نیاز محمد تڼیوال څوک دی !
نیازمحمد تڼیوال !
ډیر وخت کیږی چه زړه می وه چه د هیواد رښتینی خدمتګاران خپلو خلکو ته ور وپیژنم .
خو زه دومره د قلم څښتن هم نه یم چه څنګه لازمه وی داسی یی معرفی کړم زړه خو می ډیر څه غواړی چه پری ویی لیکم خو یوه وعده کوم چه زما لیکل به د نه لیکلو څخه بهتر وی .
نیازمحمد استاد سره زه ډیر کښینم هغه ژوندی تاریخ دی او دخوست ټول شاعران او دکار خلک ورته معلوم دی .
هغه وخت چه تڼیو کی لومړی ښونځی جوړه شوه او دهغی څخه ډیر مهم خلک فارع شویدی چه دهغه دجملی څخه استاد نیازمحمد هم دی .
د تڼیو د لومړی ښونځی لومړی معلم یا ښوونکی هم زما پلار حاجی عبدالطیف تیر شوی دی . استا نیازمحمد راته ویل چه اکثره وخت به زمونږ سره اوسیده ، هغه وخت د متون او تڼیو ترمنځ فاصله دیر زیاته وه په لاره کی هر ډول حیوانات هم ؤ ،هغه وخت کی موټر او بایسکل هم نه وه لاری او سرکونه هم نه وه جوړ . ډیر وخت تیر شوی دی .نیازمحمد ته زه استاد وایم ځکه ډیر وخت یی د زده کونکو په تربیه کی تیر کړی دی .
هر څوک چه د تڼیو د ښونځی څخه فارغیږی ما ته خوند راکوی ځکه لومړی ښوونکی یی زما اروښاد پلار تیر شوی دی . دخوست دنورو ځایونو په شان په تڼیو کی هم ښکلی استعدادونه شته چه مونږ پری ویاړو .
خبره راڅخه اوږدیږی راځم اصلی مطلب ته !
نیازمحمد د مرحوم حاجی محمدخان زوی په ۱۳۱۲هجری شمسی چی د۱۹۳۳ میلادی کال سره سمون خوری دخوست ولایت د تڼیو ولسوالی د سره کوټ په کلی کی زیږدلی دی .
لومړی زده کړی یی په درګی کی تر سره کړی دی .
او ثانوی زده کړو دپاره د خوست مخانیکی لیسی په لومړی دوره کی شامل شو او تر فراغت وروسته یی د یوی مودی لپاره دبلخ ولایت په نفت او ګاز کی په کار پیل وکړ .
په ۱۹۶۰میلادی لسیزه کی د لوړو زده کړو دپاره د المان اتحادی جمهوریت ته لاړ او د زده کړو وروسته هیواد ته راستون شوو او دخوست په میخانیکی لیسه کی یی دښوونکی دنده په غاړه واخیسته .
ښاعلی استاد نیازمحمدخان د ۱۹۷۰ میلادی لسیزه په پیل کی دیوی جرمنی کمپنی په بلنه بیا المان ته لاړ او هلته یی دیوه کال دپاره په یوه ساختمانی پروژه کار وکړ .
هیواد ته بیرته دراستنیدو سره یی بیا خپل کار ته د خوست په میخانیکی لیسه کی دوام ورکړ .
په ۱۹۷۴کال کی د کابل دښاروالی د اوبو رسوولو په څانګه کی مقرر شو .
په ۱۹۷۵ کال کی د خوست دښاروال په حیث مقرر شو او دوه کاله دنده یی سرته ورسوله .
په ۱۹۷۷ کال کی کابل ته راغی او دسپین غر په ساختمانی دستګاه کی دانجنیر په صفت وګمارل شو چه تر ۱۳۵۹ کال پوری یی دنده اجرا کړه .
۱۳۵۹ کال کی د کابل میخانیکی لیسه کی د ښوونکی په حیث په دنده وګمارل شو چه تر ۱۳۷۱ کال پوری یی داستادی مقدسه دنده په پوره صداقت او ایمانداری سره د هیواد د اولادنو په روزنه بووخت ؤ .
په ۱۳۷۱ کال کی په کابل کی کورنی جګړه پیل سره لمړی خپل پلارنی ټاټوبی خوست او بیا په ۱۹۹۸کال کی د هالنډ شاهی هیواد ته مهاجر شو او تر اوسه د امستردام په ښار کی استوګن دی .
قدرمن استاد نیازمحمد د خپلو رسمی دندی تر څنګ په حصوصی کار هم بوخت وه .
ده د لمړی ځل دپاره د خوست په ښار کی یو تخنیکی ورکشاف خلاص کړ چی دالمان څخه په راوړل شویو وسایلو او تجاربو سمبال ؤ ، په د ورکشاف کی مختلف خدمات لکه ویلډنګ .نلدوانی او ترمیماتی کارونه تر سره کیدل ، دخوست ښار د اوبو رسولو دپروژی چاری چی دانکشاف پکتیا موسسی له خوا تر سره کیدی د دی پروژی ډیر عملی کارونه د خوست په ښار کی او دهندوانو په کلی کی د استاد نیازمحمد له خوا پرمخ وړل شوی دی .
دا ورکشاف یی وروسته کابل ته را انتقال شو چی د(دستګاه نلدوانی تڼیوال ) په نامه یی فغالیت کاوه
په حقیقت کی دا ورکشاف یا وړوکی ساختمانی کمپنی اوس هم د ده د زحمتونواو کار له برکته په هالنډ کی هم فعاله ده چه زامن یی پکی مصروف دی .
یوه مهمه خبره بله هم لیکم : مهربان استاد د سپورت او کلتور سره دیره مینه لری ، تیر کال یی د غرغښت په کلتوری میله کی د ځوانو المسیانو تر څنګ داسی ښکلی اتڼ وکړه چه د پوزی سر می ورته وکتل چه د نظره نشی
قدرمن استاد د هر جمعی په ورځ د امستردام د افغانانو جومات ته ۲۰ کیلو متره چه دوه طرفه یی ۴۰ کیلومتره کیږی په بایسکل راتله او د بایسکل د سپرلی سره ډیره مینه لری
د استاد په باره کی چه هرڅومره ولیکم بیا هم کم دی هر وخت یی خوله دخندا ډکه وی دلوی خدای څخه ورته اوږد او خوشحاله ژوند هیله کوم .
نجیب
