وروستي پرلیکه شوي

((د زده کونکی او ښوونکی د عبرت څخه ډکه کیسه ))

((د زده کونکی او ښوونکی د عبرت څخه ډکه کیسه ))

د تعلیمی نوی کال په اوله ورځ میرمن ټامپسن د پنځم ټولګی صنف ته ننوتله او خبرو کی یی زده کونکو ته وویل : زما دپاره ټول زده کونکی مساوی دی او د دوی په منځ کی هیڅ توپیر نشته . البته داخبره یی دروغ وه داسی هیڅ امکان نه لری .
په ځانګړی توګه له هغه وخته چه د ټولګی په لومړی قطار کی یو کوچنی هلک ؤ ټینډی استوارد په نوم باندی په چوکی ناست ؤ . تیر کال د میرمن ټامپسن هغه نه خوښیده او ناکام کړی یی وه دهغه کالی چټل او دنوروماشومانو سره یی ملګرتیا هم نه کوله درسونه یی نه ویل یو تصادفی زده کونکی وه د میرمن ټامپسن هم نه خوښیده .
سږکال چه بیا ټینډی په پنځم صنف کی وه میرمن ټامپسن پریکړه وکړه چه دهغه دتیرو کالو علمی ریکارډ وګوری .
ترڅو ځان ته معلومه کړی چه زده کونکی ته کوم کومک لازم دی .
د لومړی ټولګی پرچه کی یی ښوونکی لیکلی وه :
ټینډی یو ځیرک ،خوښ او با استعداده زده کونکی دی هغه دخپل کورنی کارونه ښه تر سره کوی او ښه چلند لری ((بشړ رضایت تری لرم ))
د هغه د دوهم ټولکی په راپور کی راغلی وه :
تینډی ښه زده کونکی دی د هغی تولګیوال دهغه سره مینه لری .مګر د هغی مور په روغتون کی بستر ده روانی ناروغی ورته پیدا شوی ده .
د هغه د دریم ټولکی ښوونکی په دوسیه لیکلی وه :
د تینډی د مور مرګ په هغه بد تاثیر کړی او هغه ته یی زیان رسولی ده هغه د زده کړی دپاره هڅه کوی مګر پلار یی دهغه دزده کړی سره علاقه نه لری . که دهغه دکور چاپیریال بدل نه شی نو هغه به ډیری ستونزی ولری .
د ټینډی دڅلورم ټولګی ښوونکی په خپله دوسیه کی لیکلی وه : ټینډی د ښونځی څخه وتلی دی او دښونځی سره علاقه نه لری .هغه ملګری نه لری په ښونځی کی ویده کیږی .
میرمن ټامپسن د خپلی قضی په لوستلو سره د ټینډی ستونزه درک کړه .او ځان یی په د تورن کړ چه ناوخته یی مسآله درک کړی ده . ((تصادف ته ګوره سبا دښوونکی ورځ وه ))
د ښوونکی په ورځ زده کونکو د ښوونکی دپاره ښایسته ډالی چه په رنګارنګ کاغذونو کی یی تاوکړی وی ډیری ښایسته او رنګینی ښکاریدی راوړی وی .
د ټینډی ډالی په ښایسته کاغذ کی تړل شوی نه وه په معمول کاغذ کی یی تاو کړی وه .
میرمن ټامپسن ټولګی ته دننه شوه د زده کونکو ډالی ییخلاصولی چه کله د ټینډی ګیډی پرانیسته په هغه کی یو استعمال شوی عطر چه دری په څلورمه حیصه یی استعمال شوی وه او یو دلاس بنګړی چه څو غمی یی هم غورځیدلی وه . د دی ډالی په لیدو زده کونکو وخندل .
مګر میرمن ټامپسن هغوی د خندا منع کړل او د تحفی د ښکلا په تعریف یی پیل وکړ .او دټولو ماشومانو په مخ کی عطر په ځان ووهل .
ټینډی هغه ورځ د ښوونځی څخه بهر خپلی ښوونکی ته انتظار وکړ تر هغه چه میرمن ټامپسن راغله .
هغه د ښوونکی خوا ته وراغی او ورته ویی ویل : میرمن ټامپسن نن تاسی زما دمور په شان بوی لری . له تاسو څخه نن ورځ زما دمور په شان بوی ځی .
