وروستي پرلیکه شوي

د اسلامي دولت ډلې «داعش» لخوا په عراق کې ۱۰ زره کسان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو کميساري وايي، چې د سږ زيږديز کال د پیل راهيسې د اسلامي دولت ډلې «داعش» لخوا په عراق کې ۱۰ زره کسان وژل شوي او ۲۰ زره هم ټپيان شوي دي.

د «راشيا ټوډې» رسنۍ د رېپوټ له مخې، په عراق کې د ملګرو ملتونو يوه تن کميسار زيد بن رعد الحسين، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې ويلي، چې د داعش ډلې په عراق کې ډير جنايتونو ترسره کړي دي.

د نوموړي په وينا، داعش د خلکو په وژلو، پر ښځو باندې جنسي تيری، د ماشومو نجونو خرڅول او په ځانګړې توګه د لږکيو قومونو سره ظلم باندې لاس پورې کړی دی.

د ده په وينا، داعش ۱۲ کلنې نجونې پلوري، واړه ماشومان د اعدام صحنو ليدلو ته مجبوروي او د کال له پيل نه د دوی د جنايتونو حاصل د۱۰ زره تنو وژل او ۲۰ زره نورو ټپي کول دي.