وروستي پرلیکه شوي

افین یا اپین !

نن در سره د متخصص دکتر نورعزیر لیکنه شریکوم
که دوستان د لیکنی په باره کی سوالونه لری دلته د مسنجر دلاری او یا هم د غرغښت دویبپانی له لاری یی مطرح کولی شی . دکتر صاحب یو اجتماعی شخصیت هم دی هر وخت یی دپښتون ژغورنی دغورځنګ څخه ټینګ ملاتړ کړی دی .
د اوپیومو تاریخ : داسی شواهید موندل شوی دی چه اوپیوم یا اپین ۳۵۰۰ د میلاد نه پخوا خلک و پیژندل . ۱۵۰۰ کاله د میلاد نه پخوا مصر کی استعمالیدل. د بغداد شاوخوا کی د خټو یو جوړ لوښی یا تابلیت باندی اپنو ته اشاره شوی چه ورته یی gil نوم ورکړی و و چه معنی یی خوشبختی ده. په یونان کی هم خلکو اپین یا اوپیوم پیژانده. یونانیانو اوپیوم د مختلیفو خدایانو سره تړل.
د مثال په ډول.
خدای تاناتوس ( د مړه کیدو خدای).
هیپنوس: د ویده کیدو خدای.

Morfeus یعنی د خوبونو د لیدلو خدای.
ویل کیږی چه نامتو امپراتور الکساندر هم اپین استعمالول.
په اوومه پیړی کی اوپیوم له عربی نړی نه چین ته ورسیدل چه په اول کی خلکو د ناس ناستی یا اسهال دپاره کارول. ددی نه وروسته بیا خلکو د ملاریا دپاره استعمالول.
د ۱۷۹۰ شاوخوا کی چین ته تقریبان ۳۰۰ ټنه تاریاک وروړل شوی وو.د اوپیوم د جنگ نه لږ مخته اوپیومو کچه ۲۶۰۰ټنه تاریاک چین ته په کال کی واریدیدل.
چینایانو کوښښ وکړ چه تاریاک له منځه یوسی او په دی خاطر یی د برتانیا د اپینو بارونه ویجاړ کړل. له دی عمله دوه ځلی د برتانیا او چین جنګ وشوو.
ددرملو په شکل د تاریاکو استعمال په ۱۵۲۵ کی په اروپا کی شروع شول. دا درمل د شرابو او اوپیوم ګډ شربت و چه د Laudanumپه نو یادیدل.
دا شربت خلکو ته د درد د قرارولو او خوب کولو دپاره ورکول کیدل.
په ۱۸۰۳ کی جرمنی فارماسیست د اوپیوم نه مارفین جوړ کړل.
په ۱۹۱۲ کال کی بین المللی کنفرنس د اوپیوم د قانون په باره کی جوړ شو چه شپږ غټ ټکی یی لرل.

هیروین څه شی دی:
د هیروینو کیمیاوی نوم diacetylmorfine دی دا یو بی بویه opiaat دی چه د پودرو په شکل کی سپین یا سپین نصواری رنګ لری. . د 3,4 – diacetylester د مارفینو څخه دی.
Diacetylmorfine په ۱۸۹۸ کی د بایر کمپنی له خوا جوړ شول چه د مارکی یا شرکت نوم یی هیروین دی.

د هیروینو تاثر په عصابو باندی :

د هیروینو مهم تاثیر عبارت دی له:
د مزی یا خوشالی احساس،

ددرد کموالی.
په تنفوسی جهاز تاثر یا د تنفوسی جهاز د پاره کارول
د انسان په دماغو کی یو ډول پیغام وړونکی ماده ده چه یندرفین ورته وایی او دا ماده د درد کموالی سبب ګرځی. ددی مادی څرنګوالی دا ده چه د انسان په دماغوکی جوړیږی او بیا دیر ژر له منځه ځی. او له دی وجی سړی په دی ماده نه روږده یا معتد کیږی. یندرفین د ژوند د ارتقاء نه یا ایوالوشن یعنی د انسان د بقا دپاره ډیر مهم ګڼل کیږی.
که چیرته تاسو ټپی حالت کی منډی ته مجبور شی نو په دی حالت کی انسان ډیر یندرفین تولیدوی چه انسان ددرد احساس نه کړی یا کم کړی.
هیروین د انسان بدن کی په مارفینو بدلیږی. څرنګه چه مارفین د یندرفین سره ورته والی لری او پدی ډول عصابی حجری هڅول کیږی.
هیروین په غیری مستقیم ډول د انعام مرکز ( چه دماغو کی شتون لری) هڅوی چه پدی ډول انسان د خوشالی حالت کی قرار لری.
هیروین د P substantie پیغام لیږدونکی مادی منع کوی یا مضاحمت کوی دا ماده د درد سیګنال دماغو ته ورکوی.
هغه حجری چه تنفوسی جهاز رهبری کوی هم opiaat- receptors لری. نو پدی ډول مارفین یا هیروین ددی حجرو سره ځان نحلوی
او د تنفوسی جهاز د فعالیت کمزوری کولو سبب ګرځی.
د خوشالی احساس کی دری ډوله پیغام وړونکی مادی رول لوبوی.
یندرفین عصابی ریشتی

گابا (GABA) عصابی ریشتی.

