په افغانستان باندي د شوروي یرغل ۳۹ کالیزه !
شورویانو ولي په افغانستان باندي یرغل وکړ؟
لومړۍ برخه
د ثور انقلاب چي د یوه تحمیل شوي انقلابي پاڅون له لارې سر ته ورسېده دا یو ملي حرکت وو چي د دموکراتیکو بدلونونو منځ ته راوستلو ته يې زمینه برابره کړه او د گران هېواد په تاریخ کي یې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کي له ټولو ستونزو او جگړو سره سره داسي بدلونونه منځ ته راووستل چي تېر فیوډالي او نیمه فیوډالي اړیکي یې له منځه یووړل او هڅه وشوه چي د دې پېړۍ د پرمختگونو په پام کی نیولو سره نوی سیاسی، اقتصادي او ټولنیز نظام د هېواد د پراخو پرگنو له ګټو سره سم او د هغوی په گډون را منځ ته کړي. د دې انقلابي پاڅون له بریالیتوب څخه وروسته نورمحمد تره کي په خپلو څرګندونو کي په ډاگه کړه چي: «کله چي د ثور انقلاب بریالیتوب ته ورسیده نو مسکو او واشینګټن ګوتې په غاښ ورته ونیولې (یعنی هک پک شول)»، او په بل ځای کې یې ویلي دي چې: «د ثور په انقلاب باندي نه یو کپیک او نه هم يو سنټ مصرف شوی دی». برسېره پر دې د تره کي له ویناګانو او مطبوعاتي کنفرانسونو څخه مسکو ته دا څرګنده شوه چي نور محمد تره کي یو مستقل سیاسي شخصیت دی او ژور ملي احساسات لري او د هغوی مشورو ته ممکن هیڅ غوږ ونه نیسي.همدا سبب وو چي شورویان په دي لټه کي شول چي هغه د قدرت له ګدۍ څخه وغورزوي او پر ځای يې داسي څوک راولي چي د دوۍ مشورو ته سم غوږ ونیسي او د هغې سناریو له مخې چي د دې کار لپاره ټاکل شوي وه، هغه د ګوند د ننه د مخالفتونو را پارول وو .دغبر ګولي په میاشت کي پرچمیانو د کارمل په مشري په پغمان کي د خپل فرکسیون پلینوم دایر کړ او تر نظامي عملیاتو پوري اقدامات يې تصویب کړه. په دې ترتیب سره امین ته کا في اسناد او شواهد په لاس ور غلل او نور محمد تره کي ته يې قناعت ورکړ چي د پرچم د ډلې یو شمېر کسان د کارمل په شمول په بهرنیو هېوادونو کې د سفیرانو په توګه وگماري او کارمل په پراګ کې د سفیر په توګه وګمارل شو او د خپلې دندې د اشغال لپاره د مسکو له لارې پراګ ته ولاړ. په مسکو کي يې له ځینو شوروي مسئولینو سره یو لړ لیدنې او کتنې وکړي چي په دې لیدنو او کتنو کې داسې طرحه را منځ ته کیږي چي څه باید وشي چي کارمل د لومړي شخص په توګه د نور محمد تره کي په ځای د ځواک په ګدۍ کښېني. کارمل په دی هکله ټینګار کوي چې: «تر څو چي تره کی ژوندې وي زه دا امکان نه لرم چي د لومړي شخص په توګه کار وکړم». هغه و چي په شوروي اتحاد کې د نور محمد تره کي د راپرزولو لپاره داسي پلان جوړیږي چي د خلکیانو تر منځ په خاصه توګه د تره کي او امین تر منځ مخالفت واچول شي تر څو هغه نه ماتیدونکی ځواک چي د دوی په یووالي کې پیاوړی وو، کمزوری کړي. له