وروستي پرلیکه شوي

علی ګل پیوند په حق ورسیده !

په ډیره خواشینۍ سره د فیسبوک له پاڼو خبر شوم چې زما ګران، مهربان، انقلابي، شاعر او مبارز ملګري ښاغلی علی کل پیوند د آلمان د هامبورګ په ښار کې له دې نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې.

انا لله و انا الیه راجعون…
دعلی ګل پیوند د هیواد د حوادثو په اړه سپینه خبره کوي او وایي چې:
پیل مــو پـــــه سندرو کړه ژړا شوله
ښــــه سپینـــــه خـــبــــره وه بلا شوله
ما ودانـــوله رانــــه ورانــــــه شـــــوه
ښکلې مدیـنـــه وه کـــــر بـــلا شوله
ړنګې شوی ماڼــــــې د باورونو کې
وسوه « غلغله » ( ۱ ) شوله تالا شوله
ټولو په رڼو سـترګـــو لیــــدلــــې دی
څه به وایم چا وکــــړه دچـــــا شـــوله
پیټی دګناه که یې پــه ســــر وړمـــــه
نورو نورو کــړی وه زمــــا شــــولـــــه