وروستي پرلیکه شوي

سناتور عثمان کاکړ څوک و او ولې ترور کړای شو ؟

سناتور عثمان کاکړ څوک و او ولې ترور کړای شو ؟
شهید محمد عثمان کاکړ د سردار عبدالقیوم خان سرګړي کاکړ زوی چې په کال ( ۱۹۶۱ / جون / ۲۱) د محکومې پښتونخوا په مسلم باغ کې وزېږېده. لومړنۍ زده کړې یې په مسلم باغ کې تر سره کړې او په کال ( ۱۹۸۱) د پنجاب د بهاولپور ښار اړوند په ټیکنیکل کالج کې داخله واخیسته او د نوموړي کالج درې کلنه دوره یې په بریالیتوب سره تر سره کړه د بهاولپور د کالج تر فراغت وروسته یې بیا لا نورو لوړو زده کړو ته مخه کړه او د کویټې په سائنس کالج ( ۱۹۸۳– ۱۹۸۴) کې یې ( بي ‘ ایس ‘ سي ) وکړه.
ویل کیږي چې په همدغه کال او همدغه دوره کې یې د محصلینو د کالج په قومي غورځنګ ” تنظیم ” کې غړیتوب تر لاسه کړ او سیاسي قومي مبارزه یې د هغو محرومیتونو پر ضد پیل کړه چې د بهاولپور په پنجابي کالج کې ورسره مخامخ شوی و.
دغه ځوان پښتون زلمی لا د سټوډینډ ارګانیزیشن فعال غړی و چې د جنرال ضیاءالحق پوځي دولت د ملي او سیاسي ګوندونو په کړنو او فعالیت بندیز ولګاوه او د همدې بندیز په ترڅ کې د پښتونخوا عوامي ګوند د جنرال ضیاءالحق ددغه غیرې جمهوري او ناروا عمل پر وړاندې لاریون وکړ خو پوځیانو په لاریون کوونکو برید وکړ او اته تنه لاریون کوونکي یې شهیدان کړل.
تر دغه برید وروسته د عثمان کاکړ مبارزه نوره هم د ظلم او ظالم نظام پر وړاندې ګړندۍ او غښتلې شوه او په کال (۱۹۷۸) کې چې کله د پښتونخوا د عوامي ګوند کانګره جوړه شوه نو شهید عثمان خان کاکړ په کې د محصلینو د تنظیم د لومړي سکرټر په توګه وټاکل شو.
شهید عثمان خان کاکړ د سیاسي فعالیت تر څنګ خپلې زده کړې هم کولې او د کوټې د قانون له ( لا کالج) کالج څخه یې د وکالت د ( ایل ‘ ایل ‘ بي) ډیګري هم تر لاسه کړه او همدا ډول یې د وکالت سره سم د بلوچستان له پوهنتون نه په ریاضیاتو کې هم د ماسټرۍ دیپلوم نر لاسه کړ.
د همدې کال ( ۱۹۷۸ م) په ترڅ کې د ګوند صوبايي غونډه په ګلستان کې وشوه او ښاغلی عثمان خان کاکړ د صوبایي سیکرټر وټاکل شو.
په کال ( ۲۰۰۶ م) کې د ګوند بله کانګره د کوئټې د ایوب سټیډیم په احاطه کې وشوه نو ښاغلی عثمان خان کاکړ د نوموړي ګوند صوبایي مشر یا صدر وټاکل شو د ( ۲۰۱۳ م) د کانګرې وروسته د مرکزي سکرټریت سره سره بیا هم صوبایي مشر وټاکل شو.
تر پورتنیو کلنو وروسته یعنې له ( ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۲۱ م) پورې بیا د پاکستان په مرکز اسلام برباد کې یې د یوه پښتون سناتور په توګه ښه په نره او زړورتیا د پښتون او افغان ولس په ننګه او ملاتړ له ویاړه ډکه سناتوري او د خپل محکوم ولس نماینده ګي وکړه.