پلان سره سم به لومړی د امین په واسطه نور محمد تره کی له قدرت څخه غورزوي او ور پسې به امین په اسانه توګه دوی پخپله له منځه وړي. د هغې سناریو له مخې چي د دې کار لپاره ټاکل شوي وه، هغه د ګوند د ننه د مخالفتونو را پارول وو. دغبر ګولي په میاشت کي پرچمیانو د کارمل په مشري په پغمان د خپل فرکسیون پلینوم دایر کړ او تر نظامي عملیاتو پوري اقدامات يې تصویب کړه. په دې ترتیب سره امین ته کا في اسناد او شواهد په لاس ور غلل او نور محمد تره کي ته يې قناعت ورکړ چي د پرچم د ډلې یو شمېر کسان د کارمل په شمول په بهرنیو هېوادونو کې د سفیرانو په توګه وگماري او کارمل په پراګ کې د سفیر په توګه وګمارل شو او د خپلې دندې د اشغال لپاره د مسکو له لارې پراګ ته ولاړ. د شوروي اتحاد له ځینو مسئولینو سره یو لړ لیدنې او کتنې کوي چي په دې لیدنو او کتنو کې داسې طرحه را منځ ته کیږي چي څه باید وشي چي کارمل د لومړي شخص په توګه د نور محمد تره کي په ځای د ځواک په ګدۍ کښېني. کارمل په دی هکله ټینګار کوي چې: «تر څو چي تره کی ژوندې وي زه دا امکان نه لرم چي د لومړي شخص په توګه کار وکړم». هغه و چي په شوروي اتحاد کې د نور محمد تره کي د راپرزولو لپاره داسي پلان جوړیږي چي د خلکیانو تر منځ په خاصه توګه د تره کي او امین تر منځ مخالفت واچول شي تر څو هغه نه ماتیدونکی ځواک چي د دوی په یووالي کې پیاوړی وو، کمزوری کړي. له پلان سره سم به لومړی د امین په واسطه نور محمد تره کی له قدرت څخه غورزوي او ور پسې به امین په اسانه توګه دوی پخپله له منځه وړي.
له پورتنۍ سناریو سره سم د شورویانو په مرسته د تره کي او امین تر منځ په غیر مرئی توګه مخالفتونه را وټوکېدل او د ګوند دننه یې یو د بل پر ضد ناوړه تبلیغات پیل کړل او د مخالفت داسي لمبې یې تر منځ بلې شوې چي دواړو خپل ژوند له لاسه پکې ورکړ. په داسې حال کې چي دا تضادونه او مخالفتونه خپل وروستي پړاو ته رسېدلي وو. نور محمد تره کی له هاوانا څخه د راتګ په وخت کې په مسکو کي تم شو او د شوروي اتحاد د عالي شورا د رئیسه هیئت له صدر برېژنیف سره یې دوه په دوه وکتل. په دې کتنه کي برېژنیف تره کي ته وایي چي امین غواړي ستا پر ضد توطیه وکړي. په عین حال کي امین ته د مشاورینو له لارې خبر ورکوي چي نور محمد تره کی غواړي ستا پر ځای کارمل وگماري. د شورویانو په مرسته د دوی تر منځ تضادونو ته په پراخه توګه لمن ووهله شوه. تر دی بریده دې تضادونو وده وکړه چي نه پخلا کیدونکې بڼه یې غوره کړه. په نتیجه کي امین نور محمد تره کی د ټولواسلامي، افغاني او بشري نورمونو خلاف په ډیره بې رحمانه توګه وواژه چي په حقیقت کي دا د ثور د انقلاب د ناکامي پیلامه وه یاني د نورمحمد تره کي وژنه د ثور د انقلاب ناکامول دي.
