وروستي پرلیکه شوي

د لوی اختر مبارکي پیغام

د لوی اختر د رارسیدو په پار د غرغشت ټولنې د مبارکی پیغام!

په دې مبارکه ورځ، چې د ایثار، قربانۍ، مهربانۍ او وحدت ورځ ده، د غرغښت ټولنې مشرتابه لخوا تاسو ټولو درنو غړو، د هېواد قدرمنو خلکو، او ټوله اسلامي امت ته د زړه له تله د لوی اختر نېکې هیلې او مبارکي وړاندې کوي.داخل دې حاجیانو او غازیانو شی. ټولو حاجیانو ته دې الله ج حجونه او عبادات قبول او منظور وګرځوي.

اختر موږ ته دا پیغام راکوي چې نه یوازې حیواني قرباني، بلکې د نفس، ځانغرضۍ او کرکې قرباني ده. دا ورځ موږ ته یو بل ته د لاس ورکړې، بخښنې، ورورولۍ، او یووالي بلنه راکوي.

د غرغښت ټولنه تل هڅه کوي چې د ملي ارزښتونو، دیني اصولو، او ټولنیز خدمت په رڼا کې د خلکو ترمنځ یووالی، پرمختګ او روڼ سبا ته لاره هواره کړي. دا اختر دې زموږ ترمنځ د زړونو واټنونه راکم کړي او د سولې، همکارۍ او محبت پیغام خپور کړي.

الله (ج) دې زموږ قربانۍ قبولې، دعاوې مو قبولې، او ژوندونه مو د خوښیو، خیر او برکت ډک کړي.

عيد مو مبارک، اختر مو بختور

په درنښت،
د غرغښت ټولنې مشرتابه