ټامپسن د خدای په امانی څخه وروسته په خپل موټر کی کښیناسته او څو دقیقی یی وژل .
د ټینډی لنډه کیسه :
ښوو نکی او زده کونکی !
ټینډی د هغه ورځی وروسته یو بل انسان شو . په لوستلو او لیکلو ، ریاضیاتو او ساینس زده کړی سربیره هغه ماشومانو ته د مینی او ژوند کیسی ښودلی .
الیته ټینډی ته یی ځانګړی پاملرنه کړی وه . وروسته د څه وخته د ټینډی ذهن بیا ژوندی شو څومره چه ټامپسن هغه هڅاوه همدومره ټینډی هم خپل استعداد ښوده او په ښونځی کی دهوښیارو زده کونکو څخه شو .
که څه هم ټامبسن دروغ ویلی وه چه دټولو سره یو شان مینه لری او ټینډی دټولو مشهور زده کونکی شو .
یو کال وروسته ټامپسن د ټینډی څخه لیک تر لاسه کړ په هغه کی یی لیکلی وه (په هغه کی یی لیکلی وه چه تاسی تر ټولو غوره ښوونکی یاست )
شپږ کاله وروسته دټینډی څخه بل لیک میرمن ټامپسن ته راغی او هغه لیکلی وه چه هغه لوړی زده کړی پای ته رسوی او د دریم کال زده کونکی دی او زیاته کړی یی وه (تاسی ترټولو ښه ښوونکی یاست چه ما په ژوند کی درلوده )
څلور کاله وروسته ټامپسن لیک تر لاسه کړ چه ټینډی لیکلی وه چه د ډیر مشکلاتو سره سره ما پوهنتون پرینښود او دیر زر به د ویاړونو سره فارغ شم هغه لیکلی وه چه میرمن ټامپسن دهغه دژوند تر ټولو غوره ښوونکی ده .
د لیسانی د سند د ترلاسه کولو وروسته هغه پریکړه وکړه چه خپلو زده کړو ته دوام ورکړی .
یو ځل یی بیا میرمن ټامپسن دخپل ژوند غوره ښوونکی وبلل شوه مګر داځل دټینډی نوم لږ څه اوږد ؤ .
ډکټور تیودو ستورد !!!
کیسه لا پای ته نه ده رسیدلی !
دهغه کال په پسرلی کی یو بل لیک راورسیده او په لیک یی لیکلی وه !
چه هغه د یوی جنی سره مینه ده او دهغی سره یی لیدلی دی غواړی واده وکړی او څرګنده کړی یی وه چه دهغی پلار څوکاله کیږی مړ شوی دی او د میرمن ټامپسن څخه یی په کلیسا کی د ناستی غوښتنه کړی وه . چیرته چه معمولآ مور کښینی .که تاسی موافقه کوی . میرمن ټامپسن پرته دځنده یی ومنله …
تاسی څه اټکل کوی چه میرمن ټامپسن څه وکړل ؟
میرمن ټامپسن هغه زوړ پنګړی او دهغی دمور په شان د عطرو بوتل یی واخیستل او ټینډی د واده په ورځ .
کله چه یی میرمن ټامپسن په کلیسا کی ولیده دیرګرمه یی استقبال کړه او غوږ کی یی ورته وویل : میرمن ټامپسن ستاسی د اعتبارڅخه چه په ما مو کړی ده مننه کوم .
زه اوس یو مهم سړی یم او تاسی احساس راکړ چه تغیر وکړم مننه کوم .
میرمن ټامپسن په داسی حال کی چه سترګی یی داوښکو ډکی وی تاسی اشتهبا کوی او غلط یاست دا تاسی یاست چه ما ته مو تغیر راکړاو ځان می بدل کړ .
مخکی لدی چه تاسی ما سره د ښونځی څخه بهر خبری وکړی زه نه پوهیدم چه څنګه درس ورکړم .
دا هم ښه خبره ده چه تاسی وپوهیږی : چه تینډی ستډارد اوس مهال په پوهنتون کی پروفیسر دی او پوهنتون کی د طبی ښوونکو د سرطان څنګه د هغه په نوم یادیږی .
ژباړه : نجیب