خوست !
خوست !
ملګرو انتقاد کول ډیر ساده وی . خو کار کول بیا تکلیف غواړی . زه خو انتقاد ځکه نه کوم چه کار نه شم کولی .
تصادفآ چه کله زه د نړی کوم ښار ته ځم بیا ګوګل کی د هغه ښار په باره کی معلومات هم ګورم .د نړی د هر یو ښار په باره کی دومره زیات معلومات لیکل شوی وی چه په لوستلو یی ستړی شم ،
دخوست داوسنی ښار نقشه د فیض محمدخان چه د خوست حاکم وه په ۱۳۳۰هجری شمسی کی جوړه او د متون قوم د میلو او ساغتیریو په ځای کی د متون بابا د غونډی لاندی جوړ او ترتیب شو .
متون بابا نظامی کلا د خوست ښار ته ښکلا ورکړی ده .
او غوندی د ښایسته ونو ډکه ده
همدا شانه دخوست ښار جنوب خواته لویه او کوچنی تحته بیکه چه د غونډیو په سر جوړی شوی نظامی کلاوی دی چه تاریخی ارزښت لری . باید دولت او خلک ورته توجه وکړی هلته شنه ناجوګان ولاړ دی چه اوسنی حکومت یی مراقیبت نه کوی د غونډیو دخوست ښکلاته یو نوی رنګ ورکړی دی .
که دخوست تاریخ ته لږ متوجه شو خوست زوړ او پخوانی تاریخ لری خوست یو وخت د کابل دپاچاهانو ځای وه .
علامه عبدالشکور رشاد بابا وایی :
دخوست په جنوب او د ګربزو په جنوب کی للژه واقع ده دا سیمه د تڼیو په نوم هم یادیږی او دهغه ځایه چه مخ په جنوب لاړشی ژوره راځی .
للژه اوس هم په همدی نوم یادیږی او تاسی ته به دا نه وی معلومه چه للژه یا للشه د یوه لوی پاچا نوم دی چه دکابل د شاهانو د دوهمی کورنی مواسس بلل کیږی .
او کله کله د برهمنانو په نوم یادیږی .د دی مواسس للشه ؤ للشه ۸۶۰عیسوی کال پاچاهی کوله چه د کابل د اطرافو او لویه پکتیا یی په حدودو کی راتلل ، په ۸۶۰ عیسوی یا ۲۴۶هجری قمری سره برابره ده
دغه کورنی د غزنویانوتر دوری پوری پاچاهی کوله او د لوی پکتیا اکثره سیمی یی په لاس کی وی .
کله چه دوی دلته قدرت دلاسه ورکړ او بیا پکتیا ته لاړل او حاکمان او امیران شول .
که څه هم پایتخت یی ویهند ته نقل کړ او هغه ته مونږ په پښتو کی ویهنډ وایو د اباسیند په غاړه پروت دی .
خوست کی د ویسار په نوم تاریخی غونډی شته چه ډیر پخوانی اثار پکی پیدا شوی خو اکثریت یی د منځه تللی دی خو که اوس هم کار پری وشی بی نتجی به نه وی .
ګاګر بابا او د بت خونه کلی هم په تاریخی ځایونو کی راتلای شی چه پخوانی تاریخ ځای دی .د ګاګر بابا زیارت یو تاریخی زیارت دی چه خلک او دولت باید ورته توجه وکړی .
کیکارک بابا هم یو تاریخی ځای دی چه دمتون قوم مدخیل یی خپل نیکه بولی د دیر لوړ غره په سر جوړ شوی دی له د ځایه ټول خوست داسی ښکاری ته به وایی چه خوست د لیدو لپاره جوړ شوی دی او په شنو زیتون یا خونو ډک دی خلک د نوی کال دپاره هم ورځی .
لاندی تری دبادو دزیارت په نوم د یوه چا ډیر اوږد قبر پروت دی چه دصحرا باد سره یی څنډه لګیدلی ده دا هم یو تاریخی ځای دی پخوا دا منطقه ټوله په ونو او مزرو ډکه وه …
دلوی احمدشاه بابا په وخت کی د ګودی خار (ګوډه خاره) په نوم یوه ګمبازه جوړه شوی ده چه ده هم ډیر تاریخی ځای دی پخوا دخوست ښار د شینکی کلی په غونډی کی جوړ شوی وه چه ډیر اثار هلته پیدا شوی دی چه دښاری ژوند نښی نښانی پکی مو جودی دی .
وروسته د خوست ښاری زوړ بازارچه د کاروان سرای سره نږدی موقعیت لری جوړ شوی دی په کاروان سرای کی تر اوسه هم هغه پخوانی جامعی جومات چه اوس یی نوی جوړ کړی دی پروت دی .
د زوړ بازار ټول ادری مرکز د ملکونډی کلی څخه اداره کیده زوړ بازار او پخوانی هوایی میدان ته اوس هم زوړ بازار وایی .
خدایی ژرانده : کله چه د منطقی ته انګریزان راغلی دی د توری غار په څنګ د غونډی په سر یی یو ژرنده جوړه کړی وه چه بادی ژرنده وه او خلکو ته یی تبلیغ کړی وه چه خدایی ژرنده ده هم اوس په تاریخی ځایونو کی راځی .
اد ممد چه په تڼیو کی یو ښایسته زیارت دی او ټوله منطقه پری ښایسته ښکاری هم باید دیوه تاریخی ځای په ډول وساتل شی او توجه ورته وشی .
لمشیر پیر هم یو تاریخی زیارت دی چه اسماعیل خیلو او مندوزیو خلک ورته زیات راځی او په ټول خوست کی مشهور دی .
