وروستي پرلیکه شوي

دځوان متحصص ډکتور بختورخان په باره کی لنډ معلومات

نن به د داسی یو کس په باره کی لیکل وکړم چه یوازی دخوست دخلکو افتخار او ویاړ نه دی بلکی دټول افغانستان ویاړ دی . اول خو زه دبرښنا انجنیر یم زما دپاره ډیره مشکله خبره ده چه دیوه چا په باره کی داسی لیکل وکړم چه څنګه لازمه وی هغه څوک چه دچا باره کی لیکل کوی یا باید ژورنالیست وی یا لیکوال وی .
زه هم کله کله ځان ته جرات ورکوم چه څه ولیکم خیر دی که په معیار برابری نه وی خلک مفهوم ځنی اخیستلای شی (د دوه روپیو دومره ګوړه وی )
هغه څوک چه زه یی نن تاسو ته در پیژنم :
بختورخان محمودی د ظفرخان محمودی ځوی دخوست ولایت د حیدرخیلو اوسیدونکی دی .
بختورخان په ۱۹۸۳کال دخوست په حیدرخیلو کی زیږدلی دی هغه په داسی شرایطو کی کابل ته راغی چه کابل کی جنګونه شروغ شول دری کاله ښونځی ته لاړ او بیا خوست ته ګډه شول هلته دری کاله ښوونځی ته لاړ شرایط داسی راغلل چه باید وطن پریږدی او روسیه ته مهاجر شو او په روسیه کی یی روسی ژبه او دانګلیسی کورسونه تعقیب کړل او په روسی ژبه یی روانی خبری کولی .
په ۲۰۰۱ کال د روسیی څخه هالنډ ته دکورنی سره مهاجر شو . کله چه هالنډ کی دمهاجرینو د کمپ په سختو شرایطو کی یی هوډ کمزوری نه شو په د وخت کی اتلس کلن شو دښونځی د شامیلیدوامکان هم نه وه . دپلار او نور مهاجرینو سره یو ځای د هالنډی ژبی په کورس کی کښیناست او هغه خپل کوشش ته دوام ورکړ او پوهنتون ته یی د شامیلدو هڅه وکړه . داسی وخت ؤ چه هغوی قبول شوی هم نه وه ډیری لاری ورته بند وی خو هغه په ډیر کم وخت کی هالنډی ژبه زده کړه او ژباړن (ترجمان) شو .
په کمپ کی د پښتو ، روسی او فارسی ژباړن شو او کمپ مسؤلینو ورسره کومک وکړ او دخروننګین په پوهنتون د طب یا دواسازی په برخه کی امتحان کی بریالی شو . کله چه یی د ماستری پروګرام شروغ کړ همدی وخت کی یی دوطالبانه د دکټورا پروګرام هم شروغ کړی تحقیق او یو کتاب یی هم ولیکل .
او په ۲۰۱۰کال کی یی د ماستری ترڅنګ یو وخت کی دوه دیپلومه واخیستل ماستری اود طب په برخه کی( پی ایچ ډی ) دکتورا
کله چه هالنډیانو د هغه استعداد ولیده نو شراطی یی ورته جوړ کړل او د دواړو امتیازو سره کم لیوډ هغه بیا دامریکا متحده ایالاتو ته بالتیمورد ته لاړ هلته د څیړنیزو فغالیتونو سربیره دجان هاپکنز پوهنتون څخه دوهمه ماستری ( دعامی روغتیا ماستری ) هم بشپړه کړه او ۲،۵ دونیم کاله هلته پاته شو د امریکا متحده ایالاتو کی ورته دکار کول په لوړ امتیاز غوښتنه وشوه خو هغه قبوله نه کړه . او هلنډ ته د کلینکی کارونو دپاره راستون شو او دنیو خین په ښار کی دکارډیولوژی په څانګه کی کار شروغ کړ .
په ۲۰۱۴ کال کی یی د زړه دناروغی په برخه کی څیړنه پیل کړه او په ۲۰۲۰ کی یی بشپړه کړه او په همدی وخت کی تحصص هم تر لاسه کړ .
دا دی په ۲۰۲۱ کال کی د ایروسمس طبی مرکز روتردام کی خپله عالی تخصصی (الیکترو فیزولوژی ) پیل کړه .
باید لږ یادونه وکړم کله چه د عالی تخصصی امتحان ته راغلی وه هلته ټول سپین ږیری متحصصین ناست وه او دبختور خان څخه یی پوښتنه کړی وه چه ځوانه ته دلته څنګه راغلی یی هغه ورته وویل زه هم امتحان ورکوم هغوی ورته ویلی وه دلته امتحان ورکول ډیره تجربه او لایقت غواړی کله چه یی اسناد یی ولیدل بیا یی ورسره ومنل او دټولو دمنځه همدی بریالی شو . هغه ته د ساینسی تجربو دپاره دهالنډ حکومت نیم میلون یورو ورکړی دی او دهغه له خوا په بیلو بیلو سیانسی ژورنالونو کی تر ۴۰ ډیر خپرونی لری .
هغه د ټولی نړی د متخصیصینو سره همکاری لری دامریکادمتحده ایالاتو ، کاناډا ،انګلستان ، جرمنی ،ډنمارک ، ناروی ،سویډن ،استرلیا ،جاپان او نورو څیړونکو سره همکاری لری د هغه لیکنی په ګوګل شولر له لاری هم لیدای شی .
قدرمنو دوستانو راتلونکی کی به یی په ارتباط تازه معلومات شریک کړم هیله لرم چه زما معلومات مو خوښ شوی وی مونږ په خپلو ځوانانو او پیغلو ویاړو چه افتخارونه راوړی . بلی غرغښت ټولنه ویاړ لری چه داسی زیارایستونکی ځوانان لری په راتلونکی به دنورو ځوانانو او پیغلو په هکله تازه معلومات وړاندی شی .
https://scholar.google.com/citations?user=IKSx2JsAAAAJ&hl=en )