وروستي پرلیکه شوي

چينايي ډاکټرانو د يوه ځوان په تندي(ټنډه) کې پوزه رامنځ ته کړه – په طب کې بې ساری پرمختګ

Xiaolian ۲۲ کلن چينايي ځوان چې د چين د فوجان ولايت اوسېدونکی دی چې په ۲۰۱۲ زېږدي کال د اګست په مياشت کې د موټر په يوه ټکر کې یې پوزه سخته خوږ شوې وه ، چې له امله یې بيا وروسته پوزه عفوني او ميکروبي شوه، او د پوزې هډوکي او کرپندوکي يې د ميکروبي کېدو له امله خراب شول،له منځه ولاړه او وړه شوه. په اصطلاح( پوزه یې باد وخوړه) .
ډاکټرانو د نوموړي د پوزې د چټلو باکتريا ګانو د له منځه وړلو او د نوموړي د پوزې د بيا رغونې لپاره، نوې پوزه د نوموړي په تندي کې رامنځ ته کړه چې بالاخره له ۹ مياشتو وروسته ډاکټران وايي چې د Xiaolian پوزې بشپړ رشد کړی دی او بايد چې اوس یې له تندي څخه خپل اصلي ځای پوزې ته را انتقال کړو، د ډاکټرانو دا کار په نړۍ کې بې ساری دی او ستر طبي پرمختګ بلل کېږي.
د نوموړي ناروغ د نوې پوزې د جوړښت لپاره یې د تندي لاندې له پوستکي څخه استفاده کړې ده. کله چې یې اصلي ځای ته راوړي، د وينې رګونه ، پوستکی ، د پوزې داخل او نور ټول به جوړ کړي، ياده دې وي، چې پوزه یې يو څه غټه ده، چې اصلي ځای ته له انتقال وروسته به دې هغې چاره هم وکړي.