وروستي پرلیکه شوي

د غرغښت ټولني مشرتابه له افغان سفیر سره کتنه وکړه

لیکوونکی: د غرغښت ټولنې منشي، روژه خان افضل

10-03-2015: نيټه

دټولنې مشر ښاغلی محمدنوروز، د ټولنی مرستیال ښاغلی محمد حبیب زرین، د ټولنې منشي ښاغلی روژه خان افضل، د ټولنې د مالي چارو مسول ښاغلي غلام غوث زماني، او د ټولنې د کلتوري چارو مسول ښاغلي شاه محمد جلات، په هالند کې د افغانستان سفیر ښاغلي پوهاند دوکتور عبیدالله عبید سره دده په کاري دفتر کې ولیدل. ددی لیدنې موخه افغان سفیر ته په سفارت کې د ځینو ستوتزو ور په ګوته کول وو. د افغانستان ملي او رسمي ژبې پښتو او د دري دي او د افغانستان د اساسي قانون له مخې ټولې ادارې چارې او دولتي لیکنې په همدې دوو ژبو ترسره کیږي. خو متاسفانه پښتو ژبه د هالند په سفارت کې راته کم رنګه ښکاري. 11054609_591469084323832_925819681_oد بیلګې په ډول یې ویب پاڼه ، اړیني فورمې او د سفارت کارکونکي چې هلته باید د پښتو ژبې استازیتوب وکړي نه تر سترګو کیږي. تر اوسه د سفارت ویب پاڼه خپل ټول معلومات یوازې په دري ژبه خپاروي، او ټولې
فورمې یې هم په دري ژبه لیکل شوي چې تر ډېره پښتو ژبي ددی ستونزې سره مخ کیږي. ټول هغه کارکوونکي چې هلته کار کوي په دواړو ملي ژبو خبرې نه شي کولی ، هغه لارښوونه چې یو عام افغان وګړۍ ورته اړتیا لري نه شي ورکولی. په هالند کې مېشت پښتو ژبي افغانان دافغانستان د لوی سفارت څخه د پورتنیو ستونزو د هواري په موخه د غرغښت ټولنی مشرتابه د افغانستان سفارت له رهبری په ځانګړي توګه د ښاغلي لوی سفیر پوهاند دوکتور عبیدالله عبید څخه هیله کوي چې، د یادو شویو ستونزو په له مینځه وړلو کې هر څومره ژر چې ممکنه وي د حل لارې چارې ولټوي. ښاغلي سفیر د پورتنیو ستونزو دحل ژمنه وکړه او زیاته يې کړه چې همدا نن به عملي ګام اخلم، په سفارت کې د شته ستونزو دپاره به د حل لاره ګورم، او انشاالله په همدې راتلونکې کې به دی ستونزو ته د پای ټکی کیږدم.‌ ښاغلي سفیر زیاته کړه چې پښتو او دري د افغانستان ملي او رسمې ژبې دي او ټول افغانان پدې مکلف دي چې، د افغانستان ټولو ژبو ته او په ځانګړي ډول پښتو او دري ژبو ته چې د افغانستان ملي او رسمي ژبې دي درناوی وکړي. د پورتني اصل څخه سرغړونه دافغانستان اساسي قانون څخه سرغړونه ده . ښاغلي سفیر د غرغښت ټولنی کلتوري چارو مسول ته وړاندیز وکړچې، که د پښتو او دري ژبو د زده کړو کتابونو ته اړتیا ولرئ نو، زه مو په چوپړ کې یم. په پای کې ښاغلي سفیر دا فغانستان سفارت ښاغلي قونسل( محمدحیدراورنګ) ته لارښوونه وکړه چې د سفارت اړوند ټولې فورمې باید په دواړو ژبو چمتو او د افغانانو چوپړته وړاندې شي. د غرغښت ټولنی مشرتابه ښاغلي سفیر او قونسل ته ژمنه ورکړه چې موږ به د سفارت ټولې اړیني فورمې او تګ لارې له دري ژیې څخه په پښتو ژبې ته وژباړو تر څو په هالنډ کې دافغانستان سفارت د ټولو هالنډ میشتو افغانانو د لا ښه حدمت کولو یوه ښه وسیله وګرځي.‌ د افغان سفیر د غرغښت ټولنی مشرتابه مننه و کړه او دا . .ناسته یې هواره اغیزمنه وبلله ، او ستونزو د حل ژمنه یې وکړه سفیر دا هم وویل چې زه په هالند کې د پناه غوښتونکو سره د زړه له کومې هرې مرستې ته ژمن یم.

په درنښت

د غرغښت ټولنی مشرتابه