دځمکی فریاد
د ځمکی فریاد،
انسانه، ته زما د درد ستر لامل ېی ، ته ما په تکلیف کوی او زما څخه ناوړ ګټه اخلی.
ما د خپل رب په امر ټول عمر تاته هغه څه در کړی دي چی تا ورته اړتیا درلوده چی ته یی وخوری او وچښی چی ژوندی وکړی ، ما تاته ، خواړه ، اوبه او رڼا در کړه چی ته پری خپل توازن وساتی
ما خپله سینه تاته د کښت لپاره په اختیار کی در کړه او درته ومی ویل چی ما څوڅه غوڅه کړه او هغه څه پکی کښت کړه چی ستا او ستا د اولاد خوښیږي خو زما د عاجزۍ دا یوه هیله ومنه چی زما پالنه کوه او پر بل می مه خرڅوه ولی چی زما خرڅلاو ستا د مور خرڅلاو دی که ته دی مور په نس کی ګرځولی یی نو ما ستا مور پخپله سینه ګرځولی ده .
خو زه چی د سلو کلونو راهیسی ستا کړنو ته ګورم نو دی پایلی ته رسیدلی یم چی په تاکی شیطان ننوتی او داسی فکر کوی چی زه ستا شخصي ملکیت یم چی په زرګونو زرګونو ځایونو کی د تیلو لپاره لپاره سورۍ سورۍ کړم ، زما په بدن کی سمندورونه ، سیندونه ، ویالی او چینی دی د خپل مادی حرث لپاره ککړی کړی ، شپه او ورځ بی حسابه زما په سرمرګوني پروازونه کوی او بیا په ډیر ویاړ وای چی ما څومره پرمختګ کړی دی
تا زما په سینه بی موجبه جنګونه پیل کړل ، زه دی په بمومو او راکیټونو ټپي ټپي کړم ، حیوانات او نباتات دی د باروتو خوراک کړل او زما د محبت جونګړه دی ویجاړ کړه خو که چا درته وویل چی دا ولی کوی نو ته پری ملنډی وهی ولی چی ته یواځی لالچ ، غرور او تکبر پیژني اوماته ته درناوی نلري.
ما چی ستا د د اخرو سلو کلونو ناخوالی په زړه کی ثبت کړی وی نو نن یی درته په ډاګه وایم چی زه به هم نوره ستا په وړاندی ارامه پاتی نشم ، زه به د خپل رب په امر د خپل بدن هر برخه په لړزه راولم ، پر تا به د سونامي څپې درواستوم ، پر تا به اور غورځونه( اتش فشان) پیل کړم ، ستا ښکلي ساحلونه به خپل کومي ته تیر کړم ، پر تا به بارانونه او طوفانونه نازل کړم او ستا بینظیره اسمان څکي ودانۍ به په یوې ضربې سره په ځمکه راوغورځوم او پر تا به د الله په حکم د لمر رڼا په تیارو بدلی کړم او زما په سینه کی به الله پر تا داسی افت نازل کړي چی ستا په لاس جوړی شوی ډرون الوتکی ، جنګي بحري بیړي ، لیری واټن ویشتونکي توغندي او ټول هغه مرګوني اسباب چی تا د الله د بندګانو د وژلو لپاره جوړ کړی وه په مقابل کی به یی عاجز پاتی شي.
هو زه کولای شم چی له دی نور هم سختي د خپل رب په مرسته پر تا راولم خو بیا هم زما بچی یی او د اخر ځل لپاره بل چانس هم در کوم چی د خپل تکبر د نیلي څخه راکوز شه او د الله د بی وسی انسان پشان ژوند غوره کړه او دی لیونتوب ته د پای ټکی کښیږده ولی چی زه تاته محتاجه نه یم بلکی ته ماته محتاج یی .