وروستي پرلیکه شوي

دایډز مرض پړاونه !

نن در سره د متحصص دکتر نورعزیز لیکنه شریکوم
دکتر نور عزیر د امستردام د نشه یی ناروغیو په روغتون کی متخصص دی او هلته د ناروغانو په تداوی بوخت دی .
د ایډز مرض پړاونه.
1981-1985
په ۱۹۸۱ کال کی ټوله دنیا د یوه نا معلوم مرګونی مرض نه په ویره کی وه . په امریکا کی همجنس بازانوته مختلیفی ډوله ناروغی پیدا شوی چه د انسان د خوار ځواکی سبب کیدی او له دی وجی خلک مړه کیدل. دامریکا په مختلیفو ښارونو خلکو ته یو ډول سرطانی ناروغی چه کاپوچی سارکومه نوم لری پیدا شوه او همداسی نوری د سږو ناروغی چه په سالیمو انسانانو کی ډیری کمی پیدا کیږی. خو وروسته څرګنده شوه چه دا مریضی د همجینس بازانو نه بغیر نورو انسانانو کی هم پیدا کیږی. افریکا کی دا مریضی په دیر سرعت سره په ډیریدو وو. ا.و نوم یی ورله Acquird Immunoe Deficiency Syndrom ورکړو.
په ۱۹۸۴ کال کی د ایډز میکروب یا ویرس د امریکا او فرنسی پوهانو کشف کړو. Humane Immunodeficiency Virus.
۱۹۸۱- ۱۹۸۵ پوری ۱۱۸ کسانو کی د ایډز تشخیص شول او ۵۲ له دی مرض نه مړه وو. په دی وخت کی د ایډز مریضانو سره خلکو بده ګذاره کوله او خلک ډیر په ویره کی وو. په ۱۹۸۴ کال کی هالند اولنی ملک وو چه روږدو کسانو ته یی پاکی پیچکاریو ورکول شروع کړل او له دی سره د مرض کچه په پوډرو روږدو کسانو کی کمه شوه.
۱۹۸۶- ۱۹۹۰
د ۱۹۸۶ نه تر ۱۹۹۰ پوری ۴ میلیونه په ایډز اخته کسان او ۸ ملیونو انسانانو ژوند د لاسه ورکړو.
په ۱۹۸۵ کال کی د اول ځل دپاره د ایډز مرض ټیسټ راووتو.
په ۱۹۸۶ کی د AZT کمپنی دایډز دارو جوړ کړل چه دا دارو یا درمل د ایډس مریضانو ته ورکړل شول او په دی سره د ایډز دمرض سرعت کم شو.
د ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۵ پوری ۶،۵ ملیونه خلک مړه او ۱۸ ملیونه په ایډز اخته شول.
د ۱۹۹۶ نه تر ۱۹۹۹ پوری ۱۱ ملیونه مړه او ۲۷ ملیونه انسانان په ایډز اخته شول.
۱۹۹۶ کال د کامیابی کال وو. پوهان وتوانیدل چه یو ډول دارو جوړ کړی چه د مختلیفو درملو د مرکب نه جوړ شوی ووه. په دی دوره کی ډیر کوښښونه وشول چه واکسین جوړ کړی خو تر اوسه پوری داسی کوم موثر واکسین نه دی جوړ.
د ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۱۰ پوری ۳۰ ملیونه خلک مړه او په ایډز اخته کسان کچه ۳۳ ملیونه ته ورسیدله.
د ۱۹۸۱ نه تر ۲۰۱۶ پوری ۳۹ ملیونه خلک مړه او ۳۶،۹ ملیونه په ایډز اخته شوی دی.

د هیوادونو او یا براعظمونو لیست چه په ایډز مرض اخته دی..
۱ شرقی او جنوبی افریقا ۱۹،۴ ملیونه.
۲ غربی او مرکزی افریقا ۶،۱.

۳ آسیا او د ارام سمندر شا و خوا ۵،۱ ملیونه.
۴ اروپا او امریکا ۲،۱ ملیون کسان.
۵ لاتین امریکا او کاریبیان منطقی ۲،۱ ملیونه خلک.
۶ شرقی او مرکزی آسیا ۱،۶ ملیونه خلک.
۷ منځنی ختیځ او شمالی افریقا ۲۳۰ زره خلک.

دایډز مرض میکروب یا ویروس.
د ایډز ویروس دوه ډولونه لری.
HIV-1
HIV-2
د ویروس مشحصات: ویروس یو ډول ساده موجود دی چه ساه نه اخلی.
.حرکت نه کوی ..
.وده نه کوی.
.تکثر نه کوی یعنی په خپله بل ویروس نه پیدا کوی یا زیږوی.
. د خپل ژوند د ادامی دپاره بلی حجری ته اړتیا لری.
.ویروس خپله یوه حجره انتحابوی او په هغی پسی نحلی.
د ایډز ویروس په هغه حجرو پسی نحلی چه CD-4 ریسیپټر لری. یعنی T- helper حجری.
د ایډز ویروس یو ریترا ویروس دی چه RNA لری.
د CD4 یا T- helperحجری د دفاعی سیستم دپاره دیری مهمی ده د مثال په ډول.
اول: د ویروسونو په منځه وړلو کی.
دوهم: د candida of pneumocystis د له منځه وړلو کی.
دریم: د پارزیتو د له منځه وړلو کی. او بعضی باکتریا لکه د توبرکولز او سالمانیلا باکتریا.

