منظور پښتون
منظور پښتون
منظور پردي پاله دی د پاکستان د آی ایس آی کارمند دی د پاکستان د ریاست لپاره کار کوي هسي زموږ سترګو ته شیګي شیندي موږ تېرباسي ، مبارزه یې رښتینې نه ده په لر کي چي کوم افغان پاله پښتانه اوسیږي هغه یو یو د پاکستان ریاست ته په ګوته کوي او پرې وژني یې.
هو دا یو غدار دی ددې ملاتړ ونه کړئ زموږ په وطن کي تر منظور تکړه ځوانان سته د هغوی ملاتړ وکړئ د هغوی سره ودرېږئ زموږ په وطن کي هر زلمی منظور دی په پردي منظور ناز او فخر مه کوئ!
دا ټولي هغه خبري دي چي نن سبا پر فېسبوک د ځینو هغو کسانو له خوا پر فېسبوک چلول کیږي چي ځان اصلي افغانان ګڼي ځان د احمد شاه ابدالي او د میرویس نیکه لمسیان ګڼي دا خبري هغه کسان کوي چي ځانونه د غازي آمان الله خان بچي یادوي.
د افغانانو دلته کور خراب دی خپل روان حالت ته پام نه کوي دې ته فکر نه کوي چي دوی اوس په کوم حالت کي قرار لري؟
سیاسي مبارزه ډېر ګران کار دی ډېره غټه حوصله غواړي خو دا یوه خبره سته زه چي فکر کوم موږ ته خدای (ج) قهرېدلی دی ولي چي پر موږ یې داسي عذاب مسلط کړی دی چي د خلاصېدو امکان یې نه سته.
مطلب مي دا دی چي خدای مه کړه اخیر او پای به دا منظور په رښتیا هم راڅخه زړه توری سي او په رښتیا به موږ یوازي پرېږدي ځکه چي منظور یو هوښیار پوه او یو مدبر شخصیت دی هغه د خوشحال بابا ځیني اشعار به ضرور ور په یادیږي چي دا زموږ لخوا دده توهین کیږي.
خوشحال بابا ډېر پخوا د افغانانو خو خاص کرد د پښتنو څخه سر ټکولی دی لکه دلته چي وایي:
اتفاق په پښتانه کي پیدا نه سو
ګني ما به د مغل ګرېوان پاره کړ
خ.خ.خ
بل ځای وایي:
په اور وسوځه دا توري قلمونه
زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده
خ.خ.خ.
نو موږ هغه قوم یو موږ کي هیڅ ذره بدلون نه دی راغلی زه ډېر وېرېږم هسي نه دا هیلي مو هم خزان سي د یو داسي مشر څخه خدای مه کړه بې برخي شو لکه د منظور موږ تېر تاریخ ته په کتو سره نور هم داسي رښتیني اتلان درلود سوي دي خو اخیر یې موږ خپله ملا ورماته کړې ده موږ تر اوسه هغه خلک یو هغه مو فکرونه دي زه روان حالت ته په کتو سره ګورم چي موږ ته خدای (ج) قهرېدلی دی زموږ حالت نه بدلوي ځکه موږ خپله نه غواړو چي خپل حالت ته بدلون ورکړو موږ خپله خپل په بربادۍ خوشحاله یو.
ما خپل په قتل هر ځای خپله ګواهي ورکړې
د سر دوښمن ته مي د خپل مرګ اجازه راوړې
چي هر ګوزار د دوښمن نېغ زما پر سر ولګي
د جنګ میدان ته مي په مات لاس مي ډېوه راوړې
ح. س
موږ خپلي بربادۍ ته خپله لمن وهو.
هر کار په تدبیر سره کیږي موږ ولي د یوویشتمي پېړۍ پاتي خلک و اوسو دومره پاتي خلک چي موږ خپل او پردي نه سره پېژنو.
منظور یې پردی خو موږ کي باید دومره کمال وای چي موږ دا پردی منظور خپل کړی وای موږ باید مبارزه کړې وای موږ باید خپل درد په یو ډول نه په یو ډول دده پر زړه ایښی وای موږ باید د خپلي بېوسۍ او بې کسۍ په زور دده زړه ګټلی وای هغه پښتو کي یو متل دی وایي:
خپل که دي مړ کړي خو لمر ته دي نه غورځوي
په والله چي منظور ته تر یو پنجابي جنرال خپل یو لېونی پښتون ګران دی په والله که یې پر یوه پښتون د پنجاب د ریاست دا ظلمونه پېرزو کیږي منظور پښتون دی منظور افغان دی د منظور سترګي د افغان وطن په روان حالت هر وخت خپه وي د منظور په سترګو کي د افغان وطن لپاره یوه لېونۍ مینه پرته ده که څوک رښتینی افغان وي هغه مینه احساسولای سي منظور یوه ناره ده چي تر هر دردېدلي زړه پوري رسیږي.
اوښکي زړه ته تېروم په خوله لاس نیسم
ژاړم نه شاوخوا ناست ټول رقیبان دي
د پردیو منځ ته یوازي لوېدلی منظور یوازي مه پرېږدئ!
