وروستي پرلیکه شوي

د بریتانیا ځانګړو ځواکونو (اېس‌اې‌اېس) ځینو پخوانیو غړو له کلونو وروسته د هغو ادعا شویو جنګي جرمونو په هکله د بي‌بي‌سي پانوراما خپرونه کې خاموشي ماته کړې، چې ویل کېږي، د دوی ځینو همکارانو په عراق او افغانستان کې ترسره کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې دا پوځیان په ښکاره په دې اړه غږېږي. دوی ویلي د اېس‌اې‌اېس همکاران یې په داسې حال کې لیدلي چې بې وسلې کسان یې، په خوب ویده وژل. په توقیف کې بندي شوي کسان یې وژل، چې ماشومان هم پکې شامل وو.

یو پخوانی پوځي چې په افغانستان کې یې له اېس‌اې‌اېس ځواکونو سره پوځي خدمت کړی یوه پېښه داسې یادوي: ”دوی د یوه زلمکي لاسونه وتړل او په ډزو یې وویشت. هلک له ورایه ښکارېد چې ماشوم و او ان د جګړې کولو عمر ته نژدې هم نه و.”

دی زیاتوي د توقیف شویو کسانو وژل ”په معمول بدل شوی و.”

نوموړی وايي: ”دوی به یو څوک تالاشي کړ، لاسونه به یې وروتړل او بیا به یې ووژل. بیا به یې د پلاستیکي لاس‌تړونې له پرېکولو مخکې له مړي سره یوه تفنګچه کېښوده.”