د قطر غونډې او د جګړو د نوي پړاو پلان کول !
د قطر غونډې او د جګړو د نوي پړاو پلان کول
کله چي په ۲۰۰۱ کال کي امریکا په افغانستان باندي نظامي یرغل وکړ او د B52 الوتکو په واسطه يې د طالبانو سنګرونه دړې وړې کړل او د ښاغلي خلیلزاد په مرسته په بن کي د جنګسالارانو موقت حکومت جوړ شو. سره له دې چي طالبانو له جګړو لاس اخستی وو خو د جګړو د دوام لپاره يې هغوی په خپلو کورونو کي تعقیب کړه او بېرته يې جګړې ته مجبور کړل چي دا جګړې ورځ تر بلې خونړۍ کېدلې او د دې ۱۸ کالونو په جریان کي سیاسي، اقتصادي او اداري فساد خپل اوج ته ورسېده، قانون ماتونه د ورځې په دود باندي بدله شوه. په سلګونو زره نظامي او ملکي کدرونه او ملکي کسان ووژل شول، بیکاري او لوژه لا زیاته شوه، هوايي فضا مو د پردیو په لاس کي ولوېدله ، ملي حاکمیت او د ځمکې بشپړتیا مو نه ده تضمین په نتیجه کي زموږ په هیواد کي ستر ناورین منځ ته راغی.
د ترمت له راتګ سره د امریکا په سیاست کي په غیر مترقبه توګه ډېر زر زر بدلونونه راغله. د ساري په توګه یو کال مخ کي يې د سهیلي اسیا لپاره داسي پالیسي طرح کړه چي طالبان به د جګړې له لاري له منځه وړي او نوي ځواکونه به افغانستان ته را واستوي. وروسته يې بیا د نظامي قطعاتو د کمولو اعلان وکړ. او اوس غواړي خپل ځواکږنه له افغانستان څخه اوباسي او زلمی خلیلزاد يې د فوق العاده استازي په توګه وټاکه چي طالبان سولي ته مجبور کړي. نژدې څلور میاشتي کیږي چي د تړلو دروازو تر شا د خلیلزاد له قوله په څلورو مسئلو په عامه توګه بحث کیږي اوهغه د امریکايي قطعاتو د بېرته ستنېدلو، د افغانستان خاوره به بیا د امریکا د ګټو پر ضد نه کارول کیږي، د سولي په هکله د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې او د جګړو د دواړو طرفونو له خوا اوربند اعلانول دي. خو طالبان یواځي د دوولومړیو موضوعګانو په هکله اطلاعات ورکوی. دواړه خواوي ټينګار کوي چي مذاکرات مثبت پر مخ ځي خو له محتویاتو څخه هیڅوک حتی جمهور رئیس اشرف غني هم په پوره توګه خبر نه دی او دې وضعې یو لړ شکونه راپیدا کړي دي چي خدای د نه کړي د افغانستان په هکله کومه بله توطئه و نه کارول شي چي افغانستان بل بحران ته ولاړ شي. دا خبره ماته د تعجب وړ بریښي چي د طالبانو تحریک د پاکستان په مرسته د امریکا له خوا سازمان ورکړ شو د هغوی له خوا تجهیز، تمویل او ځواکمن شول او اوس د سولي په هکله د خلیلزاد وړاندیزونه نه مني. د کرزي په مشرۍ د شمالي ټلوالې جنګسالاران چي لاسونه يې تر څنګلو پوري د افغانستان د خلکو په وینو ککړ دي او د طالبانو ۸۰۰۰ جنګیالان يې مړه او ژوندي د جوزجان په لیلي دشته کي تر خاورو لاندي کړه موقت او یا سرپرست حکومت غواړي، پاکستان موقت حکومت غواړي او طالبان هم موقت حکومت غواړي او خلیلزاد هم د تائید سر ورسره شوروي. دا ټول د دې لپاره دي چي د قدرت خلا رامنځ ته شي او ګډوډیو ته لار هواره شي. که دا نن امریکا پاکستان، قطر او د طالبانو نورو اړونده مرسته کوونکو هیوادونو ته یواځي سترګي برګي کړي چي د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلۍ سبا هغوی د طالبان له ملاتړ څخه لاس اخلي او طالبانو ته دا نن چي هدایت ورکړي سبا سولې ته غاړه ږدي څرنګه يې چي جګړو ته مجبور کړي دي همداسي يې سولي ته هم مجبورولای شي.
دې وضعې او د مذاکراتو جریاناتو او د هغوی محرمیت ته په کتو سره زه په دې آند یم چي د خلیلزاد هلي ځلي د سولي تر نامه لاندي د نویو جګړو د تدابیرو د نیولو لپاره دي.
رازمحمد پکتین
