فرهنګي ټولني، ملي شخصيتونه، مدني فعالان په داوطلبانه ډول د جرګې د اصولو د منلو په صورت کي په داوطلبانه ډول د هالنډ جرګې غړيتوب حاصلولی شي .

پای

vergadering op zaterdag 20 september om 11 uur
adres: Extrapad 8 2317 KL Leiden
Navigatie : Uilenhrst 50 2317 KL Leiden