وروستي پرلیکه شوي

ولسمشرۍ ماڼۍ کې د عمران خان رسمي هرکلی وشو.

ولسمشرۍ ماڼۍ کې د عمران خان رسمي هرکلی وشو.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسېد. نوموړی به د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون له مهمو لوړپوړو افغان چارواکو سره پر سوله، دوه اړخیزو اړیکو او پر خپلمنځي سوداګرۍ پیاوړي کولو خبرې کوي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي، دې بحثونو کې به ډېر پام پر سوداګرۍ او ټرانزېټ ټول وي، خو زیاتوي چې د افغان سولې برخه کې د پاکستان د سیاست بدلون ته په کتو هیله من دي چې په دې برخه هم عملي ګامونه واخیستل شي:

“موږ تل د دې غوښتونکي یو چې د د واړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د منل شویو اصولو په بنسټ وي، لیدل کېږي چې افغانستان کې د سولې په اړه د پاکستان نیت او سیاسي تګلارو کې بدلون راغلی او موږ هیله من یو چې ټول په دې برخه کې د عملي ګامونو اوچتولو شاهدان اوسو.”

دوه ورځې وړاندې په سوداګرۍ او پانګونه کې د عمران خان سلاکار عبدالرزاق داود کابل ته راغلی چې هوکړه لیکونه داو د سفر نورې چارې له افغان لوري سره تنظیم کړي.