وطنه مور یی زمونږ !
وطنه مور یې زموږ!
ولسمشر غني هغه مهال چې د کابل پوهنتون رئیس و نو په لومړي ځل یې د صدرات پخوانۍ ماڼۍ په میلمستون کې د کابل پوهنتون د ظرفیت سازۍ، مالي مرستو او د نصاب د اصلاح په موخه له بهرنیو ډونرانو سره ناسته ونیوه، د ډونیشن په دغه ناسته کې ښاغلی غني وویل: د بین المللي مرسته ستره برخه په بهرنیو مشاورینو مصرف شوه، په داسې حال کې چې دغه مشاورین واقعي متخصصین هم نه وو، د دې لپاره چې زموږ خپل پوهنتونونه د ظرفیت سازۍ پر مراکزو تبدیل شي باید په کابل پوهنتون کې پنځه سوه بین المللي متخصصو استادانو ته د تدریس امکانات مساعد شي او داسې هستوګنیز شرایط ورته برابر شي چې هر کال دنړۍ په کچه پنځه زره هلکان او نجونې د لوړو زده کړو نظام ته تقدیم کړي. د ښاغلي غني پر وړاندوینه که داسې شوی وای په لسو کلونوکې به افغانستان د بشري ظرفیت له مخې پر ځان بسیا وو.
همدا ولسمشر به په پکتیا، خوست او پکتیکا کې خلکو ته مخاطب و چې ستاسو اوبه د جلغوزیو اوبه دي، تردې ښې اوبه نشته، دولسمشر ټینګار ددې لامل شو چې د جلغوزي یو کیلو قیمت د چین په بازارونو کې له ۸ تر ۳۵ امریکايي ډالرو ورسیده، د مادي قیمت پیدا کولو ترڅنګه یې معنوي اهمیت هم لوړ شو او هغه دا چې دافغانستان جلغوزي چې پخوا په پردیو نومونو پلورل کیدل، اوس د افغان جلغوزي په نوم خپل ځانګړی هویت لري.
پرون مې د ترکمنستان لپاره د اروپايي هېوادونو له لوی سفیر سره ناسته درلوده، لومړۍ غوښتنه یې دا وه چې افغانستان باید اروپايي هېوادونو ته د جلغوزي صادرات پیل کړي، که خدای کول د کرونا تر بحران وروسته به په اروپايي هېوادونو کې یو کیلو افغان جلغوزی پر ۸۰ ډالره پلورل کیږي.
په کابل کې د دارلامان او تاج بیګ قصرونو په شمول ۲۹ ویجاړ شوي قصرونه بیرته جوړ شول، د ولسمشردا شعوري ټولنیزه هڅه اماني هڅه وه، په اروپا کې د مودرنیته غورځنګ د بنسټي کیدو پر مهال شاه امان الله خان هم ډیره هڅه وکړه د خلکو تر منځ د فکري خلاقیت د ودې او پراختیا په منظور یو سالم ټولنیز رقابت را منځ ته کړي او خلک وهڅوي چې د معاصر دوران ( بانک او بازار) یوه برخه شي. ښاغلي غني هم کوښښ کوي د جګړې په وهم کې ښکېل ولس ته حوصله ورکړي او ورته وښيي چې موږ د معاصر دوران یوه ډیره پیاوړې برخه وو او لازمه ده چې بیرته له نړۍ سره شریکه ژبه، متقابل درناوی، شریکې ګټې او د معاملاتو لپاره پراخ او پیاوړي چوکاټونه رامنځ ته کړوترڅود پرمختګ د قافلې لپاره په یوه ښکلي کاروانسرا بدل شو.
ولسمشر غني همیشه وايي چې: لرغونی بلخ د منځنۍ اسیا دروازه ده! د ولسمشر د دې لید د عملي کیدو په منظور ما د منځنۍ اسیا له چارواکو سره په پرله پسې توګه وکتل، داسې هېواد نشته چې د ولسمشر غني له دید سره په ټکر کې خبره وکړي بلکې ټول حکومتونه د ښاغلي ولسمشر لیدلوری تائیدوي. د غني لیدلوري د پلي کولو په موخه تاسو عملي اقدامات ولیدل اما د زیري په توګه وایم: لا نور ښه خبرونه هم پر لاره دي. انشاءالله.
