د خوا خوږی او تسلیت پیغام
د خوا خوږی او تسلیت پیغام
په دیر خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړچه د هیواد تکړه کادر ، پاک نفسه ځوان تواب غورځنګ دبی وخته مړینی زړه بګنوونګی خبر نه یوازی د دوی کورنی غمجنه کړه بلکی ټول افغانستان او په خاصه توګه د خوست ولایت ځوان کهول او ملګرو ته د خواشینی ډک خبر دی .
مرحوم تواب غورځنګ لیکوال ،شاعر ، زړه سواند وطنپرسته ځوان دخوست ولایت دځوانو کادرونو څخه ؤ
نوموړی د امنیت شوار پخوانی ویاند ؤ د دندی په وخت او دهغی وړاندی وروسته د افغانانو د مختلفو اقشارو سره دوستانه اړیکو په درلودولو سره دهغوی په زړونو کی ځای پیدا کړ او ځان یی د وطن دوست انسان په توګه په ټولنه کی ثبت کړ .
خو دریغا چه د زړه د حملی په اثر دا لویه هستی نور زمونږ په منځ کی نشته .
په هالنډ کی خوست میشی په د لوی غم کی ځان شریک بولی او د مرحوم کورنی دوستانو ته دلوی خدای څخه دزړه صبر هیله لرو ،
مرحوم ته د لوی خدای څخه دجنت الفردوس غوښتنه کوو
انا لله وانا الیه راجعون
