وروستي پرلیکه شوي

د غرغښت ټولنې مرستې د کونړ د زلزله ځپلو سره

د زړه له کومې مننه!
ګرانو خویندو او وروڼو،
موږ ټولو په ګډو هڅو د کونړ د وروستي زلزله‌ ځپلو وروڼو او خوېندو لپاره له يو ميليون څخه زياتې افغانۍ راټولې کړې او د ضرورت وړ خلکو ته مو ورسولې. دا هره افغاني، د تاسې د مهربانۍ، احساس او انسانيت نښه ده.
الله (ج) دې ستاسو دا نيت، زيار او مرسته قبول کړي او زموږ له ګران هېواد نه دې دا ډول آفتونه ليرې کړي امین .
په درنښت
د غرغښت ټولنې او کلتوري بنسټ مشرتابه