وروستي پرلیکه شوي

استاد ګل زمان او صفدر توکلی !

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنرمندانو د قدردانۍ په موخه نن د هیواد یو شمېر سابقه لرونکو او بریاليو هنرمندانو ته د استادۍ لقب او ستاینلیکونه ورکړل.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛؟په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د یو شمېر استادانو او د موسيقۍ هنرمندانو په ګډون جوړه شوه ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خپله وینا د مولانا په شعر سره پیل کړه:
خدایا مطربان را انگبین ده – برای ضرب دست آهنین ده
جگرها را زنغمه آب دادند – زکوثر شان توهم ماء معین ده
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هیواد د هنر او هنرمندانو د مقام په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې هنرمندان د خلکو لپاره خوښي او مسکا رامنځته کوي.
محمد طاهرزهير څرګنده کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پروګرام دا دى چې په هر ممکن ډول د هنرمندانو لاسنيوی وکړي او د هغوی د هنري فعالیتونو ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه په اوسنيو سختو شرايطو کې چې غم او بدبختۍ فضا تیاره کړى ، یوازې هنرمندان دي چې د خپل هنر له لارې د خلکو له زړونو غم لرې کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل چې دغه وزارت به د هیواد یو شمېر بریاليو او سابقه لرونکو هنرمندانو ته د دوی د خدمتونو او د هنرمندانو د ستاینې په موخه د استادۍ لقب او ستاینلیکونه ورکوي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له ستاينليکونو سره يوځاى استاد ګلزمان ته د پښتو موسیقۍ د ( بابا) لقب او صفدر توکلي ته د دمبورې د (سلطان ) لقب ورکړ.
دغه راز د غونډې په بهير کې، د استاد ګلزمان ژوند ليک او د سندرو غورچاڼ کتاب چې استاد اسلام الدین فیروز لیکلی دی، مخ کتنه وشوه او استادګل زمان، استاد صفدرتوکلي او استاد اسلام الدين فيروز په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه د هېواد د موسيقۍ د هنرمندانو د قدردانۍ په خاطر او همدارنګه د دغو مراسمو په جوړولو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه.
وروسته محمدطاهر زهير د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د موسيقۍ د وياړ مډالونه، د افغانستان د موسيقۍ د هنرمندانو ټولنې، د هېواد د سابقه لرونکو او برياليو هنرمندانو استاد ظاهر باختري، استاد غلام فريد احمدي، استاد سرداراحمد، استاد الله مدو، استاد ثمن ګل، استاد عبدالمجيد سپند، استاد طلامحمد تخاري، استاد حيات الله ابدالي او استاد عبدالقيوم ناصح ته د استادۍ لقب سندونه او ستاينلکونه ورکړل.
په همدې ترتيب د افغانستان د موسيقۍ د هنرمندانو ټولنې د موسيقۍ د وياړ مډال، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د موسيقۍ رييس استاد محمداحسان عرفان ته هم ورکړشو.
د غونډې په پاى کې هنرمندانو د موسيقۍ پارچې اجرا کړې.
دا دواړه هغه هنرمندان دی چه دافغانستان دپاره یی ښکلی سندری ویلی دی