په افغانستان باندي د شوروي یرغل ۳۹ کالیزه
دوهمه برخه
شورویان څه ډول افغانستان ته داخل شول
امین په داسۍ حال کي د قدرت واګې په لاس کي واخستلې چي له یوې خوا د نور محمد تره کي له معنوي اوتوریتې، چي په ګوند او خلکو کې یې لرله، بې برخې شو او له بلې خوا د ثور د ۷ نېټې د پاڅون وتلي افسران چي په وسله وال پوځ کې یې ښه ملاتړ درلود، په مخالفت کي ودرېدل. په نتیجه کې په ګوندي لیکو او وسله وال پوځ کې چي د دې پاڅون د ساتونکو د ملا تیر یې جوړاوه، د امین په وړاندي ډېر سخت نفرت را وپاريده او نوموړی تر سخت فشار لاندي وو او ځان یې تجرید شوی احساساوه او په هیچا حتی افغاني اشپزانو یې هم اعتماد نه درلود. شورویانو چي د خپلې سناریو لومړی پړاو يې پای ته ورساوه یاني تره کی يې د امین په لاس وواژه نو بیا يې دا درک کړه چي نور د امین د راپرزولو وخت را رسېدلی دی. اقبال وزیري په ( د ثور پاڅون، د کي ګي بي دسیسې، شوروي یرغل ) کتاب کي لیکي: « شورویانو امین ته وړاندیز وکړ چي شوروي اتحاد حاضر دی چي د ثور د انقلاب د ساتلو لپاره ستاسي مرستې ته نظامي ځواکونه در واستوي. امین د شورویانو له دې پېشنهاد سره موافقه کوي او په لومړي سر کي ځیني غواړي چي یو کنډک شوروي سرتېري د دوی د امنیت لپاره افغانستان ته را واستوي. شورویان د مسلمان کنډک په نامه یو کنډک او د هغه په څنگ کي د کې. گې. بې د کوماندویانو د زینت په نامه قطعه هم د همدې کنډک تر نامه لاندي کابل ته استوي او په کابل کي یې په شوروي سفارت کي ځای پر ځای کوي. برسېره پر دې کې. گې. بې په کابل کي خپل نماینده ته هدایت ورکوي چي امین ته خبر ورکړی چي کې. گې. بې اطلاع اخستې ده چي د پاکستان وسله وال پوځ غواړي په نورستان باندي یرغل وکړي او ور پسې به د دغه پلان له مخې مذهبي تنظیمونه هلته خپل موقتي حکومت اعلان کړي. نو د دې کار د مخنیوي لپاره باید افغان حکومت اومه او اتمه فرقې ننگرهار او د نهرین فرقه بدخشان ته واستوي او په نورستان کي تصفیوي عملیات وکړي. شوروي اتحاد چمتو دی چي د دې تشي د ډکولو لپاره چي د کابل څخه د پوځونو د لېږلو په نتیجه کي منځ ته راځي، په موقتي ډول د شوروي ځواکونو دری کنډکه کابل او بغلان ته واستوي. امین له دې سره موافقه کوې. امین په دې هکله د ۱۳۵۸ کال د جدي په ۵ نېټه د سیاسي بېرو غړو ته داسي وویل چي نور د ثور انقلاب تضمین دی او اوس زه او ملګری ګرومیکو په دې باندي فکر کوو چي د شوروي اتحاد د قطعاتو راتګ څه ډول نړیوالو ته اعلان کړو. » (۱۵- ۳۵ مخونه ). په ۱۳۵۸ کال کي په مسکو کي زما د دندې د پای ته رسېدو څخه وروسته ما د جدې په ۵ نيټه د مازدیګر په ۴ بجو له امین سره ملاقات درلود. هغه ما ته وویل: « نور د ثورانقلاب تضمین دی همدا اوس می قطعاتو ته امر وکړ چي شوروي دوستانو ته ځای ورکړي.»
خو شورویانو د دې دریو کنډکونو پر ځای دری فرقې د ځمکې او هوا له لارې د خواجه رواش او بگرام هوايي ډگرونواونهرین ته استوي او د ۱۲۰ زرو پاتي قطعات او جزوتامونه یې د حیرتان او تور غونډۍ له لاري پلي کړه چي د مزارشریف، هرات، شینډنډ او کندهار هوايي ډگرونو او د هېواد په نورو سترتېژیکو ځایونو کي ځای پر ځای کړل. په دې ترتیب سره د شوریانو له پخواني پلان سره سم د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په ۶ نېټه مسلمان کنډک او د کې. گې. بې د زینت قطعې د امین په ماڼۍ یرغل وکړ چي په نتیجه کي یې د امین حکومت نسکو ر او کارمل یې د قدرت په ګدۍ کښېناوه چي په دې ترتیب سره د ثور د انقلاب دوهم پړاو چي « نوی او تکاملي پړاو» ونومول شو، پیل شو.
نور بیا
رازمحمد پکتین
