وروستي پرلیکه شوي

هوښیار خلک !

هوښیار خلک !
»« څومره چه هوښیار شی غم به نور درباندی بار شی
راشه لیونی شه چی دنورخلک غمخوار شی«»
که څوک زمونږ څخه پوښتنه وکړی چه هوښیار خلک څوک دی ؟
رښتیا خبره ده چه داسی ځوابونه به واورو چه مونږ تواقع به هم داسی وی څوک به ووایی چه ښه حفظه ولری ،څوک به وویی چه څوک ګټوری پریکړی کولی شی . یا بغضی خلک ( ای کیو ) خبره هم کوی چه لوړه ای کیو ولری دا ټولی خبری په خپل ځای کی صحیح او سمی دی
داسی خلک هم شته چه نوره نظریات هم لری او وایی چه هوښیار خلک په تیر کی ژوند نه کوی ځکه پدی پوهیږی چه تیر وخت کی ژوند کول د انسان دناکامی سبب ګرځی او په راتلونکی اعتماد دلاسه ورکوی . هوښیار خلک په د پوهیږی چه څنګه د ناکامی په مقابل کی ودریږی او مخکی لاړ شی مونږ باید دا جرئت ولرو چه د تیر وخت څخه زده کړه وکړو خو په تیر وخت کی پاته کیدل او په هغه ځان مصروفول د پرمختګ مخه ډب کوی .
همداشان هوښیار خلک په منفی خلکو پسی ځان نه تړی منفی خلک هر وخت شکایتونه کوی او شکایت کونکی هر وخت ناکام خلک دی او دناکامو خلکو سره هوښیار خلک نه کښینی بلکی مثبت فکر کوی او په شکایتونو باندی خپله انرژی نه مصرفوی او کار کوی . مثلآ ک که څوک سګریت نه څکوی د سګریټی سره نه کښینی او د سګریت دلوګی څخه د تکلیف احساس کوی ځکه دمنفی خلکو تښته کوی .
همداشان هوښیارخلک کینه نه ساتی کینه او بعض په انسان کی منفی انرژی تقویه کوی چه دا بیا دپرمختګ دپاره زیان رسوی همدا شان هوښیار خلکو دپاره د(نه) ویل هم ستونزمن وی دا رښتیا خبره ده چه کله چا ته (نه ) وایی انسان تر ډیر فشار لاندی راځی خو بعضی وخت دی چه کوم کار د وسه پوره نه وی د (نه ) ویل هم ضروری وی که دهو وویل بیا ضروری ده چه خپله ژمنه پوره کړی .
یو څوک وایی :
«هروخت دځان څخه هوښیار خلک خوښوه ،هغه خلک چه له تا ځیرک وی غوره کوه ، تل زده کونکی اوسه »
هوښیار خلک بخیل او حریص نه وی ،خو اسراف کونکی هم نه وی بی ځایه لګښتونه نه کوی اول لومړیتوب ټاکی .
هوښیار خلک دټولنی بار نه وی ،په ټولنه کی د یوبل سره کومک او مرسته کول او یا دچا دکومک هیله کول هم کیږی خو که یو کس د ټولنی داوږو بارشی دی ته بیا هوښیار نه شو ویلی .
هوښیار خلک د مسؤلیت څخه نه تښتی او داسی پریکړه نه کوی چه سبا یی د مسؤلیت څخه وتښتی هر کار په حساب کوی او بیا عمل کوی ګټی او توان یی داوله حسابوی .
بلی په ژوند کی لوړی او ژوری شته کله ماتی او کله بریالیتوب خو بریالی خلک هیڅکله هم د ناکامیو څخه نه ډاریږی او په خپل ځان اعتماد لری او خپل ځان او اعتماد نه بایلی . کله چه دماتی سره مخامخ شی بیا بله اغزمنه لاره ټاکی او مخ په وړاندی ځی او هدف ته ځان رسوی .
هوښیار خلک هر څه په بخت او طالع پوری نه تړی :
وایی : «هروخت دښو پایلو تمه او هیله لره ، خودبدو پایلودپاره هم تیاری نیسه »
بلی هوښیار خلک هم تیروتنه کوی خو دخپلو تیروتونو څخه زده کړه کوی او یوه تیروتنه بیا بیا نه تکراوی که یو ځل تیروتنه وکړی بیا دبدیلو لارو په لټه کی وی چه تیروتنه جبران کړی .
دوی هیڅکله ناهیلی کیږی نه او د خپل هدف دپاره مخ په وړاندی ځی او مبارزه کوی که څه هم ډیر خلک ورسره موافق نه وی او دوی په د پوهیږی چه درنګارنګ غبرګون سره به مخامخ شی خو هیڅکله نه نا هیلی کیږی او کار ته دوام ورکوی او مخکی ځی .
