د غرغښت ټولنی غونډه وشوه !
د غرغښت ټولنی عمومی غونده وشوه !
۳۱-۳-۲۰۱۹
نن په هالنډ کی د غرغښت ټولنی نوبتی غونډه وشوه .
غونډه د غرمی له ۱۲ څخه شروع او د شپی تر ۷ اوو بجو پوری یی دوام وکړ .
غونډه د قران مجید په تلاوت سره پیل شوه او د ټولنی ټولو غړو د افغانستان دپاره دسولی او وروری دعاوی وکړی . وروسته د اصولو سره سم د ټولنی د رهبری له خوا د تیر کال راپور وړاندی شو همدا شان د اصولو سره سم باید دغرغښت ټولنی دپاره باید نوی رهبری همدا شان د کلتوری کمیټی دپاره نوی غړی ټاکل شوی وای .
خو د ټولنی د اکثریت غړو د نظریاتو له اوریدو څخه وروسته فیصله وشوه چه اوسنی رهبری د دیوه کال دپاره نور هم کار وکړی .
همداشان دری نفره نوی غړی چه راتلونکی کال کی به د دوی ځای نیسی د ټولنی دعړو له خوا انتخاب شول او په راتلونکی کال کی به د دوی ځای نیسی او د پخوانی رهبری سره به یو ځای کار کوی او حق لری چه د رهبری کمیټی په غونډو کی هم ګډون وکړی .
دځوانانو د څانګی دپاره دری نوی غړی انتخاب شول همدا شان د څار کمیسیون دپاره هم نوی غړی انتخاب شول
همدا ډول د ټولنی په راتلونکی هم خبری وشوی او په هغه پلان چه راتلونکی کال دټولنی په مخ کی پراتی دی نظرونه شریک شول دټولنی غړو په یوه اتفاق دافغانستان د ملی ګټو څخه دفاع وکړه او د سولی دپاره دعا وکړه .
دټولنی دغړو له خوا دپښتون ژغورنی غورځنګ او ژبژغورنی د غورځنګ څخه ملاتړ اغلان شو .
همداشان یی په افغانستان کی دافغانانو د خوښی انتخابی نظام څخه دفاع وکړه .
غونډه د قدرمن مشر محمدحاکم خان له خوا وارزول شوه او د ټولنی د تیر کال کارونه یی مسبت ارزیابی کړل او دغونډی ګډونوالی له خوا یی تایئد وشو .
همداشان د غونډی په وروستیو شیبو کی د قدرمن مشر جنرال ولی شاه له خوا د ټولنی د رهبری غړی د څار کمیټی غړی او دځوانانو بنسټ غړی په ستاینلیکونو او د ګلانو په ګیډیو او ډالیو ونازول شول .
غونډه د دوستی او وروری په فضا کی پای ته ورسیده
نجیب
