مسکا حسن زی خوستی پیغله
مسکا حسنزی
مسکا حسن زی ویاړلی پښتنه خوستی پیغله !
هغه د پنځو کالو وه چه مجبوره شوه د کورنی سره یو ځای هیواد پریږدی ، د خدای پاک کارونه دی هغی ته د ماشومتوبه داسی تکلیف پیدا شوی ؤ چه د لسو مترو زیاته په خپلو پښو نه شوه ګرځیدلی نو ځکه یی ورته پایی لرونکی چوکی جوړه کړه .
کله چه هالنډ ته راغله اول یی په میتایل ښونځی کی شامیله کړه .
متایل ښونځی د هغه ماشومانو دپاره وی چه معلول جسمی او روانی نیمګرتیاوی لری .
څرنګه چه مسکا حسنزی ښه استعداد درلوده نو ځکه یی له د ښونځی نورمال ښونځی ته واستوله .کله چه نورما ښونځی ته لاړه او غوښتل یی چه فارمسیسته شی خو هیچا هم داسی فکر هم نه شو کولی چه په پایه داره چوکی کی د دا کار وکړای شی .
مسکاجانی راته وویل : دهغوی کوشش دا ؤ چه زه منځنی او فنی زده کړه وکړم او دی ته یی تیارولم چه یو فن زده کړم . اوس هم بعضی خلک تعجب کوی چه زه ورته ووایم چه فارمسیته یم ځکه خلک فکر کوی چه یوه معلوله جنی څنګه داسی کار کولی شی .
خلک فکر کوی چه زما سویه به ټیټه وی ځکه زه په پایی لرونکی چوکی کی ګرځم .
زه په د باور یم چه ژوند چه څنګه دی همداسی باید کوشش وکړو ،
هیڅوک د هیچا څخه زیات نه دی :
مسکا په ماشومتوب کی د ملا سخت عملیات کړی وه او دپښو او ګرځیدو سره مشکل لری خو صحت یی ښه دی دردونه نه لری .
بلی مسکا د دی په عوض چه منځنی زده کړی وکړی په خپل استعداد یی خلک حیران کړل هره ورځ یی درس ته حاضری ورکړه په هغه باسکل ډوله چوکی کی یی ټول امتحانونه ورکړل او پوهنتون ته بریالی شوه .
پنځویشت کلنی مسکا د پوهنتون دیپلوم واخیست او په درملتون کی یی کار شروع کړ . خپل کور لری .
د هغی په باره کی چه هر څومره ولیکم بیا هم کم دی زه لیکوال نه یم کنه دهغی دژوند په باره کی باید کتابونه ولیکل شی .هغه دوطالب کارونه کوی دافغانستان دخلکو سره یی ډیر کومکونه کړی دی اوس هم د ننګ ټولنی مشره ده چه د دوی په ناوښت امستردام کی دپښتو ژبی کورس هم جوړ شو .
بلی په هالنډی ورځپانو او تلویزیون کی یی په ارتباط دیر مضامین لیکلی شوی او نشر شوی دی .
مسکا دژوند دهری لحظی څخه خوند اخلی په همدی پایه لرونکی چوکی خارج ته سفرونه هم کوی .
وایی اکثره وخت په هوایی ډګرونو کی خلک راسره کومک کوی چه نه وی زه او بیا د پایه لرونکی چوکی سره خپل بکسه هم کشوم .
بلی هغه وخت می چه د هغی سره خبری کولی هر وخت یی خوله د خندا ډکه وی او دخدای ورکړی استعداد یی د ورایا ښکاری . هغه د موټر لیسنز هم لری او خپله موټر هم چلولی شی او خپله پایه لرونکی چوکی هم ورسره ګرځوی
همدا اوس کار هم کوی د هالنډ په بل لوی پوهنتون کی شامیله شوه البته په سلو نفرو کی مسکا ته دا امتیاز ور په برخه شو چه دکتورا واخلی .
په نږدی راتلونکی کی به یی په ارتباط ډیر نور معلومات هم شریک کړم . پښتانی پیغلی د چا کمی نه دی .
نجیب