هیڅوک هم په ټولو شیانو نه پوهیږی خو هوښیار خلک نوی شیان تجربه کوی او پرمختګ کوی د زده کړی هیڅ چانس د لاسه نه ورکوی .
هوښیارخلک ځان ته او نورو خلکو ته دروغ نه وایی ځان ته دوکه نه ورکوی چی ګنی هدف ته رسیدل اسان دی .
دوی په ځان باور لری خو هیڅکله ځان غافل نه نیسی ، دوی که کارونه ساده هم ښکاری بیا هم تابیا ورته نیسی .
هیڅ وخت بی ضرورته خطر نه منی .
روسان وایی : «څوک چه خطر نه منی هغه قیمتی (شمپاین) شراب نشی خوړای»
رښتیا هم دیر خطر منل ډیر څه تر لاسه کولای شی دا خبره سمه ده خو هوښیاران هیڅکله هم بی ضرورته خطر نه منی که هغه ډیر کوچنی هم وی خو د ضرورت په وخت کی خطر منی .
هوښیار خلک اکثره وخت په ژوند کی نیکمرغه وی خو بعضی خلک پدی نظر هم دی چه هوښیار خلک د دی سره سره چه بریالی هم دی له ځینو دلایلو له کبله یی ژوند تریخ وی .
هغوی د هرڅه په باره کی عمیق فکر کوی .
که مو فکر شوی وی هوښیار خلک دیوی کوچنی مسالی په باره کی زیات فکراو تحلیل کوی چه د کاریی ژوند تریخ کړی وی . بعضی وخت دهغه ستونزو په باره کی هم فکر کوی چه اصلآ موجودی نه وی په دا ډول ستونزو عمیق فکر کول ژوند تریخوی .
سمه ده په بعضی موضوګانو تحلیل کول ګټور وی خو دا کار هر وخت ګټور نه تمامیږی نو باید بعضی وخت داسی حالت غوره دی چه ستونزه جوړه نه کړی یا ستونزه کوچنی کړی چه دخوشحالی او ارمتیا سبب ګرځی .
هو ښیار او ځیرک خلک د نورو خلکو ترڅنګ د خپله ځانه هم خورا ډیره تمه لری چه هیله یی پوره نشی پدی وخت کی دخپګان احساس کوی . دا ډول غوښتنی که د دوی په ټولنیز او شخصی ژوند کی او یا کاری چپریال کی هم وی په ژوند او خوشحالی کی نیغ په نیغه اغیزه کوی .
په د باید پوهه شو چه ژوند زمونږ ټولی غوښتنی نشی پوره کولی چه دا یو ناشونی کار دی . دناشونی کار په هکله فکر کولو که سړی تیر شی دا کار زمونږ سره په خوشحالی کی مرسته کوی ځکه چه حقیقت او زمونږ غوښتنی سره فرق لری .
همدا شان ځینی هوښیار خلک دځان دپاره سخت معیارونه ټاکی چه کله موخی ته ونه رسیږی له دوی څخه خوشحالی اخلی او د خپګان احساس کوی .
د هغو تیروتنو په هکله چه څوکاله پخوا مو تر سره کړی دی فکر مه کوی د فکر او تشویش په ځای تری تجربه واخلی .
ډیر هوښیار خلک دځان دپاره دحده لوړی موخی ټاکی دوی غواړی په ژوند کی داسی چاری تر سره کړی چه ممکینی نه وی په د ډول هڅو خپله انرژی مصرفوی او خپلی موخی ته نشی رسیدای چه د دوی دخپګان سبب کیږی ، مونږ باید یو عادی ژوند هم ومنو چه تغیریی بیخی نا ممکین دی چه دا چاره زمونږ دخوشحالی سبب ګرځی
انسان یو ټولنیز موجود دی ډیر هوښیار خلک فکر کوی چه مقابل لوری د دوی په خبرو نه پوهیږی یا د دوی دپوهی کچه سره بربره نه دی نو دوی د دوستانو او کورنی سره نظر نه شریکوی .
همدا راز څیړنو ثابته کړی ده چی د نورو په نسبت ځیرک او هوښیار خلک دومره ټولنیز نه وی چه دا کار د دوی دخپګان سبب کیږی .
همداشان څیړونوثابته کړی ده چه ځیرک خلک ځینی وخت په روانی اضطراب او ژور خپګان په ناروغیو اخته کیږی دا پدی معنه هم نه ده چه ټول ځیرک خلک روانی ستونزی لری خو دوی نسبت نورو ته ژر په ژور خپګان اخته کیږی

نجیب .