دافغانستان د ۱۰۶مې د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په مناسبت غونډه
د افغانستان د ۱۰۶مې د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په مناسبت، پیوستن ټولنې او غرغشت ټولنې په ګډه یو ځانګړی فرهنګي جشن ترسره کړ. دغه غونډه د ورورولۍ، یووالي او ملي ویاړ په فضا کې ترسره شوه چې پکې ګڼ شمېر وروڼو او خوېندو برخهاخیستي وه.
په پروګرام کې ګډونوالو د خپلواکۍ د ورځې ارزښت او د ملي یووالي پر اهمیت ټینګار وکړ. دغه راز د فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو له لارې د سولې، دوستۍ او ګډ پرمختګ پیغام خپور شو.
پیوستون او غرغشت ټولنې د خپلو ټولو ګډونوالو او ملاتړ کوونکو مننه کوي او د راتلونکو داسې پروګرامونو د دوام ژمنه کوي

