شعر !
ملګرو !
تیره ورځ می په هغه غونډه کی ګډون کړی وه چه د هالنډ د اطریخت په فنندال کی دپښتون ژغورنی غورځنګ په ملاتړ جوړه شوی وه .
په غونډه کی ډیرو ویناوالو په تاریخ او شرایطو خبری وکړی او دغورځنګ څخه یی ملاتړ وکړ .
ماته د یوه سپین ږیری مشر چه د روغتون څخه د ملاتړ غونډی ته راغلی وه او یو شعر یی په روغتون کی لیکلی وه له تاسو دوستانو سره شریکوم . هغه لیکی :
شعر
تاریخ د پښتؤ چی پنجاب په وینو سورکړ
قربان له پاک الله شم را پیدا یی تری منظور کړ
ټوپی یی سره په سر دآزادی چیغه یی وکړه
یواځی په دی چغی تور پنجاب یی ټول ترور کړ
راټول پری ټول پښتون شوکه د لرو که دبرو
یوازی په لاریون یی پر ظالم پنجاب تنور کړ
الله د مظلوم مل وی ظالمان به رسوا کیږی
دحق لپاره جنګ له (داوړ)یی جوړ منصور کړ
پښتونه په شا نه شی تاریخ بیا راژوندی کیږی
دښمن سره ډغرو له (وزیر)نه جوړ باتور کړ
(ارمان)که ځان قربان کړ ازادی په دی جګړه کی
شهید د خدای په لارشوهر افغان د سترګو نور کړ
پښتانه را پاڅیدلی تور پنجاب په ګونډو کیږی
الله کړل سره وروڼه له منځ ورک یی تری تربورکړ
جلیلی سوال د قبول شو دالله په لوی دربار کی
لر او بر شول سره وروڼه تری لری یی غرور کړ
پوهنوال ډکترعبدالرشید جلیلی
۲-۳-۲۰۱۹
