د لوی پکتیا د غرغښت ټولنې کلتوري پروګرام (لیکنه سایره نورزی)
د لوی پکتیا د غرغښت ټولنې کلتوري پروګرام
هالنډ – ۰۸/۱۱/۲۰۲۵
د لوی پکتیا د غرغښت کلتوري ټولنې يا(Vereniging) د خپلو غړو د کورنیو لپاره یو زړه پورې کلتوري پروګرام ترسره کړ. دغه پروګرام د ټولنې د کلتوري بنسټ (Stichting) د ځوانانو په هڅو او نوښت برابر شوی و، چې موخه یې د کورنیو ترمنځ د خوښۍ، لیدنې او فرهنګي اړیکو پیاوړتیا وه.
غرغښت ټولنه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د هالنډ په شاهي هېواد کې په رسمي ډول ثبت او راجستر شوې ده. له هغه وخت راهیسې دا ټولنه د خپلې فعاله ونډې او دوامدارو فعالیتونو له امله د اروپا په کچه د یوې باثباته او پېژندل شوې ټولنې په توګه راڅرګنده شوې ده.
دنوموړي ټولنې د جوړېدو اساسي موخې د افغاني کلتور او ارزښتونو ساتنه، د کورنیو ترمنځ د نېکو اړیکو ټينګښت، او د مهاجرو ځوانانو د هویت پياوړتیا ده. د یاد بنسټ له لارې وخت ناوخت د ځوانانو لپاره علمي، روزنیز او کلتوري سمینارونه هم ترسره کېږي.
سربيره پر دې غرعښت ټولنه تل د افغانستان په هر ګوټ کې طبيعي افتونو د قرنانيانو او جګړه ځپلو لاسنيوۍ کوي.
په وروستي پروګرام کې د خوږې ډوډۍ ترڅنګ، د پښتو ژبې د ودې او پراختیا په برخه کې فعاله مېرمنې وستایل شوې. همدارنګه، هغو ځوانانو ته هم د ستاینې سندونه ورکړل شول چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ میلادي کلونو کې یې د زدهکړو سندونه ترلاسه کړي وو.
پروګرام د تکړه هنرمند نصيب ساقب د ښکليو موسیقۍ نغمو سره پای ته ورسېد، چې ګډونوالو ته یې د خوښۍ، یووالي او ملي مینې فضا ورپه برخه کړه.
مونږ د غرغښت ټولنې د راتلونکو فعالیتونو په دوام پوره باور لرو، چې د افغاني کلتور د تود ساتلو او د ځوانانو د لا روزنې لپاره به خپل کار لا پیاوړی کوي.
سايره نورزۍ!