د ایډز ویروس

HIV-1
HIV-2
دا ویروس د zoonose ګروپ پوری مربوط دی په دی معنی چه د حیوان نه انسان ته انتیقالیږی.
دا میکروب د شادیانو نه انسان ته انتیقال شو. په افریقا کی خلک د شادیانو یا بیزوګانی غوښی خوری. او د بیزوګانو په وینو ککړی چاړی ددی سبب شوی چه دا مرض انسان ته انتقال شی.
ویل کیږی چه دا مرض له ۱۹۲۰ نه تر ۱۹۶۱ پوری په انسانانو کی خور شو.
د ایډز ویروس د دریو میاشتو نه وروسته د وینی د معینی یا ټیست له لاری معلومیږی. دا ډول ټیسټونه په ټوله نړی کی وجود لری . او په افغانستان کی هم د ایډز د ویروس معلومولو ټیسټ یا معینی کیږی.

د انتیقال لاری:
۱: د جنسی ا ړیکو له لاری.

۲ :د وینی اړوند توکو د ورکولو له لاری.
۳: د مور نه ماشوم ته.

یوه څیړنی چه په ۹۰ مریضانو کی تر سره شوی ده. او دی څیړنی دری کاله وخت ونیوه . د څیړنی هدف دا ووه چه معلومه کړی چه د ایډز مریضانو د شیانو استعمال خو به د نورو کسانو ته د مرض د انتقال سبب یا د مریضی سبب نه کیږی.
دی څیړنی وښودله چه په دی درو کالو کی هیڅ کومه داسی پیښه نه وه شوی چه بل څوک دی د ایډز د مریضانو د شیانو د استعمال له وجی مریض شوی وی په دی شیانو کی لاندی شیان راتلل.
۱:د غاښو د برس استعمال.
۲: د ویښتانو ګمنځ.
۳ د ځان میځلو دستمال.
۴: قاشوغی او پنجی.
۵: کابونه او د چای ګلاسونه. او داسی نور شیان.
۶:د مچی اخیستل.

د ایډز د مرض علایم:
:۱۰ فیصده خلکوته څو هفتی وروسته له ویروس انتقالیدو نه یو ډول علایم پیدا کیږی لکه لړزانده تبه
،د مرغړیو غټیدل، د مریو درد، دسر درد او خواله کول.

د علایمونه بی غیر مرحله:

: د علایمو نه بی غیر پړاو چه ادامه ی له څو میاشتو نه تر شل کالو پوری وی. په اوسط ډول ۸-۱۰ کاله ده .

. د ایډز مرض د اول پړاو علایم:

تبه ، د مریو درد د مرغړیو غټوالی، د پوستکی تغیر یا په پوستکی دانی راختل ، د وزن کمیدل دوامداره اسهال ، د واریسله زوستر یا په
1 Varicella zoster .
2 herpes genitalis /labialis
3 canadiddiasis.
4 Condylomatia (HPV)

د اوریو غاښونو التیهاب.

دایډز پرمختلل حالت:
د ایډز په پر مختللی حالت کی نوری ډیری مریضی سړی ته پیدا کیږی ځکه چه په دی حالت کی د بدن دفاعی حالت دیر کمزوری وی. د مثال په ډول. .
.د سږو ناروغی یا التهاب. د مریو یا اوزافاګوس التهاب، تکساپلازموزه په مریضی اخته کیدل، یعنی ددی میکروب مغزو ته ختل، د ریزش کول د CMV ویروس په وجه.
توبرکلوز مرض باندی اخته کیدل.
Progressieve multifocale leucencephalopahtie
سرطانونه:
Kaposi sarcoom
Non Hodgkin lymfoom
Aids dementie، Young stroke او داسی نور.

درملنه: د انتیبیوتیک کارونه د باکتریاوو ضد. د فانجی ضد دارو. د ویروس ضد دارو. د سرطانونو علاج په شعاعو باندی او کیمو تیراپی.
د ایډز درملنه په اوس وخت کی د یو ډول مرکبو درملو په واسطه کیږی. یا د څو درملو د یو ځای کیدو نه یو تابلیت یا درمل جوړوی چه د ایډ ز مرض د پر مختیا مخه نیسی.
په اوس وخت کی یو لړ ټیستونه شته چه معلومولی شی چه د ایډز ویروس خو به د کوم درمل په مقابل کی ریزسټنت نه وی.
د څیړونو له مخی دا ثابته شوی ده چه په ایډز مرض اخته کسان د نورو نورمالو کسانو په شان ژوند ته دوام ورکولی شی