د منظور په سترګو کي د هر افغان لپاره غرونه غرونه مینه پرته ده هغه مینه احساس کړئ د هغي میني قدر وکړئ مه پرېږدئ چي یو داسي جانان له لاسه ورکړئ د رقیبانو له ضده لاس ورکړئ که څه هم د منظور په سترګو کي څوک دا مینه نه سي لیدلای خیر دی تاسو دومره مینه ورکړئ چي د هغه په زړه کي ځان لره ځای پیدا کړئ موږ ټول یوه وینه یو موږ ډېر ژر سره حل کېږو موږ ټول یو وجود یو صرف د وخت او زموږ د دوښمنانو سازش دی زموږ په زړونو کي یې کرکه اچولې ده.
هیڅ هم نه سته د نن نه راولاړ سئ د خپل مشر او رښتیني رهبر تر څنګ کلک ودرېږئ په هره معنی یې ملاتړ وکړئ مه پرېږدئ چي دوښمن زموږ له دې ناپوهۍ نه ګټه واخلي او خدای مه کړه په رښتیا مو سره پردي کړي.
زموږ دوښمن له ډېره وخته څخه همدغه غواړي چي زموږ په منځ کي لاري جوړي کړي خو موږ ځینو افغانانو بیخي په آسانۍ سره ددوی ومنل خو زموږ رهبر یو هوښیار د یو لوی زړه خاوند دی ان شاءالله چي موږ به یوازي نه پرېږدي که موږ هر څومره پر غلطه لار روان سو خو دی به مو بیا هم لار ته سموي او خپل د شفقت لاس به زموږ له سره څخه نه پورته کوي زما په خپل مشر باور دی چي موږ به یوازي نه پرېږدي او زه د ټولو هغو کسانو څخه هیله کوم چي څوک هم زما سره په دې خبرو همنظره دي هغو ته زه دا یو خواست کوم چي دغسي مه کښېنئ کوښښ وکړئ هغه کسان چي د منظور سره یې ورانه ده هغه کسان وپوهوئ د قلم له لاري د خپل قوم لپاره مبارزه وکړئ خپل د قوم پر ناپوهۍ وژاړئ کوښښ وکړئ چي له دې حالته خپل زورېدلی قوم وباسئ.
او دا شعور پکښې پیدا کړئ چي خپل رهبر وپېژني خپل دوست وپېژني دوښمن وپېژني ان شاءالله یوه ورځ به خپل هدف ته رسېږو مایوسه کېږو به نه که زموږ په ژوند کي زموږ مبارزه رنګ رانه وړي که مړه سو نو خلک به مو د یو قومي مبارز په نامه یادوي همدومره زموږ لپاره ډېره ده چي راروان نسل مو په نامه فخر وکړي او زه امید لرم چي دا کاروان به خپل منزل ته رسیږي دا کاروان یو سپېڅلی کاروان دی دا کاروان د ملنګانو او دروېشانو کاروان دی ان شاءالله چي د لاري غپېدلي سپي به شرمنده خپل په لاره ځي.
دا یو څو کرښي دي منظور جانان ته ډالۍ وي.
(رهبر)
ما ملا او ما منبر موندلی دی
یو سړی مي پر خیبر موندلی دی
غمازان دي اوس په سرو لمبو کي سوځي
ما د سرې ټوپۍ دلبر موندلی دی
لر او بر به د یوه ګرېوان تڼۍ کړي
لر او برو داسي سر موندلی دی
د دوښمن حلالول چي پرې رواه دي
موږ اوس دغسي خنجر موندلی دی
دا کابل او پېښور سره ګنډو نور
تار او ستن کي مو هنر موندلی دی
پښتانه دي د هر غم سره اوس خاندي
پښتنو داسي رهبر موندلی دی
د تیارو ورک لاروي وو ډېری مړه شوو
ایله اوس مو نو سحر موندلی دی
د دوښمن او دوست په فرق پوه شو
سالاره
د پښتون سترګو نظر موندلی دی
او دا مي هغه لیکلی کله چي زموږ ویاړلی مشر د تور پنجاب د ظالم ریاست په زندان کي ناست و.
تور فوځونه دي له سرې ټوپۍ نه زار شه
نر منظوره هر پښتون دا ستا په لار شه
زولنې دي په لاسونو کي شه ماتي
زموږ اوښکي ستا د دنګي غاړي هار شه
د سهار باده خبر د خوښۍ راوړه
بند طوطي نور خپل په بڼ کي په چیغار شه
چي د بل په محفلونو کي ګډیږي
بل اور پوري یې د حسن په بازار شه
هره کونډه هر یتیم درته دعا کړي
په ګونډو درته راکت خوني ښامار شه
دا توفیق له خپله خدایه څخه غواړو
دوښمنان دي ټول زموږ په لاس سنګسار شه
چي د لر او بر په منځ کي بېلتون غواړي
د طورخم په دروازه کي ټول په دار شه
هره ساه دي سره لمبه شه چي دوی سوځي
هره چیغه دي د دوی د سر ګوزار شه
بدرنګي ده د رنګونو ضرورت دی
پښتونخوا په تور او سور زرغون سینګار شه
د لېوانو له حملې څخه یې خلاص کړه
بې سالاره دی کاروان ته یې سالار شه
درنښت: حکمت الله سالار
