وروستي پرلیکه شوي

د غرغښت ټولنې محفل ۰۸/۱۱/۲۰۲۵

د غرغښت ټولنې او د کلتوري بنسټ محفل لنډ او بشپړ راپور

د الله جل جلاله په سپېڅلي نوم مو د غرغښت ټولنې د کورنۍ او کلتوري محفل غونډه د ۸م نومبر په نېټه د ډېرې ښکلا، مینې او ورورولۍ په فضا کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې د ښځو، سړو، ځوانانو او مشرانو ګډون زموږ لپاره د قدر او ویاړ ځای و. موږ له هر یوه ګډونوال څخه د زړه له کومې مننه کوو چې په دې خوښۍ کې یې برخه واخیسته او دا شپه یې لا ښکلا او رنګینه کړه.

غونډه د قرآن کریم مبارکو آیتونو په تلاوت سره د قاضي صاحب عزیز لخوا په ډېره ښکلي او روحاني انداز پېل شوه. وروسته بیا د ټولنې مشر ډګروال صاحب نوروز د ګډې ورورولۍ، یووالي او ټولنیز خدمت په اړه د زړه له تله خبرې وکړې.

د غرغښت کلتوري بنسټ د سږ کال فارغو زده کوونکو ستاینه او قدر وکړه او ورسره درې محترمو پښتو ښوونکو ته یې په تحفو ونازول او ستاینلیکونه وړاندې شول. دا کار زموږ د ژبې، کلتور او تعلیم د پرمختګ لپاره یو ښکلی ګام و.

په هنري برخه کې زموږ د ټولنې محبوب او تکړه هنرمند نصیب ساقب تشریف درلود چې د ښکلو خوږو سندرو په وړاندې کولو سره یې محفل ته خوښي او رنګ ورکړو. ورپسې د پښتنو دودیز اتڼ ترسره شو چې فضا یې لا زیاته ګرمه او خوږه کړه، او هر زړه ته یې د خپلې خاوري او خپل کلتور مینه تازه کړه.

الحمدلله، هر څه په ډېر ښه ترتیب، نظم، محبت او درنښت سره ترسره شول. موږ د غرغښت کلتوري بنسټ او غرغښت ټولنې د ټولو غړو د ستړي مشي، میلمه پالنې، خدمت او زیار نه د زړه له کومې مننه کوو. همداسې دې زموږ ټولنه تل یو ځای، پیاوړي، مهربانه او د یو بل په قدر پوهه وي.

هیله لرو چې تاسو ټولو دا ماښام زمونږ سره ښه تېر کړی وي. تر بلې ناستې او بلې ګډې خوښۍ پورې،
ان شاءالله،
په مینه، درنښت او یووالي سره !
غرغښت ټولنې او کلتوري بنسټ مشرتابه