د ولسمشر غني په فکر سیمه ییز هېوادونه باید د کندهار، خوست او ننګرهار ټرانزیټي، اقتصادي، تجارتي او جیو سیاسي اهمیت تائید کړي، که چېرې دا کار نه کیږي نو موږ یې بدیل پیدا کړی دی.
هرات چې ولسمشرغني به د سیمې د اتصال نکته ګڼله، نن له منځنۍ اسیا سره افغانستان د سړک له لارې په ۸ ساعته کې نښلوي، په همدې ترتیب له عربو سره یې په ۳ ورځو ، سویلي اسیا سره یې په ۲ ورځو او له شرقي او غربي اروپا سره یې له ۱۰ څخه تر ۱۹ ورځو پورې نښلوي. همدا ډول نن هرات د ترکمنستان، ایران او افغانستان د وصلیدو زړه شو. سلما برېښنا بند د هرات ۶ ولسوالیو ته پریمانه اوبه ورکوي.
نیمروز هم د کندز په څیر دافغانستان کندو یادېده! موږ د بیان له ازادۍ په استفاده د ولسمشر غني دا افکار نه تطبیق کیدونکي بلل مګر (د پوهنتون همدغه لکچرر) ولسمشر غني کمال خان بند جوړ کړ او نن په کې ترخې او کم کیفیته نه بلکې خوږې او با کیفیته اوبه ذخیره کیږي، که قسمت مو د بدو نه وي نو له خیره سره نیمرزو به پر دویمه ممبۍ بدلیږي.
ځینو بدخیره خلکو زموږ معادن یوه افسانه ګڼله مګر نن موږ حد اقل د خپلو اوبو، زراعت او معدن د ډولونو، نقشو او مدیریت مدیرتي پلان لرو.
جنګ دې ورک شي نوم یې ورک شه، خو نن د سیمه ییزو هېوادونو له اُجرتی قاتلانو او کرايي پوځونو سره د خپل نسل د بقاء په خاطر یوازې موږ جنګیږو او دا تمام عیار جنګ ټول په خپله مدیریت کوو، دغه ځواک او میړانې ټوله نړۍ حیرانه کړې ده چې افغانستان څرنګه د کوانټر ترهګرۍ په برخه کې له بل هر هېواد څخه مناسب نقش لوبولی دی، اما زموږ نظر دا دی چې دا نقش باید سیسټماټیک، سوله ییز، اقتصادي اوپر متقابلو ګټو ولاړ وي، موږ په همدې مورد ګڼ شمیر اقدامات تر لاس لاندې لرو.
زموږ دښمن په دې پوهیږي چې دا فولادي ملت دجګړې په وسیله نه ماتیږي اما کوښښ کوي موږ نا ارامه کړي چې ونه شو کولی د خپلې طبعي پانګې (اوبو، معادنو او طبعیت) کنټرول ولرو او داسې یوه معاصر نظام رامنځ ته کړو چې له خپلو امکاناتو ګټه واخلو. دا یویشتمه پیړۍ ده، نړۍ په یوه کلي دبدلیدو په حال کې ده دا بیداري ددې باعث شوی چې زموږ ځوان نسل به نوره هیڅ بدخواه او غلیم ته ددې اجازه ورنه کړي چې زموږ نظام چپه کړي.
وطنه تاریخ جوړوو!
کمال خان بند مو مبارک شه!
یادونه: رسالتاً د اداره امور له هغو ټولو همکارانو مننه کوم چې د دې سترې ملي پروژې (کمال خان بند) څخه یې لازم نظارت وکړ او ولسمشر ته یې له هر بهیر څخه پر وخت راپور ورکړ
خان ولی خان بشرمل
درناوی