د چلګزی بابا زیارت هم مشهور دی ، ګورګوری پیر داسی نور مشهور ځایونه شته چه ما ته یی پته نشته .
د خوست د معارف په برخه کی هم ډیر څه ویل کیدای شی : خوست هم د افغانستان په تاریخ کی خپل ځای لری او دخوست خلک د علم او پوهی سره ډیره مینه لری .
امیر حبیب الله خان چه دامیر عبدالرحمن ځوی دی هغه علم او پوهی ته زیاته توجه وکړه او کابل کی یی ښونځی جوړی کړی چه د ۱۹۰۱ څخه تر ۱۹۱۹کال پوری یی پاچاهی کړی ده .
د هغه د لیدو دپاره دخوست څخه قومی جرګه راغلی وه چه په هغه کی قوماندانان ملایان او دپوهی او علم څښتنان هم راغلی وه د هغی د جملی څخه میرزامحمد حسن خوستی هم ؤ ،د نورو ډیرو کارونو تر څنګ د میرزامحمد خوستی په پشنهاد د خوست دپاره ښونځی منظوریږی او د ښونځی اړین توکی هم د ځان سره د کابل څخه خوست راوړی .
په د ډول په خوست لومړی ښونځی په ملکونډی کلی کی لومړنی رسمی فغالیت کوی .
هغه وخت کی یی تعمیر نه درلوده د مل کونډی د لوړ چنار لاندی یی شاګردانو درس وایه . او لومړی ښونکی یی هم په خپله میرزامحمد خوستی کوله میرزا محمدحسن خوستی د خپل پلار مولانا سالار څخه مروجه علوم زده کړی وه .
هغه وخت په ښونځی کی رسم الخط فارسی ،انشاه فارسی ، حساب او تاریخ لو ستل کیدل .
میرزا محمدحسن خوستی هم په فارسی ،عربی ، اردو او انګلیسی ژبه پوهیده .
بیا وروسته دولت ورته د شپیژم ټولګی هم منظور کړ او د ښونځی دپاره د هغه وخت روغتون ورکړ چه د شفاخانی مکتب په نوم مشهور ؤ بیا وروسته متواسطی او په ۱۳۴۰مو کالونو کی یی لیسی ته ارتقا وکړه او په خوست کی مرکزی لیسه د غرغښت د لیسی په نوم ونومول شوه
غرغښت لیسی په خوست کی داسی بدلو راوستو چه خوست ته یی د علم د ځانګو حیثیت ورکړ ډیر زر د څړبن ، لکڼو او باک لیسو هم د علم او پوهی شمعی بلی کړی د خوست میخانیکی لیسی داسی ځوانان جامعی ته وړاندی کړل چه ټول افغانستان پری ویاړ کولی شی .
اوس خوست کی د لیسو تر څنګ خوست پوهنتون هم فعال دی چه د افغانستان دپاره یی ډیر کدرونه تربیه کړی دی .
سیاحت :
خوست دیر ښایسته منظری لری که لږ کار پری وشی د نړی زیات ترویستان ځان ته را جلبولی شی .
۱- خوست کی د مستربل په نوم د ښایسته غرونو سلسله دومره ښایسته دی چه د نړی هری ښکلاته ځواب ویلی شی .
۲-
د ګربزو غرونه هم ډیر ښکلی دی
۳-
د تڼیو غرونه هم دیری ښایسته منظری لری
۴-د مزغور او متون غرونه هم خپله ښکلا لری
خوست کی دری هوایی میدانونه جوړ شوی دی چه یو یی زوړ هوایی میدان
دوهم د صحرا باغ هوایی میدان
دریم اوس د سیګی په صحرا کی جوړیږی .
د خوست دپاره اوسنی او پخوانیو دولتونو دیره توجه نه ده کړی . تر اوسه هغه نظامی کلاګانی تخته بیکه چه د جلال الدین خقانی له خوا فتح شوی او تبا شوی دی نه دی جوړی شوی ګر چه ګټه به تری اخلی خو ترمیم یی نه دی شوی .
د متون بابا نظامی کلا هم نه دی ترمیم شوی .
د میلمه کوت باغ چه د خوست ښکلا ته یی نوم ورکړی وه اوس یی څلور دیوالونه ورته جوړ کړل خو ونی یی وچی شوی دی یا به وچی شی .
د وزیر باغ پخوانی ونی چه د منطقی ته یی ښکلا ورکړی وه هر وخت د ولیانو او فرقه مشرانو کور ؤ اوس په خرابه بدلیدونکی دی .
صحرا باغ چه دخپل وخت دیر ښکلی باغ ؤ اوس په خرابه بدلیدونکی دی .
د صحرا باغ لاندی خړی غونډی چه ورته د ابادی تصمیم ؤ تر اوسه پری کار نه دی شوی .
خوست کی دولتی ترانسپورت یا ملی بسونه فغالیت نه کوی او اراده هم ورته نشته .
خوست د موټرو دپار ستشن یا مرکزی تم ځای نه دی جوړ شوی چه هلته خلک موټرته انتظار وکړی اقلآ د لمر او باران څخه خوندی وی .
د خوست په اطرافو کی ماشومان تر اوسه هم سره لمر ته سبقونه وایی چه توجه ورته پکار ده .
که دولت ورسره همکاری وکړی د خوست خلک په خپلو پیسو بادی برښنااوابی برښنا کی سرمایه ګذری کولی شی .
د اوبو د ذخیری هم عاجل ضرورت دی چه دولت ورته توجه وکړی او په خوست کیی امکانات ډیر زیات دی .
د خوست خلک باید خپله هم ابتکار وکړی دیر پراخ امکانات لری باید ګټه تری پورته شی .
نجیب
۱-۳-۲۰۱۹
.
