د استاد څیړنوال بسم الله حقمل ژوندلیک!
د استاد څیړنوال بسم الله حقمل ژوندلیک!
بسم الله حقمل د حبیب الله زوی په ۱۳۳۳ لمریز کال د خوست ولایت د حیدرخېلو په سوني سرخ کلي کې زیږیدلی دی.
لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې د څړبن او غرغښت په لیسو کې په اعلی درجه سرته رسولي او په ۱۳۵۱ل کال له څړبن لیسې څخه فارغ شوی دی. په همدې کال د کانکور له لارې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي ته شامل او په ۱۳۵۵ کال په لوړه درجه له نوموړي پوهنځي څخه فارغ شو.
دندې
له فراغت وروسته د یونسکو په چوکاټ کې د پښتو څیړنو د نړیوال مرکز د علمي غړي په توګه مقرر او د پلټنې (تحقیق) د مدیر په توګه ومنل شو. په ۱۳۵۷ کال کې پښتو ټولنې ته د علمي کادر په حفظ تبدیل او د زیري جریدې مسول مدیر شو او په ۱۳۵۸ کال د علومو اکاډمۍ منشي او د زیري جریدې مسول مدیر وټاکل شو.
د ۱۳۶۰ کال په پیل کې د عسکرۍ د مکلفیت دورې د تیرولو له پاره د څارندوی په لیکو کې شامل او له کورنيو چارو وزارت څخه په خدمتي ډول د فواید عامې د وزیر د سکرتر په توګه یې د ۱۳۶۱ کال د میزان تر پایه دنده تر سره کړه. په همدې کال د لومړي څارن په رتبه تعدیل او د کورنیو چارو وزارت د نشراتي ارګان څارندوی مجلې د مسول مدیر په توګه و ټاکل شو.
څلور کاله یې نوموړي مجله وچلوله او له درې میاشتینۍ څخه یې په میاشتنۍ او تیراژ یې له اتو سوو څخه شپږو زرو ته ورساوه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا یې سر په سر دوه کاله د افغانستان د مطبوعاتو لومړي مقام جایزه تر لاسه کړه.
بیا د لوړو زده کړو له پاره خارج ته ولیږل شو، د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې یې د ماستري دیپلوم د تر لاسه کولو وروسته بیرته هیواد ته راغی او د کورنیو چارو وزارت د نشراتو د رئیس په توګه وټاکل شو.
د څارندوی مجلې د تصدۍ پر وخت او د نشراتو د رئیس په توګه یې د (ښه خدمت مډال)د (ستوري دریمه درجه مډال )د (ستوري لومړۍ درجه مډال)،دوې فوق العاده ترفیع ګانې،لومړۍ درجه تقدیرنامه او د څو میاشتې بخششي معاشونه د جایزې او ښه خدمت له امله تر لاسه کړیدي.
حقمل صیب په ۱۳۶۹ کال د ډګروال په رتبه د سیاسي ستونزو له امله په جبري توګه تقاعد ته سوق او په شخصي کاروبار مصروف شو.
ژوند او هڅې یې
حقمل صیب د مجاهدینو د حکومت له جوړیدو وروسته، د خپل فامیل سره خوست ته راغی. له څو میاشتو شخصي کاروبار وروسته یې د مندوزیو په سیمه کې موټر د ماین ښکار شو، چې دوې پښې یې له لاسه ورکړې او یو لاس یې هم څو ځايه مات شو. دوه کاله یې د پاکستان په مختلفو شفاخانو کې تداوي وکړه او اته دیرش واره یې واړه او ستر عملیات وکړل.
په ۱۹۹۴ کال کې یې په داسې حال کې چې ایله په بایسکل کې د ګرځیدو وړتیا پیداکړه، د پاملرنې د نړیوالې موسسې په مرسته د (سوني سرخ بسم الله ښوونځي) په نوم لومړنی ښوونځی تاسیس او ډیر لایق شاګردان یې وروزل.
د کرزي د حکومت په راتګ سره د پوهنې وزارت له خوا رفع تقاعد پېشنهاد، د ډګروالۍ رتبه یې په ملکي تعدیل او د جمهور رئیس فرمان په ذریعه د پوهنې وزارت د نشراتو د لوی رئیس په توګه وټاکل شو. له دوه کاله دندې وروسته یې د ځینو بې عدالتیو په لیدلو سره په استعفا مجبور شو او د پخوانۍ علمي رتبې (څیړنیار ) په حفظ سره د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو د علمي مرکز د علمي غړي او یو ځل بیا د زیري جریدې د مسول مدیر په توګه وټاکل شو. په اکاډمۍ کې یې د خپلو علمي رتبو له پاره علمي پروژې تکمیل او ولیکلې او اوس د څیړنوال دعلمي رتبې افتخار لري.
نوموړي په ۱۳۸۳ او ۱۳۸۴ کالونو کې د رئیس جمهور په حکم په خدمتي ډول د خوست والي د علمي او فرهنګي مشاور په توګه دنده اجرا کړې، چی د خوست د فرهنګیانو خپلواکې ټولنې د مشرتوب دنده یې هم پر مخ بیوله او د ټولنې د مشرتوب په وخت یې خپل او د نورو لیکوالو کتابونه، چي ۲۶ عنوانه کیږې دده په سریزو، سمون او ایډیت چاپ او خپاره شول. 152 مشاعرې او ادبي ناستې یې جوړې او رهبري کړېدي.
په دې موده کې یې د سباوون زیری جریده او وروسته یې ولس هیله جریده، چې له 154 ګڼو وروسته اوس د مجلې په شکل خپریږي، تاسیس او وچلوله. استاد د زیری جریدې،کابل مجلې، څارندوی مجلې، سباوون زیری، ولس هیلې اوونیزې او د هیواد د نورو معتبرو رسنیو له لارې له شپږو سوو څخه زیاتې سرمقالې، علمي او تحقیقي مقالې چاپ او خپرې کړیدي او اوس مهال د ولس غږ روزنیز مرکز د مشر په توګه فعالیتونه پرمخ وړي.
اثار
۱-لنډې کیسې (کتاب)
۲-څارندوی غږ (کتاب)
۳-حماسه هستوونکي (کتاب)
۴-که دا اور که دا لمبې وي (کتاب)
۵-حماسه افرینان ( کتاب ) په دری ژبه
۶-د ننګ شملې (شعري ټولګه)
۷-د تڼیو کلتور او فولکلور
۸- خوست څنګه جوړکړو
۹- د تڼیو کلتور او فولکلور دوهم چاپ
۱۰-په پښتو ژبه کې داستاني ادبیات
۱۱-په پښتو ادبیاتو کې کره کتنه.
د کلام بېلګه
په سرو وینو دې ساتم لوېشته،لوېشته له دښمنه
ډاډه اوسه وطنه
ستا شاړې، دښتې، غرونه درې او ګل کڅونه
سپیرې خاورې ډاګونه
قسم دی راته ګران دي له خپل روح او له بدنه
ډاډ اوسه وطنه
که مرګ وي که جګړې وي که لوږه که تنګسې وي
که سختې ورځې شپې وي
حقمل به دې ساتي په سر و مال خوږه ګلشنه
ډاډه اوسه وطنه
(په ستورو کې سفر ۳۲ مخ)
محمدالله شېرزی
د لوی خدای څخه ورته د فر دوس جنت هیله کوو . روح یی ښاد