د همدې کال د مارچ پر لسمه نېټه ( ۲۰۲۲/ مارچ / ۱۰) چې کله د دوبي رخصتي پیل کېده ښاغلي عثمان کاکړ په ټولو سناتورانو او د پاکستان په دولت غږ وکړ چې د څارګرې او جلادې ادارې ( لی ‘ لیس ‘ ای) له خوا ورته نېغ په نېغه د مرګ او ترور ګواښونه شوي دي او اعلان یې وکړ چې که سر ته یې هر ډول تاوان راپېښ شو نو قاتلان یې واردمخه لا معلوم دي او د پاکستان د استخباراتو اداره ده.
ښاغلی کاکړ په دې ښه پوهېده چې نور نو د پنجاب ادارې ته د منلو وړ نه دی او هر څومره ژر چې کیږي د پنجاب اداره یې وژني.
همدا و چې د همدې روانې میاشتې ( جون) پر اولسمه نېټه یې د ای ایس ای جلادانو د ټلیفوني څارنو له امله پر کور ( کويټه) په داسې وخت کې برید وکړ چې ښاغلی عثمان د خپلې یوې کوچنۍ دولس کلنې لور سره یواځې په کور کې و او نور د کور غړي یې په چکر خپل د مسلم باغ بل کور ته تللي وو.
دغه پټ مخي یوه ډله جلادان ماښام ته نږدې څه کم اوه بجې پر کور ورننوتل څو تنو په غیږ کې ټینګ ونیوه او نورو پر سر د تومانچو پر اسپنیزو کونداغونو تر هغې وواهه چې بې هوښه شو او په خپلو وینو کې لمبېدلی پر ځمکه پرېوت پټ مخي جلادان چې ښه ډاډه شول چې نور نو عثمان خان کاکړ د سترګو د غړولو نه دی نو دغه بې ننګه بزدلان ښه په ارامه د پېښې له ځایه په داسې حال کې ووتل چې بېرون امنیت هم ورته پولیسو نیولی و.
وېرېدلی او ترهېدلې ماشومي لور یې د ګوند ملګرو ته ټلیفون وکړ ملګرو یې لومړی سمدواره د عبدالمناف په نوم یوه روغتون ته یوړ شېبه وروسته ته یې د ډاکتر نجیب په نوم بل روغتون ته یوړ او بیا یې د سیټي په نوم بل روغتون ته یوړ دوه ورځې وروسته یې کراچۍ ته یوړ او د اغاخان په روغتون کې یې بستر کړ.
ځینو ملګرو هڅه وکړه چې بهر یې درملنې ته ولیږي د پنجاب قاتله اداره که څه هم مطمینه وه چې نور نو عثمان خان د رغېدلو نه دی خو بیا یې هم بهر ته د عثمان خان د انتقال او لېږد کارونه ځنډ او خنډ کړل تر دې چې نن یعنې د جون په یویشتمه د غرمې پر دولس نیمو بجو یې سا ورکړه.
ارواښاد شهید عثمان خان درې زامن او همدا یوه لور لري د ګوند او د کورنۍ د غړو د وینا پر بنسټ په پام کې نیول شوې ده چې د جون پر ۲۳ د چهارشنبې په ورځ به په مسلم باغ کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي په داسې حال کې چې ډېر پښتانه افغانان هیله لري چې دغه ویاړلی شخصیت په کندهار کې خاورو ته وسپارل شي.
اوس به راشم په لنډو ټکو کې دې ته چې ولې ټارګیټ شو او بالاخره ووژل شو :
که څه هم خبرې او دلایل ډېر دي خو تر ټولو لومړی دا چې هغه یو پو ‘ هوښیار او لوی سیاسي شخصیت و ‘ د هغه په شخصیت کې د یوه لوی لارښود او رهبر ظرفیت و ‘ د پوهې ‘ علم او منطق سره سره یو خولور او زړور مشر و د سیاسي پوهې او بصیرت ثمر یې پوخ شوی و او د ټول پښتنو د پام وړ ګرځېدلی و.
د تاریخ په دې حساس پړاو کې چې د لومړي ځل دپاره محکوم او خپلواک پښتانه یا لر او بر افغانان ټول سره یوه خوله او یو اتفاق شول او د پنجاب اداره یې ورو ورو د خپلو ظلمونو او وحشتونو له امله رسوا او انزوا ته کړه په همدغه حساس پړاو کې شهید عثمان خان یوازینی د سیاسي ګوند مشر و چې سیاسی محافظه کاري یې ونه کړه او په ډاګه د پښتون ژغورنې د غورځنګ سره ملګری شو او په هره غونډه کې یې نه یوازې دا چې برخه واخیسته بلکې ښه په جرئت او سپینه وینا یې د پنجاب کړي ظلمونه او وحشتونه رسوا او بیان کړل.
