وروستي پرلیکه شوي

خ‍پګان

خ‍پګان
انور لمر لیکوال:
موږ ټول په خپل ژوند کې د خپګان سره مخامخ شوي یو. خپګان په موږ کې کیدای شي چې د خپلو ورځینیو کارونو له امله
راشي خو دا کومه ستوتزه نه ده، ځکه چې دا خپګان موږ نور هم دخپلو ورځینیو چارو په ښه توګه ترسره کولو ته اړ باسي. خو دلته یو بل ډول خپګان شتون لري چې هغه د انسان د پاره ډېري ناروغۍ او یا ستونزي جوړولی شي. نو دی دپاره چې د خپګان مخنیوئ مو کړئ وي زه ستاسو پام دی لاندې ټکو ته راړوم
– خپکان زمونږ په ژوند پوري تړلي دی. که موږ وغواړو اوکنه خو ،خپګان زموږ سره خپله ملګرتیا کوي. نو دا خپګان کولي شي زموږ د بیخویۍ لامل شي، خپګان زموږ په خویونو او خساستو پوري هم ډېر تړاو لري، ډېر خبګان د ډیرو منفي اندونو څخه رامینځ ته کیږي ، خو دی ته د انسان ډېر وروسته پام کیږي،‌ نو دادی وړاندی چې مخنیوي يي وشي، هغې خپلې ریښې تر منزله رسولي وي.
– لکه مخکې چې یادونه وشوه د ورځینیو کارونو څخه هم رامینځه ته کیدلی شي، خو دا يي نورمال خالات دی. د خپګان بل خالات چې موږ کولای شو ووایو چې(تل پاتی کیدونک‍ۍ خپګان) دا خپکان د انسان په وجود باندی ډېرې ناوړه اغېزې کوي، وجود يي ډېر وخت دروند وي،دا ډول خپکان ډېر وخت دمیړه او میرمن تر مینځ په ناسمه اړیکه کې رامینځ ته کیږي، او هغه خلک چې ډېر وخت ناروغه وي هم پدی خپګان اخته کيدلې شي.

– خبګان کولی شي زموږ ډېر خویونه او عادتونه بدل کړي.د بیلګې په ډول: د ناسمو خواړو خوراک او ډېر وخت څه ته زړه نه کيدل، کله چې انسان خپه وي نو ډېر وخت يي‌ خواړو ته زړه نه کیږي، خو ځيني خلک شته چې کله خپه وي نو، ډېره ډوډۍ خوري چې دا هم زموږ بدن ته تاوان رسوي.خپګان کولی شي انسان په نشه يي توکو روږدۍ کړي ، موږ فکر کوو چې دی سره مو خپګان د مینځه ځي ، هوکې ولي نه تر یو وخته مو بی اخساسه کوي د ورځې پر مخ مو پوره خوشخاله ساتي خو د شپې له خوا مو بیا نه ارامه کوي.
(د خپګان څخه د ژغورلو طریقې)
کله چې د کاره ستړي راشئ ولمبئ، نرمې او پستې جامې واغوندئ ، که کولای شئ نو شین چای وڅکئ. او د خپلې خوښې وړ کتاب ولولئ!
.خپل ځان ته وخت پیدا کړئ، چرته ښه ځای کې وګرځئ ، دی سره به مو د خپګان کچه راټيټه شي
په کوم څه چې خپه یاست ويي لیکئ، او د چا څخه چې خپه باست ويي لیکئ، دا کار هم کولای شي‌ موږ سره د خپګان په لږوالي کې مرسته وکړي.د هغه ملګرو سره خبری وکړئ څوک چې تاسو ته غوږ نیولی شي، اړینه نه ده چې هغه دی څه مرسته وکړئ شي، همدوره بس ده چې ستا خبرې اوریدلی شي. هغې ځای ته لاړ شئ چې په کوم ځاې کې خندا وي. په کور کې د خپګان ملګرتیا مه کوئ!
هر څه ته په منفي نظر مه ګورئ!
هېره دی نه وي چې عقیده مو هم د خپګان په لږوالي کې پوره مرسته کولی شي.