وروستي پرلیکه شوي

حکیم نور اکاخیل ، مدنخان او صالح ګل

حکیم نور اکاخیل ، مدنخان او صالح ګل
دازړه می راته وایی چه ته به څه وی او لیکل به دڅه وی پریږده چه لوی لوی لیکولان څه ولیکی .
کله چه کوم لیکوال او شاعر لیکل کوی هغوی جملی او لغاتونه داسی استعمالوی چه دانسان زړه ته لاره پیدا کوی او خلک خوند او ښه مقصد تر اخلی .
زما په لیکنو کی خو خوند او رنګ نشته زه خپلو لیکنو ته د یادشت یا خاطری نوم ورکوم یاداشت او خاطره ضرور نه ده چه ښکلی ولیکل شی یوازی خاطره وی .
یوه بله خبره هم شته کله چه یو څوک معرفی کوی او یا یی په باره کی لیکل کوی د کمو معلوماتو څخه بهتره ده چه هیڅ لیکل پری ونه کړی خو نن زه بیا هم جرئت کوم .

خلک به هر څه هرڅه وایی
زه د جانان په غیږ کی چا لیدلی یمه
یو وخت د خوست د سوداګیری په مجله کی دا انځورونه خپره شوی وه په لیدو یی زما زیاتی خاطری را تازه شوی هغه پخوانی وختونه ، هغه درمندونه او د شاعرانو سندری او خلکو یو ځای کیدل ،هغه وخت کی به مونږ مجلس ورته ویل د هر قوم هر سیمی خلک به په میدان کی ناست ؤ او د شاعرانو سندرو څخه به یی خوند اخیسته …
په د باره کی بیا بل وخت څه ولیکم :
زه اوس دا لاندی شاعران لږ معرفی کوم .
شاعر مدنخان :
د کیڼی خوا په لمړنی انځور کی مدنخان چه په صبریوکی زیږدیلی د هغه د ژوند لیک لیکل زما دپاره مشکل کار دی خو دسترګو لیدلی کیسه یی کولی شم .
اروښاد مدن شاعر پنځوکاله مخکی د ښځو اسلامی حقوق داسی بیان کړی دی شعر دیر اوږد دی زه به دوه بیتونه ولیکم :
چه خویندی لوڼه خرڅوی دا ظالمان وګوری
دا مسلمانان وګوری .
دا سندره په مجلسونو کی د خلکو او ځوانانو له خوا دیر سخته بدرګه شوه زه فکر کوم هغه شور اوس هم زما غوږونو کی دی .
هغه د مربیک شاعر سره هم زیاتی سندری ویلی دی
یوه بله سندر :
ځانته به وایی چه پښتون یم پښتونه پیژنم
شنه لوټونه ښه پیژنم
همدا شان خدای بحښلی مدنخان شاعر یو کتاب شعرونه لیکلی او په سندرو کی ویلی دی زما یوه ملګری تری وغوښتل چه شعرونه راکړه چه مونږ یی درته چاپ کړو اروښاد زمونږ سره وعده وکړه راته ویی ویل چه یوه کتابچه می د شعرونو او سندرو شته درکوم یی .
خدای پاک د مسافری ورکی کړی د ملګری د رخصتی وخت مو پوره شوه کتابچه او شعرونه همداسی پاته شول .
اوس اروښاد مدنخان زمونږ په منځ کی نشته
هغه دوستان چه زما لیکنه لولی او یا یی څوک د کورنی سره ارتباط لری که وکړای شی هغه اشعار د ورکیدو څخه وژغوری دغرغښت ویب پانه یی په چاپ کیدو همکاری ته تیاره ده او مونږ به یی مالی ملاتړ وکړو .
حکیم نور اکاخیل :
دوهم انځور د حکیم نور اکاخیل دی اکاخیل خو یوازی دخوست شاعر نه دی هغه د ټول افغانستان شاعر او سندر غاړی وه .
یوه ورځ په عسکری قطعه کی ناست وم یو فارسی ژبه عسکر را منډه کړه ویل یی بیا هغه خوستی سندری وایی
د هغی مستی او پر معنا سندری هر چا اوریدی دهغه خوږ غږ کی جادو وه د هغه شعر کی داسی خوند دی چه اوس هم کوم هنر مند ویلی دی په خوند او ښکلا کی یی کمی نه دی راغلی په شعر او سندرو کی یی خوند او ښکلا موجوده وه .
بغضی شعرونه یی دپښتو ژبی په کتابونو کی هم تدریس کیدل یوه د شعر نمونه یی څه داسی دی چه څنګه خپل ولس د ناپوهی څخه د ژغورلو لاری ښا یی :
انګریز وکړ لمسون غلط یی کړ پښتون
تورتم په بی علمی په تورو خاورو کی لو بیږی
تر اوسه نه پوهیږی
د حکیم نور اکاخیل دیر زیات شعرونه ناچاپ پاته دی که ځوانان یی شعرونه راټول کړی او چاپ شی د پښتو ژبی دا قیمتی مرغلری د ورکیدو وژغورل شی .
صالح ګل :
د صالح ګل په باره کی لیکل هم ساده خبره نه ده دهغه اروښاد سره زماخاطری دومره زیاتی دی چه دټولو لیکل میاشتی کالونه وخت نیسی .
هغه اروښاد یوازی شاعر او سندرغاړی نه وه بلکی دهیواد په کچه یو لوی مبارز هم تیر شوی دی .
د هغه سندری او شعرونه د بی عدالتی او ظلم په ضید وه
دټولنی د اصلاح دپاره یی ډیره زیاته قربانی ورکړی ده
دښځو دپاره یی د هغوی د اسلامی حق آوز پورته کړی وه دشعر یوه نمونه یی څه داسی ده :
دخپل میړه دلاسه د ژوندون نه می زړه توری
زه ځوانه یمه میړه می زوړ دی
هغه دهیواد او خلکو سره دومره مینه درلوده چه د مینی ورته هیواد په سور او بدل کړ .
د ژوند مشکلات یی دیر تیر کړل د روسانو له خوا بندی شو د رادیو افغانستان څخه وشړل شو د روسانو په ضد یی شعرونه او سندری ویلی وی
بیا د مجاهیدینو له خوا وینول شو سخت تکلیفونه پری تیر شول دیر وهلو او زورولو د لاسه یی اعصاب دلاسه ورکړل .
په اخیر ځل می ورسره ولیدل زه یی ونه پیژندم وخت زیات تیر شوی وه یوه خبره یی راته وکړه .
«ملګریه وخت خراب دی احتیاط کوه »
هغه وخت می پری لیکنه وکړه ما غوښتل په ژوند ورسره زیات کومک وشی خو دوه میاشتی لا نه وی تیری چه د ژوند پیټی یی له خپلو اوږو سپک کړ
روح د یی ښاد وی
الله د زمونږ سپڅلی هنرمندان وبحښی تاسی ووایاست «امین »
نجیب