دوپامین عصابی ریشتی.
ګابا ( GABA) پیغام لیږدونکی ماده ددوپامین د مادی د منع کولو او یا کمولو کار کوی.
یندرفین ماده د GABA ریسپتر لرونکو حجرو پسی نحلی او ددی مادی د درولو او یا کمولو سبب گرځی .
کله چه GABA ماده بنده شی نو ددوپامینو ترشع یا ډیروالی شروغ کیږی . او بیا دوپامین په خپل وار سره د انعام مرکز په حرکت راولی او انسان د خوشالی احساس کړی. ددوپامین عصابی حجری د دوبامین برسیره Opiaat- receptor حجری هم لری. یندرفین نه یوازی د GABa لرونکو ححرو سره نحلی بلکی د دوپامین لرونکو حجرو سره هم نحلی. ددی عمل په اجرا کولو سره ددوپامینو اندازه بیا کمیږی. په همدی ډول یندرفین داوړه وظیفی لری. د هڅولو او د منع کولو یا بندولو.
یندرفین ددی سیستم د بلانس ساتلو کی مهمه ونډه لری.
غیری نورمال حالت:
څرنګه چه هیروین یا مارفین د GAB A ریسپتر لرونکو حجرو پوری نحلی نو پدی ډول GABa پیغام وړونکی ماده ترشع کمیږی نو په داسی حالت کی دیر دوپامین تولیدیږی او دا بیا د انعام مرکز هڅوی او انسان د خوشالی سبب کیږی. مارفین د یندرفینو په نسبت په قراره له منځه ځی. څرنګه چه مارفین په قرار سره له منځه ځی نو ددی وجی نه د دوپامین ترشع ډیزه ادامه پیدا کوی.او انسان د ډیر وخت دپاره خوشاله وی. طبعی یندرفینو باندی انسان نه روږده کیږی او وجه یی دا ده چه دا پیغام ودونکی ماده ژر له منځه ځی.
د هیروینو دوامدار استعمال ددی سبب کیږی چه بدن کی ددی استعداد کمیږی چه په خپله دوپامین ترشع کړی. پدی صورت کی انسان د نارامی احساس کړی او ددی حالت نه د وتلو لپاره انسان بیا هیروین استعمالوی چه ځان راحت احساس کړی. او پدی ډول انسان په هیروینو روږده کیږی.

د هیروینو بله وظیفه ددرد کموالی دی.
د مثال په ډول تاسو خپله ګته دروازه کی بنده کړه. عصابی ریشتی ددرد سیګنال عصابو ته لیږی او په دی P سوبستانڅی دیر اهم رول لری.
نورمال حالت:
سوبستانڅی P حجری د درد پیغام لیږی او دا حجری د opi aat ریسپتر هم لری.
کله چه درد شدید وی بدن کوښښ کوی چه دی حالات ته نجات ورکړی نو بدن یندفین تولیدوی او دا بیا د opiaat ریسپتر سره نحلی او پدی ډول درد کمیږی.
دا وو نورمال حالت.
خو هیروین هم همدا وظیفه اجرا کوی یعنی مارفین د P سوبستانڅی رسپتر پوری نحلی او درد کمیږی.
د هیرینو او یندرفینو په منځ کی غټ توپیر دا دی چه مارفین ډیر دوامدار کار کوی.
هغه عصابی ریشتی چه د تنفوس جهاز اداره کوی هم opiaat ریسپتر لری. مارفین یا هیروین په دی حجرو پسی نحلی او دا ددی عامل ګرځی هغه سیګنالونه یا پیغامونه چه باید د تنفوسی جهاز د اداری دپاره ولاړ شی کمزوری کړی او یا ی مخه ونیسی. په دی صورت کی انسان په ښه ډول ساه نشی راښکلی. او کله نا کله د تنفوسی جهاز په ټپه د اوریدو سبب کیږی.
باید وویل شی چه د مارفینو ریسپترونه د بدن په نورو ځایو کی هم قرار لری. د مثال په ډول.
د سترګو کسی
کولمی
هیروین د ولټیو یا کی په مرکز هم تاثیر لری.

هیروین د ټوخی په مرکز هم تاثیر لری یعنی ټوخی قراروی یا بندوی.

د هیروینو فیزیکی تاثیرات:
د زړه ټکان په وروکیدل.
د ساه اخیستل په وروکیدل.
د بدن تودوخی راکمیدل.
د سترګو کسی کوچنی کیدل.
د کولمو حرکت قراریدل.
د مثانی عضلاتو نه راټولیدل.
د سیکسی اړتیا کمیدل.
د غټو او وړو متازو مشکل.
په ښځو کی د میاشتنی عادت ورکیدل.

عصابی تاثیرات.
د خوشالی احساس
د ډار غم او درد کموالی
د یخنی او لوږی نه احساسول.
د هیروینو لنډ مهاله او اوږد مهاله نقصانونه:

لنډ ماهاله:
اول: په مریضیو اخته کیدل چه مختلیف علتونه لری د مثال په ډول ایډسـ تور زیړی هیپاټیت C. د بدن زخمی کول ـضرری کیمیاوی موادو استعمال. په ګډه د ستنو او یا د پیکاریو استعمالول.Č
دوهم: د غټ دوز استعمالول چه د انسان د مړینی سبب ګرځی.

اوږد ماهاله نقصانونه:
په هیرینو روږدیدل.
د مریضیو په وخت نه احساسول. څکه چه هیروین درد کموی نو په دی ډول روږدی کسان دیر ناوخته خپلی مریضی احساسوی.
هغه ښځی چه د حمله ګی په وخت کی هیروین استعمالوی ددی کوچنیان هم په هیروینو روږدی کیږی.
په هیروینو روږدی کسان ډیر وختی یا بی وخته مړه کیږی نسبت نورمالو انسانانو ته. د مرګ علتونه یی بی غیر د ساری ناروغیو نور هم ډیر دی د مثال په ډول:
د ینی مشکلاتـ د سږو مشکلاتـ د زړه ناروغی ـ سرطانونه . د بدن د غړو زخمی کیدل او یا متیدل.
متحصص دکتر نورعزیز