شهید عثمان کاکړ که څه هم په اسلام برباد کې د پاکستان په پارلمان کې د پښتون محکوم قام استازی و خو هیڅکله یې پر خپل سر د پاکستان جنډه او د علي جناح تصویر نه مانه. هغه افغان ولس یو ملت ګاڼه او د ډیورنډ لین کرښه یې د وخت جبر او استبداد ګاڼه. هغه باور درلود چې له آمور تر اباسینه دا یو لوی افغان ملت دی او دغه محکوم ولس هیڅ وخت د پاکستان په اداره کې د یوه ملت په توګه نه شي ورګډېدلای. هغې په زغرده او ډاګه ویل چې د افغانستان په څلوېښت کلن جنګ کې د پاکستان مطلق لاس دی او پنجاب به ددغه تاریخي ناورین او انساني غمیزې حساب خامخا ورکوي.
د پاکستان د بدنامي ادارې د استخباراتو د یوه پخواني او متقاعد څارګر په خصوصي وینا چې وایي: عثمان کاکړ د پاکستان د پنجابۍ ادارې په تور لېست کې له ډېر پخوا څخه و خو کله چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ سره ملګری شو او د پښتون ژغورنې غورځنګ یې په رواني او سیاسي توګه تقویه کړ نو د عثمان کاکړ له نوم له سره کرښه راتاوه شوه او د ادارې جلادانو انتظار کاوه چې د بدنامۍ نه پرته په مرموزه توګه خپل شوم هدف پلي کړي بالاخره د پنجاب اداره د عثمان خان د ژوند پاڼه ژیړه کړه او هماغه جلادان یې چې د پاکستان د تر ټولو قوي مذهبي حامي مولانا سمیع الحق پسې ورلېږلي وو هماغه جلادان یې بالاخره د عثمان کاکړ کور ته هم د غلو په شکل ورولېږل او دغه ستر انسان یې په بزدلۍ وواژه.
او د وژلو تر ټولو لوی لامل یې دا و چې د پنجاب ادارې د پاکستان د ملي ګټو خلاف ګاڼه او د لوی افغانستان د مفکورې یو داعي او سیاسي کارکن.
عثمان کاکړ ‘ پروفیسور محمد ابراهیم ارمان لوڼی ‘ د پولیسو ځایي مشر طاهر داوړ ‘ شهید سردار محمد عارف وزیر دا ټول همدغو حرفوي او مسلکي قاتلانو ( اداره) شهیدان کړل او دا لړۍ لا روانه ده ددغو ټولو بېلتون موږ ته ګران دی خو خپلواکي ګټل او د ظلم او ظالم خلاف مبارزه او جهاد قرباني غواړي دا قربانیان به د خپلواکۍ تر دمه روانې وي زموږ مېړونه به دغه شان وژل کیږي خو فکرونه او د خپلواکۍ غوښتنې یې نه ورکیږي او نه محوه کېدلای شي دا کاروان به روان وي او هره ورځ به مخکې ځي ددغو روانو ظلمونو پر وړاندې به لا موږ سره نږدې کېږو او یو بل ته به لاسونه ورکوو ترڅو د پنجاب د ظلمونو ټغر ټول کړو.
عثمان کاکړ یو نر ‘ زړور او سوچه پښتون و ښه ایمانداره او ښه پاک ستر مسلمان او په دین مین مؤمن و هم یې خپل قام او انسانیت ته مخ سپین دی او هم د حق په ویلو او ګټلو کې خپل خدای ته سپین مخ ولاړ.
د شهید کاکړ شهادت او ترور د پنجاب نه لومړی ترور دی او نه به وروستی وي دا د حق او د باطل مبارزه ده او د بري تر دمه به روانه وي.
د شهید کاکړ لاره روښانه او پاکه ده او موږ ټول یې فکري لارویان یوو. وینه به یې خامخا ان شآءالله رنګ راوړي او خدای تعالی د محسنانو وینه نه ضایع کوي.
اټک یوسفزی