په روسيې دورونژ ښار په دولتي پوهنتون کې د غني خان مجسمه کېښودل شوه
په روسيې دورونژ ښار په دولتي پوهنتون کې د غني خان مجسمه کېښودل شوه
——————————————————
ستا په جنت باندې میین دي نه په تا خدایه
دلته خو هر چا دغرض په نیت سجده کړې ده
نن د نویمبر د میاشتې پر اوومه نېټه د روسيې د ورونيژ د ښار د ژورنالیزم پوهنځي په دویم پوړ کې د پښتو ژبې د فیلسوف او دشاعر غني خان له جوړې شوې مجسمې نه پرده پورته شوه.
دا لومړی ځل و چې په روسیه کې د یوه پوهنتون په کچه د پښتو ژبې د دې پېژندل شوي شاعر یادونه او درناوی کېږي.
په دې غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د ورونیژ د ښار د دولتي پوهنتون مرستیالان، د علمي او فرهنګي شورا مسوولینو، د ژورنالیزم د پوهنځي استادانو او زده کوونکو او ګڼو نورو کسانو ګډون درلود.
تر خبرو وروسته اسفندیار ولي خان او د ورونیژ د ښار د پښتون فرهنګ د مرکز رییس نوید خان د غني خان له مجسمي نه پرده پورته کړه .
ښاغلي اسفندیار ولي خان په خپلو خبرو کې د غنې د شعر او اند او فلسفې په اړه لنډه تبصره وکړه، او هغه یې نړیوال شاعر وباله.
اسفندیار ولي خان وویل، غني خان یو نړیوال شاعر دی
دغني خان د مجسمې د پرانیستلو په مراسمو کې د ورونیژ د ولایت استازي هم وینا وکړه او په دې خبره یې خوښي څرګنده کړه چې نن یې په ښار کې د پښتو ژبې دې لوی شاعر مجسمه اېښودل کېږي.
ده همدارنګه وویل چې ورونیژ هیله لري چې د پښتونخوا سره خپله محلي اړيکې ولري.
یاده دې وي چې تېره ورځ (سې شنبه نومبر شپږمه) د همدې ورونیژ ښار پوهنتون کې د باچا خان او عدم تشدد کنفرانس جوړ شو.
دغه علمي کنفرانس ته چې ”د باچا خان عدم تشدد فلسفه او د پښتنو نن سبا ” نوم ورکړل شوی و، د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم بلل شوی و.
غونډه د ورنيژ دولتي پوهنتون مشر په خپله وینا پرانیستله. غونډې ته وینا کې اسفندیار ولي خان وویل:
”نېلسن منډېلا سره مې لیدنه کې هغه ته وویل، چې د باچا خان لمسي یم، نو ویې ویل، زندان کې مې د باچا خان فلسفه لوسته، هغه مې د مبارزې د لارې استاد دی. ما ورته وویل چې موږ پښتانه افغانان یو او د هغه د لارې پېروان. ”
ليکنه :ښاغلی استاذ جانس خان (زړن)
