جاپانی ډکتر ناکامورا په یوه تروریستی برید ووژل شو
ډاکټر ناکامورا چې د اوبو متخصص او په ننګرهار کې یې کښتونو ته اوبو رسونې ګڼې پروژې پلې کړې وې، نن په یو ترهګریز برید کې د جلال اباد په لومړۍ ناحیه کې په نښه شو چې نوموړی په کې ټپي شو، خو ۴ ساتونکي او یو ډرېور یې ځای پر ځای ووژل شول.
وروسته ناکامورا هم چې د چارواکو له لوري بګرام ته د لېږدونې په حال کې و، د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
ناکامورا هغه څوک و چې افغانستان ورته په لومړي ځل د تابعیت تذکره ورکړه او افتخاري افغان وبلل شو، چې له کبله یې نن په مړینه د خلکو غبرګونونه هم زیات دي.
خبریال او فعال اکرام الله اکرام له جاپانیانو په انګلیسي ژبه بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې موږ درته ناکامورا ونه شو ساتلی.
د ننګرهار د پوهنې رئيس حسیب الله شینواري بیا لیکلي: (( له ارام او پرمختللي جاپانه راغی، خړو دښتو ته یې اوبه برابرې کړې، خړې خاورې یې په شنو باغونو او پارکونو بدلې کړې، خو د دې ځای خلکو په بدل کې په ټنډه وویشت او ژوند یې ترې واخیست.))
ناکامورا چې په ننګرهار کې په کاکا مراد مشهور، لیکوال او شاعر بختیار تلاش ورته لیکلي: ((کاکا مراده! زموږ دښمن (ترهګر) ډېر پست دی، ترهګر بدذاته بوټی دی، په هیڅ صورت د دې وططن د بقا په پار راپورته شوی فکر ژوندی نه پرېږدي، وحشي ژوي که په دې پوه شي چې ژوبڼ یا ځنګل ته یې څوک ښېرازي راوړي، ژوي زیان نه ور رسوي، ترهګر له وحشته پورته بله مرداره پدیده ده.))
یو بل فیسبوک کاروونکي نظر محمد افغان بیالیکلي، ډاکټر تیتسو ناکامورا د افغانستان په تاریخ کې هغه نوم و چې پیدا په جاپان و خو مړ په افغانستان…
رضوان الله لرمل بیا د ناکامورا له اروا بخښنه غوښتې: (( موږ وبخښه تا د لیوانو به دره کې قدم وهل غوښتل، تا د هغه ملت لپاره کار کاوه چې هیڅ د دې وړ نه دی چې لوټه په لوټه ورته کېږدې. ویریږم چې په دې پوښتنه یې راټینګ نه کړي چې تاته چا ویلي وو چې دې غیور ملت ته کار وکړه؟))
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي چې له ناکامورا سره یې له نږدې کار کړی دی لیکلی: (( هغه تېره ورځ هم د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت د مروارید کانال رغونه پیل کړه، خو نن د دې هېواد ازلي دښمن لخوا په ترهګریز برید کې لومړی ټپي او بیا یې ژوند له لاسه ورکړ.))
عطا الله خان حیران بیا لیکي: (( د وحشت او بربریت ټیکه دار ته خپل تور بادار بیا دا خدمتګار هم په ګوته کړ چې ویې وژني، ځکه هېواد ته یې خدمت کولو، د دې وطن هر خدمتګار د بربریت ښکار دی.))
شکر الله پاڅون بیا لیکلي، که د ضمیر په نامه څه شتون لرلای نو اوس به د ننګرهار ټوله امنیتي رهبري په محبس کې اچول شوې وای.
مدني فعال اباسین بهیر بیا کاږي چې منتظر دی چې اوس به د ننګرهار د کوم امنیتي بنسټ مشر لومړی استعفی ورکوي: (( چې ساتلی مو نه شئ نو ځئ.))
د ننګرهار یو بل فرهنګي مشر اصف شینواري لیکلي: (( موږ د یو میلمه (اسامه بن لادن) په ساتلو کې خپل وطن لوټې لوټې کړ، خو د بل میلمه په ساتلو کې بیا پاتې راغلو.))
غلام سرور ظهېر بیا د ناکامورا د وژنې پړه پر طالبانو ورا چوي او کاږي: (( هغه ملت یا قوم ته تاسې څه نوم ورکوئ چې خپل پنجابي او عرب ته د خبلې ښځې پرتوګ ور اغوندي، مګر د ډاکټر ناکامورا په څېر د خادم انسان سینه په مرمریو غلبیلوي.)
عبدالغیور وزیري بیا لیکي: (( کسیکه برای افغان ها خدمت میکند کشته میشود،اما کسیکه افغان ها را میکشد برایش خدمت میشود.))
سمیع الله پیوند بیا لیکلي: (( جاپان کې به اوس خلک له یو بل پوښتنه کوي چې ناکامورا په افغانستان کې څه کول؟ نور به ورته وايي، خدمت یې کاوه، شاړې دښتې یې ابادولې، د اوبه خور سیستم یې جوړاوه، ځمکې یې خلکو ته ارزښتمنې کولې؟ خو ولې یې واژه؟ ځواب به یې دا وي چې ددې وطن خلکو تیاره خوښوله.))
عزت الله شمسزی لیکي: (( یو جاپانی مې ملګری دی، هر وخت به مې ورته د ناکامورا د خدمتونو یادونه کوله، اوس به خبر شي، حتمن به راته وايي چې مننه ستاسې په وطن کې د ناکامورا د خدمتونو قدرونه وشوه.))
ثواب الدین مخکښ هم د ناکامورا په وژنه کې طالبانو ته اشاره کوي او کاږي: (( اوس به بیا وايي چې دا خو موږ نه دی وژلی، موږ تغییر کړی، د ټولو بدبختیو بستر برابروونکي تاسو یاست.))
خوشال خلیل هم په دې اړه اوږده لیکنه خپره کړې او لیکلي یې دي: (( ځان به نه سره غلطوو، په افغانستان کې چې هر څوک د ابادۍ، سرلوړۍ او د عام ولس د خېټې مړولو فکر او عملي مبارزه کوي، د طالب، تروریست، او د پاکستان د نورو اجیرانو قاتلان هدف ګرځي او وژل کېږي.))
کلثوم شګیواله بیا لیکي: (( دلته د خاین، مفسد او غل سر و مال خوندي وي، خو د رښتیني خدمتګار ژوند بیا کړاو او د ګوتو په شمار ورځې وي.))
د فرامرز تمنا د ټیم لومړی مرستیال سید قیاس سعیدي هم دغه غم دردولی دی او لیکي: (( د انسانیت او افغانیت پر مخ تور داغ، اوف سترګې مې درد کوی، د فرخندې له وژلو وروسته د ناکامورا غم سخت ودردولم.))
د ډاکټر ناکامورا په اړه مشهوره ده چې نوموړي باندې په ۲۰۰۹ کال کې په دره نور کې وسله والو برید وکړ، چې له کبله یې ځايي خلک راووتل او طالبان یې په غرونو کې وځغلول.
نوموړي ته له افغانستان سره د ډېرې مینې له کبله ولسمشر غني د افغانستان تذکره او تابعیت هم وربخښلی و، خو نن په یو تروریستي برید کې ټپي او بیا یې ساه ورکړه.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د هغه د وژلو مسوولیت نه دی منلی.
