غزل
ارواښاد ملنګ جان
که په عشق کې مزې غواړې لوغړن لکه پتنګ شه
پس له مرګه به ښايسته شې سوداګر د نام و ننګ شه
که دې سر غواړې چې سر شي صدقه کړه سرناموس نه
که سرې شونډې د يار غواړې د خپل ځان په وينو رنګ شه
پخواني هم ستا په شان وو ته هم پاڅيږه همت کړه
حريت ليلی لپاره کند کچکول واخله ملنګ شه
ننګيالي چې يوخوا مخ کړي په شا نه ځي که پرې ومري
عزم ټينګ ساته په زړه کې خپل هدف ته په غورځنګ شه
که ترخې له ځينو اورې غوږ پرې کوڼ کړه(( ملنګ جانه))
ويښوه ويده زلميان خپل، له نا اهلو نه په څنګ شه
